گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپنډت کــرزی نوی نـخرې ، نوی نکــلونه اونـــوی حـکایتـــونه !
دپنډت کــرزی نوی نـخرې ، نوی نکــلونه اونـــوی حـکایتـــونه !

دپنډت کــرزی نوی نـخرې ، نوی نکــلونه اونـــوی حـکایتـــونه !

له کابل څخه د تېښتې لړۍ روانه ده، پر کابل اب او دانه هم بنده شوې ده  په ټوله سیمه او نړی کی افغانستان یوازینۍ خاوره ده  چی پوه اود ښځینه ؤ زده کړی او تعلیم یی د کالو راپدی خوا د امریکائی ډالرو په پښو کی په داسی چاړه ذبح کړی دی چی پری د شریعت مهراو فتوی لګیدلی ده .که څه هم دشریعت دروغجن متولیان دغه فتوی لنډ مهاله بولی خوواکمنو طالبانو ددغه فتوی دلنډ مهالی د اثبات  په موخه نه یوازی هغه اقدامات چی پکار ؤترسره نه کړل بلکه د ښځو پروړاندی د تاؤتریخوالی د تیوریزه کولو لړۍ یی اوږده اود وروستنی بیلګی په توګه یی تول سینګارتونونه چی په لسګونو زرو ښځو پکی کار کولو او د خپلو کورنیو لپاره یی د یوازینی حلال رزق پیداکولو په موخه یی د طالبی امارت په چوکاټ کی فعالیت کاوه د تړلوفتوی صادره کړه. په همدی لړی کی ارباب حامد خان کرزی په خټه د کندهار پوپلزۍ چی دطالبانو د لومړنۍ واکمنی په سرکی د طالبانو

د واکمنی له لوری په ملګروملتونوکی د طالبانو دواکمنی استازی وټاکل شو خو وروسته د نړیوالوداستخباراتی موخو په غرض چی ثمرات اومن وسلوی یی په امریکا کی د یولسم سپتمبر له خونړیو پیښوروسته او د بن د تاریخی ناستی په ترځ کی د یوی لنډ مهاله اداری چی ۱۴ کاله یی د ارباب کرزی صاب په مشرتابه دوام و موند او وروسته هم هغه لړی د اشرف غنی په نوم د یوه بل پوچ مغزه دوهم متفکر تر ظاهری او مالخولیاېی مشرتابه لاندی دوام وموند ترڅو یی هغه لړې د ددوحی د تړون په نوم د یوی بدنامه کمیډی لوبغاړو طالبانو ته یعنی هغه چاته چی یومهال یی په ملګرو ملتونو کی د استازی په توګه ګمارلی ؤ خو په یوه استخباراتی  لوړ مصلحت یی هغه دنده پریښودلی وه  ته چی په استخباراتی لومه کی له اوږده مهاله تړلی او خخ دی وسپارله .

ترټولو جالبه داده چی ارباب حامد خان کرزی چی په یوویشتمه پیړی کی یی د ملوک الطوائفی په څیر د خانخانی دود را ژوندی کاوه هیواد یی د خپل ځان شخصی جایداد باله د اولس ستونزی یی هم په سنتی ډول  د ارباب رعیتی او د خان خانی په قبیلوی اصولو پرمخ بیوی .لکه څنګه چی وویل شول او تاسو درنو لوستونکو هم ولوستل چی حامد کرزی دطالبانو د امارت په لومړیو وختونو کی د طالبانو لخوا د ملګرو ملتونو سازمان ته دخپل دائیمی استازی په توګه ور ؤپیژندل شو خو د استخباراتی مصلحت چی کیدای شی د افغانستان لپاره د یوه بی ارادی او کمزوری وایسرا په توګه د رامینځ ته کیدوموخه او هدف به ؤ د افغانستان په  وروستنی شل کلن تاریخ کی دیوه کاغذی زمری رول درلوده نو ځکه خو هغه ټوه د واک مصنوعی دوره په افغانستان کی دیوه بی صلاحیته وایسری په توګه تیرشو او ویل کیږی چی د طالبانو دوهم ځل واک ته درسیدو او په کابل کی د پاته کیدو لامل هم داستخباراتی پاته دندو سرته رسول وی . خو ارباب حامد کرزی ته نږدی سرچینو ویلی دی چی طالبانو په تیرو څو اونیو کی بهرنیو هیوادونو ته د ارباب حامد خان کرزی پرتګ بندیز لګولی او له هغه یی غوښتی دی چی د اسلامی امارت په رسمیت پیژندلو کی مرسته وکړی او خپل سفرونه د امارت څخه د ملاتړ په موخو تنظیم کړی . که څه هم ارباب صاحب یوازی پر خپل فیس بک پاڼه او په داخل کی د ملاقاتونو په ترځ کی پرننګه اوحمایت بسیا کوله او داننګه او ملاتړ یی د اولس سترګو ته په خاورو ورشیندلو کافی باله

خو لکه څنګه چی ټول پوهیږی دطالبانو واکمنی د بلی هری واکمنی په تناسب له عجائیبو ډکه ده او هره ورځ ډول ډول اقدامات او نخری د ځینو ریاکارو لخوا چی ځانونه یی پر ظاهری بڼه طالبان جوړ کړی او د یوی  مشروعه واکمنی څخه بی برخی فضأ کی هرڅه یی چی زړه غواړی ترسره کیږی نو دارباب صاب د مافیائی  امیدونو دبڼ غوټی هم د ناهیلیو په فضأ کی وچیږی .

دکتونکو په باور  که څه هم ارباب صاحب په دی هم نه پوهیږی چی څنګه به وکولای شی د قدرت د وږو او خوارو طالبانو چی ارباب صاحب به تل خپل وروڼه ګڼل او پرسربه یی چانی وهلی هغه ته هغه د ډالرواومصنوعی ځواک  ویالی چی د تش په نوم ( اسلامی جمهوریت )چی نه جمهوری وه او نه هم اسلامی ! یوځل بیا دهغه د میلیاردونو ډالرو مزرعه عینو مینه خړوبه کړی ! نو ویلای شو چی دا ډول راپورونه خپرول د افغانستان په خاوره کی د پخوانی ارګ د ارباب حامد خان کرزی یوه د پروپاګندی هڅه بللی شی .

2 نظر

  1. نماینده شیر ها را برادراشن سفر کردن نگذاشت

    • برادر عزیز جناب محسنی صاحب و سائر خانواده و همکاران رادیو کتاب سلام عرض میشود ؛ به گمان غالب در عصر کنونی وقتی آدم به شیوه های بسیار پیچیده نفوذ استعمار می نگرد دقیقأ چنین گزارشها برای انحراف افکار عامه از سوی استعمار و مهره های شان به نشر میرسد . موفق و سربند باشد
      به نمائنده گی از تربیون نواندیشی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا