گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپښتون قوم دزوال لامل دپاچا خان او دګاندهی ترمینځ پری ټینګار!
دپښتون قوم دزوال لامل دپاچا خان او دګاندهی ترمینځ پری ټینګار!

دپښتون قوم دزوال لامل دپاچا خان او دګاندهی ترمینځ پری ټینګار!

پاو او چارک په پښتون قوم کې نشته!!

                  موږ باید بدل شو !

دهند نامتو پیشوا  او د عدم تشدد د مبارزی اتل ګاندی اود پښتنو ستر مشر خان عبدالغفار خان چی په پاچاخان یی شهرت موندلی ؤ یو  ځای روان وو، ګاندی له پاچاخانه پوښتنه وکړه:« په ټول کی پښتون قام توریالی قوم ګڼل کیږی، ستاسو په شان ټینګ، سپیڅلی او پوه سیاست پوهان هم لری ، څه لامل(علت)دی چی نورو واړو قامونو خپلواکی تر لاسه کړه، خو پښتون قوم بیا هم غلام پاته شو؟»

پاچاخان ورته وویل:نن به یې زه عملی دروښیم!دوی غبرګ د ډهلی د ښار په یوه بازار کی روان وو، یو هندو څمیار (موچی )ناست وو، پاچاخان ګاندی ته وویل:هیله کوم، ته ددغه څمیار د میخونو بکس په پښه ووهه!؟کله چې ګــاندی د څمیار( موچی) بکس په پښه وواهه میخونه ځینی وشیندل شول،ګډونډ شول، څمیار په غوسه ورته وویل:لاری ته سم ګوره !سترګی نه لرې؟ګاندی ځان ور وښود، چی زه ګاندی یم او ټول هندوستانیان می با بوجی بولی!

دخبرو په اوریدو موچی سخت په ژړا شو، چی زما خو دواړه نړۍ خطا شوې، څومره غټه ګنا می وکړه، چی ته می نه وبښې بهګوان می هم نه بښی.په پای کی ګاندی ورته وویل :ځه ما بښلی یې.لږ واټن مخته یو پښتون څمیار ناست وو، چی پاچاخان یې د میخو بکس په پښه وواهه!!!پښتون لالا سم دلاسه راولاړ شو او پاچاخان ته په بدو او ښکنځا ویلو سر شو. باچاخان په نرمه ژبه ورته وویل :

وروره زه عبدالغفار یم، قام راته د باچاخان لقب راکړی، تېروتنه (غلطی) رانه وشوه.پښتون څمیار په غوسه ور غبرګه کړه:چې باچاخان یې خپل ځان ته به یې، زه د پروا نه لرم راشه دا میخونه بیرته په بکسه کی واچوه،کنه خوله دې در ماتوم!!!باچاخان ګاندی ته وویل:دپښتنودپاته کیدوعلت همدغه دی، چی هریوځان پوره من ګڼی!پاواوچارک په پښتون قوم کې نشته!!!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا