گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د روسانـو د مفــتضحانه ماتــی که دځــینو مشــرانــو دزوال یـــاد !
د روسانـو د مفــتضحانه ماتــی که دځــینو مشــرانــو دزوال یـــاد !

د روسانـو د مفــتضحانه ماتــی که دځــینو مشــرانــو دزوال یـــاد !

دلته  په کابل د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان په مرکزی دفتر کی پر افغانستان باندی دروسی یرغل  او د سلواغی په ۲۲ نیټه له افغانستان څخه دروسی لښکرو د وتو په یاد غونډه رابلل شوی وه چی په همدی مناسبت د افغانستان په سلګونو  مجاهدینو،علماؤاو قوماندانانوچی له مختلفوولایاتو څخه راغلی ؤ دخپلو مشرانو خبری او ویناوی واوریدی .

غونډه چی د انانسری چاریی یی د ځوان لیکوال او شناندی ضیا الحق فضلی لخوا پر مخ بیول کیدی وتلی جهادی شخصیت انجینر قطب الدین هلال د ختیځ زبرځواک د ماتې او د مجاهدینو د سرښندنو ایثار او قربانی په تړاو خبرې وکړې. نوموړی له علماو په ځانګړی توګه د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان له مشرتابه څخه په هیواد کې د جګړې د سرتاسری سولې لپاره د لا زیات رول لوبولو غوښتنه وکړه. دغه راز غونډې ته د جنوب غرب د حوزې د علماو عمومی رئیس ستر علمی او روحانی شخصیت مولوی خدایداد صالح د وینا پر مهال وویل چې د شوروی لښکروماته د شلمې پیړئ معجزه وه چې ویاړ یې دافغانستان مسلمان ملت ته ور په برخه ده.نوموړی دحرکت له مشرتابه څخه دعلماوودیووالی ساتلوپه هکله سپارښتنه وکړه.د غونډی بل ګډونکونکی د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان عمومی منشی او لوړ جهادی شخصیت  الحاج رحمت الله واحدیار هم غونډی برخه والوته دروسی ښکیلاک مظالمو او دافغان مجاهدینو د میړانی او سرښندنو په هکله ارزښتناکه وینا واوروله ، دغه را زددی پرتمینی غونډی بل ګډونکونکی د حرکت انقلاب اسلامی مردم افغانستان مشر او د حج او اوقافو سرپرست وزیر مولوی عبدالحکیم منیب دخپلی ارزښتناکی وینا په

ترځ کی وویل :زموږ جهادی ( یوتعداد یی ) مشران زموږ ددښمنانو لخوا دقدرت لپاره تطمیع شول .دټول قدرت د نیولو په خاطر یی خپل ټول مقدس اهداف هم قربانی کړل خو ټول قدرت یی تر ننه هم لاس ته رانه ؤړ ! د شهیدانو وارثانو چی شهید ته دده دشهادت مبارکی تجلیلوله نو ویل به یی چی ای د یتیمانو پلاره ! ستا وینو رنګ راؤړ ! اوس مجاهدین کامیاب شول ، اوس به اسلامی حکومت جوړیږی !! خو متأ سفانه زموږ هغه صبح صادق په صبح کاذب بدل شو . په غونډه کی ددغه ورځی په مناسبت د ګډون والو له خوا یو پریکړه لیک هم ولوستل شو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا