گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د سخی کاروان په شپږاړخیزکی دایګلزاوغنی کلوبونو ترمینځ لوبی!
د سخی کاروان په شپږاړخیزکی دایګلزاوغنی کلوبونو ترمینځ لوبی!

د سخی کاروان په شپږاړخیزکی دایګلزاوغنی کلوبونو ترمینځ لوبی!

نن ورځ د سخی کاروان شپږ اړخیز سریز کې خوست اېګلز کرکټ کلب غنی منګل کرکټ کلب ته ماتې ورکړه.لوبه ډیره جالبه، خوندوره او د مینې فضاء کې تر سره شوه.د لوبې پچه غنی منګل کرکټ کلب وګټله او په خپله یې د بیټنګ پریکړه وکړه.غنی منګل د پنځو لوبغاړو په سوځیدو په پوره اوولس اورونو کې ۱۳۵ منډې ترسره کړې او خوست اېګلز ته یې د ۱۳۶ منډو هدف وټاکه .

دخوست اېګلز بالرانوله جملې:

شفیق قدام دوه

آصف هلال: یو

اکرم قانع: یو

افسر منګل: یو لوبغاړی وسواځوه

خوست ایګلز توپ وهنه پیل کړه چې د

افسر منګل:۲۲ منډو

لطیف الدین: ۳۲ منډو

غازی نیازی: ۸ منډو

اکرم قانع: ۱۹ منډو

یوسف: ۱۲ منډو

زاهد خوستی: ۱۲ منډو

شفیق قدام ۱۵ ناسوځیدلو منډو

او آصف هلال ۷ ناسوځیدلو منډو په مټ په پوره اوولس اورونو کې ۱۳۵ منډې ترسره کړې او لوبه مساوی شوه.په سوپر اور کې خوست اېګلز نهه منډې تر سره کړې او مقابلې لوبډلې ته د لسو منډو هدف وټاکه.د خوست اېګلز لپاره سوپر اور بیا هم چټک توپ اچوونکی آصف هلال تر سره کړ چې د درو منډو په ورکولو یې دواړه لوبغاړی وسوځول.او لوبه د خوست اېګلز کرکټ کلب وګټله.د لوبې غوره لوبغاړی آصف هلال شو چې جمله درې مخکښ لوبغاړی یې وسوځول.د خوست اېګلز ټولو لوبغاړو او مینوالو ته مبارک وی.

یادونه:د خوست اېګلز کرکټ کلب ویاړی چې الحاج مظفرخان بابکرخېل یې سپانسر شیپ په غاړه لری

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا