زموږ د ژوند اړونده ټول مالومات ( دیتا) د ذهن په مختلفو سطحو کې په تازه ، ژوندي ، فعال او د حال په وضعیت کې قرار لري. دا ټول په ژوره توګه د تمرکز ، مشاهدې او په یو ډول د داخلي بصیرت له لارې د بیا کتنې / رویت وړتیا میندلای شي. د ذهن دا وضعیت اوپخپله د انسان لخوا د خپل باطن په محتویاتو تمرکز او مشاهدې وړتیا د الله تعالی د لویو نعمتونو څخه دي چې د خیر او سعادت په لوري د بدلون په لاره کې ډیره مرسته کوي. په دې سره انسان کولای شي خپل ځان ، ذهن ، نفس ، د فکرونو بهیر او په حافظه کې خپلې پخوانی نیمګړتیاوې، تیروتنې، ګناوې ، د نورو په حقوقو تیری او یا برعکس خپل خدمات ، بریاوې، خوشحالیانې او ښیګڼې بیا له سره حس او مشاهده کړي. په وجود یې اقرار وکړي ، ارزونه یې وکړي او په منصفانه توګه قضاوت وکړي. د سمون او ښه والی لپاره یې اړین اقدامات تر سره کړي.
له غفلتونو، تیروتنو ، ګناهونو او تخطیانو پښیمانتیا او توبه وکړي. د نورو په حقوقو د تیریو د ترمیم ، اعادې، معذرت او عفوې غوښتنه وکړي. د الله سبحانه و تعالی د رښتیني او مخلص بنده په توګه خپل مسولیتونه ترسره کړي. په خپل ذهن کې د فکرونو د بهیر او نفس په تصفیه / پاکي، اصلاح او د عملی کړنو په اصلاح سره په خپل ځان او ماحول کې د اصلاح او مثبت بدلون کوښښ وکړي. الله سبحانه و تعالی انسانانو ته وخت ورکوي اودښه والي په لورد بدلون بلنه کوي ترڅوانسان د بدبختي، نفسي هوسونو اوشیطاني جالونو څخه خلاصون ومومي.