گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسرونو د وهـــلـــو نه،دیوبـل منـلو سیاســت تـــه اړتیــــا لــــرو.
دسرونو د وهـــلـــو نه،دیوبـل منـلو سیاســت تـــه اړتیــــا لــــرو.

دسرونو د وهـــلـــو نه،دیوبـل منـلو سیاســت تـــه اړتیــــا لــــرو.

د بین الافغانی مذاکراتو له رسمی پیل څخه مخکې په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې د هڅو په برخه کې د ناهیلئ خبرونو ولس سخت اندېښمن کړئ ده. دغه ډول خبرونه یقیناً دردونکی او ځپونکی وی. داسې ښکاری چې داوړه خواوې لاهم د یوبل منلو او زغملو پرځاى له یو بل څخه د امتیازاتو ترلاسه کولو تګلارې پرمخ وړی. له څو ورځو راهیسې د قطر له جریاناتو له سست بهیر څخه دقیقاً پوهیداى شو چې هیڅ لورئ په واقعی توګه د وخت په حساسیتونو باندې فکر نه کوی او له لاسته راغلی بې سابقې فرصت څخه د ګټه پورته کولو اراده او یا هم وړتیا نه لری. مونږ له پوهې سره سره د حکومتی پلاوی د ځینو غړیو د ستونځو په هکله احتیاطاً غبرګون نه ښیو چې ډیرى یې ولې د یو واحد ملی ټیم په توګه د قربانی له روحیې سره په ملی اجندا باندی د راټولیدو پرځاى د خپلې ډلې لپاره د امتیازاتو په لټه کې دى.  ولې ځینې غړی د استدلال ځینې یې د وړتیا او ځینې نور بیا سولې ته د ژمنتیا په برخه کې کمى لری. همدغه شان د طالبانو پلاوئ عموماً د نفسیاتی برتری او خیالی غرور په ویروسی رنځونو اخته دی. په ډیرو مواردو کې د مصالحې ژبه نه کاروی او یا یې هم نشی کارولاى. ټولنیزه رویه او دوه اړخیز چلن یې ښه خو د بحث لپاره داسې غیر ضروری مسائل راسپړی چې د مخالف لوری غبرګونونه راپاروی. دا د سولې ورورولی او ملی یووالی له روحیې سره په تقابل کې چلن ده. که طالبان واقعاً غواړی چې یو ښیرازه، سمسور، اباد او له افتخاراتو ډک هیواد ولری او اسلامی نظام پکې پلئ وی، نو د توپک په زور نه، بلکې د ولسی ملاتړ له لارې دغه هدف ته رسیدل شونی دی.مونږ د دواړو خواو په ناخوالو سترګې پټوو، په ناپړیتو یې غوږونه کاڼه کوو، نیمګړتیاوې یې نه ورته پیغور کوو.  د دواړو خواو  هر منفی حرکت او په څرګندونو کې خطاو ته پوښ ورکوو. په دواړو خواو کې د شته سترو نیمګړتیاو په اړوند نیوکه نه کوو، ځکه چې مونږ په څپانده سمندر کې خطرناکې څپې وینو، د راتلونکی  لوړې کچې ویجاړوونکی توپان درک کولاى شو. په توپانی هوا، سورئ کشتئ، توره شپه او د ماڼو (بیړئ وان) په کمزوری هم پوهیږو، او مونږ دغه ولس او هېواد خپل ګڼو.د داوړو خواو غټان باید پوه شی چې که ولس د ټولو ناخوالو له لیدو سره سره غږ نه کوی، خو د ولس دا چوپه خوله سپین چیک هم نه ده. له دغه ولس او هېواد سره چې چا ظلم کړئ په دنیا هم ذلیل دی او انشاالله چې عقبى یې هم خرابه ده. 

په پردیو باندی د حساب کولو او د خیال په نیلی د سپریدو،  ګواښلو او سپکو سپورو ویلو پرځاى باید د خپل ولس د ارمانونو د تحقق لپاره د یو بل په وړاندې د انعطاف لاره ونیسو. مونږ له خپل ولس او هېواد سره مینه لرو. قطعاً نه غواړو بیا وطن پریږدو. نه غواړو بیا د کابل په کوڅو کې وینه ووینو. نه غواړو د راکټونو د لګیدو له امله د تور سرو چیغې بیا واورو، نه غواړو بیا د کابل هره سیمه د ځانګړی ډلې پلازمېنه وی، نه غواړو په هیواد کې د یوې بلې خوسا کورنئ جګړې شاهدان واوسو.  نه غواړو چې تیرې تراژیدی تکرار شی، نه غواړو د داودخان، نجیب او طالبانو د نظام له نسکوریدو وروسته فاجعو تکرار ووینو، نو ځکه نه داهم نه غواړو چې د افغانانو ترمنځ له هوکړې او د نړیوالې ټولنې له کلک او غیرمتزلزل تعهد پرته د حکومت د نسکوریدو ننداره وکړو. نه قطعاً نه!شرائط ترینګلی دی. ترکاڼی د بیزو کار نه ده. ولسمشر باید ارګ میشتو ټام خیلو ته د غوږ نیولو پرځاى د وخت په حساسیتونو او نزاکتونو باندې په خپله فکر وکړی. له سنجیده او تجربه لرونکو مذهبی، ملی او سیاسی ډلو سره سلا مشوره پیل کړی. د ملی او سیاسی اجماع لپاره لاس په کار شی. پرینږدی چې نظام جړق وخوری، د دوو لسیزو خواری مو په اوبو لاهو شی او ملت یو ځل د اویایمې لسیزې د غمیزو تکرار تجربه کړې.پښتو متل ده واى که ګور ګران هم ده خو د مړی ورته ورتلل ناکام (مجبوریت) ده. د نظام تسلسل ښه غوراوى ده خو له ولس او سیاسیونو سره د ولسمشر غنی د تعهداتو پوره کولو شالید له عیبونو ډک ده. له خپلو حلیفانو، ایتلافیانو او شریکانو سره په  ژمنو باندی ولاړ نه ده پاتې شوئ، وعدې کول او ماتول ورته هیڅ ستونځه نه لری، نو طالبان به څنګه باور وکړی چې له هغوى سره په ترسره شویو ژمنو باندی عمل کولو ته به متعهد پاتې شی. متاسفانه چې د غنی حکومت د مخالفینو لخوا نه، بلکې د خپلو کړنو، رویو او ناوړه چلن له امله ولسی باور له لاسه ورکړئ ده. د ولسمشر غنی ځینې کړنې له دینی معیارونو او ملی دودونو سره په تقابل کې دی. د فساد په وړاندې د نوموړی اقدامات لکه ممنوع الخروج کیدل او څارنوالی ته ورپیژندل په خپل ذات کې د فساد پراختیا ته لاره هواروی. د سولې په برخه کې له حکومتی اړخ سره د پلان نشتون، د ولسمشر غنی، د هغه د مرستیالانو او ډاکټر عبدالله عبدالله جدا جدا دریزونه او نظرونه نظام له ګواښونو سره مخ کوی. مونږ پوهیږو چې موقت حکومت شاته تلل او له مستقیم خط څخه موقت انحراف ده، خو که  سولې ته د رسیدو د شرط په توګه طالبان دغه ډول بدلون وغواړی، نو له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له پیاوړی ملاتړ وروسته یې طوعا و کرهاً د وخت او شرایطو اړتیا ګڼو. په دغه مرحله کې خورا زیات احتیاط اړین ده چې نظام باید په هیڅ ډول له بالفعل او بالقوه ګواښ سره مخ نشی. سوله مفته نشو ترلاسه کولاى. ملت د جګړو له امله په کړاوونو او ناورینونو کې د خپلو بچیانو په جنازو، فاتحو او قبرونو باندی له ویر کولو او چیغو وهلو سترئ شوئ ده، خو چارواکی واک او امتیازاتو ته د ممکنه ګواښ له  او د ځینو سفارتونو په لګښت ځینې مدنی ټولنې د لاسته راوړنو په نوم د سولې مخه ډب کوی. هغوى باید پوه شی چې که سرونه مو خوندی نه وی، هیڅ لاسته راوړنه خوندی نشی پاتې کېداى. د سرونو خوندیتوب مونږ تر هرڅه د ارجحیت درجه لری. که د لاسته راوړنو په تړاو څوک واقعاً اندېښنې لری نوبشپړ باورلرم چې اوس طالبان هم د بیان ازادی، په جلا ټولګیو کې د انجونو د زده کړو اوپه خوندی ماحول کې د ښځو د کار کولو مخالفت وکړی. دا کارپه اوسنیو حالاتو شونئ هم نه ده.سیاسی احزاب اومطرح شخصیتونه هم د هیواد د تاریخ په دغه حساسوشېبوکې سترمسئولیتونه لری.

اوسنئ شیبې، د وعدو نه پوره کولو  او نورو انحرافاتو له امله له ولسمشر سره د حساب کولو نه، بلکې ملی ګټو ته د ژمنتیا زغم او د یو بل د بخښنې وخت ده. مونږ ته احمد او محمود نه، بلکې دغه هېواد ارزښت لری. اوس د رقابتونو نه، بلکې له ترینګلی سیاسی او امنیتی وضعیت څخه د هیواد د نجات وخت ده. د ولسمشر غنی ترمشرئ لاندې ځینو اشخاصو لخوا اخلاقی مالی او اداری فساد ته د لارو پرانستلو هڅې وینو، خو د وخت په دغه حساسه مقطع کې د بین الافغانی ناستو تحریمول او له حکومت څخه د خپلو محرومیتونو انتقام اخیستل هم له دغې خاورې او ولس سره جفا ګڼو طالبانو ته مو مشوره داده چې؛ وخت په تیزی سره له لاسه وزی. تاریخ سختې پریکړې کوی. د وخت حساسیت او فوق العاده ځانګړی شرایط، د افغانستان قومی جوړښت، د تیرو دوو لسیزو په دوران کې د پرمختګونو، افغانانو ترمنځ د باور ښکته کچه، په سیمه او نړئ کې حساسیتونو ته ژوره پاملرنه وکړی. د احساساتو له سمندر څخه راووزی، په عینی واقعیتونو باندی تمرکز او محاسبه وکړی. احساسات سپیڅلی وی خو ډیرى وخت له حقائقو سره په تقابل کې راځی. خپلمینځی جګړه کله هم د حل لاره نه ده. دلته روانه جګړه که د ځان دفاع او موجه هم وی، خو د ویاړ وړ نه ده. د جګړو له امله د ملت دغه ماته کشتئ د سولې ساحل ته رسول شهامت او شجاعت ده. مونږ منو چې په هیواد کې د خپلواک او ولسواک اسلامی نظام رامنځته کولو ژمنه ترلاسه کول د هغوی حق او افغان ولس یې پلوی کوی. طالبان باید په ولسی ارادو ولاړ اسلامی نظام د تحقق له ژمنو ترلاسه کولو وروسته د سولې د پروسې په مختلفو پړاوونو باندی د څار او د چارو د ښه مدیریت لپاره په یوه بې پرې موقت حکومت جوړولو باندې سلا شی. موقته اداره باید د سولې پروسه په ځانګړې زمانی مقطع کې بشپړه او د ټاکنو په نظام کې د شفافیت، عمومیت او د هر ډول درغلئ د مخنیوی په برخه کې اړین بدلونونه راوړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا