گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دثوراتمه پرفرعون دایمان دبری که دمـافیـأ پـرډالـرودروږدیـدویـاد!
دثوراتمه پرفرعون دایمان دبری که دمـافیـأ پـرډالـرودروږدیـدویـاد!

دثوراتمه پرفرعون دایمان دبری که دمـافیـأ پـرډالـرودروږدیـدویـاد!

د ثور اتمه د ولسی مبارزې، ملی هڅو، په فرعونیت، لادینیت، تخنیک او تیکنالوژی باندې د ایمان، عزم او مضبوطې ارادې په مټ د اوږدې او له ایثار څخه د ډکې مبارزې د بریا ورځ ده. یوازې تر همدغه بریده د دغې ورځې لمانځل د توجیه وړ ګڼم.مګر باید ومنو چې دا هغه ورځ هم ده چې ملت له ستونځمن اوږده له کړاوونو او ناورینونو ډک سفر څخه وروسته ساحل ته د سولې د بیړئ د رسیدو هیله درلوده، خو داسې ونشو.د مجاهدینو د ځینو مشرانو د کمونیزم د پاتې شونو په ملتیا دغه بیړۍ ساحل ته له رسیدو وړاندې ډوبه کړه. هغه څه وشول چه زمونږ مجاهد ملت یې هیله نه درلوده. کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوه، کابل وران شو، ملی او شخصی شتمنئ لوټ شوې اوپه دې توګه د ثور اتمه د یوه نوی ناورین پیل وګرزیده، خو پړه پر جهاد او مجاهد اچول له خپل دین خپلو اسلافو او خپلو مقدساتو سره جفأ ده.

غلطیانې او جنایات به د شوروی یرغل په خلاف د مقدس جهاد په مهال هم شوی وی، خو باید ځوانان پوه او تاریخ مسخه نشی چې جهاد مقدس او مجاهدین هغه سپیڅلی خلک وه چې تر بریا وروسته یې د واک په سر جګړه کې ونډه نه درلوده، خو د کمونستانو جنایات د چنګیزی وحشتونو تکرار، د افغانیت او انسانیت په تندی تور داغ ده، چې ګوتې په لیکلو، غوږونه یې په اوریدلو ژبه یې په ویلو او تاسو به یې د لوستلو تاب و نه لرئ  .

خودا ټکی هم بایده دی چی پر سرِبازار ډنډوره شی د ځینو تش په نوم  جهادی احزابو ترمینځ د واک په سر جګړې نه یوازی د جهاد برخه نه وه او نه هم باید د افغانانو د سپیڅلی غزأ او جهاد برخه  وشمیرل شی بلکه هغوی خو لا دډیره وخته د سپیڅلی  جهاد د ذبحی او سودا په موخه د قصابۍ  په وینو لړلی کالی آغوستی ؤ .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا