گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ثـــوراومـــه،زمــونـــږ دویـــاړلی تـــاریخ توره او منـــحوســـه ورځ!
د ثـــوراومـــه،زمــونـــږ دویـــاړلی تـــاریخ توره او منـــحوســـه ورځ!

د ثـــوراومـــه،زمــونـــږ دویـــاړلی تـــاریخ توره او منـــحوســـه ورځ!

د کرونا د اوړې کچې ګواښ سره سره مو د د غوائی اومه نه هیریږی. په دغه تړاو زمونږ ډیرى خلک د معلوماتو د نشتون له امله په تیارو کې ژوند کوی.پوره دوه څلویښت کاله وړاندې۱۳۵۷ کال دثوراوومه د سردارمحمد داود ترمشری لاندې جمهوری حکومت باندې دکمونست پلوه خلقیانو خونړئ کودتا ورځ.

هو، هغه د ګردونو او بادونو ورځ.هغه ناورین زیږونکې پنجشنبه.د وحشتونو ظلمونو ناورینونو توره منفوره مردوده او مغضوبه ورځ چې زیږولئ ناورین لاهم ادامه لرى.د تره کی حفیظ الله امین ببرک کارمل نجیب او نورو کمونستانو د اتڼونو ورځ، خو د ملت او ولس د غمونو او ماتمونو ورځ!د ولسمشر محمد داود خان او ټولې کورنئ د عامه وژنې ورځ چې تورسرې او د دریو اونیو ماشومان هم په ګولیو وویشتل شول.له عدلی او قضایی پروسې پرته په بلدوزرو باندې د لاس تړلو لسګونو زره بندیانو له خاورو لاندې کولو د پیل ورځ.د کور کالی ډوډئ تر غولونکی شعار لاندې د کلیو د بمباردول د خلکو په کتارونو باندې د مرمیو چلولو د بدبختی د بنسټ ایښودلو ورځ.د کلیو کورونو او بانډو د بمباردونو او په توپونو د نړولو د پیل ورځ.د دوه ویشتو لکو افغانانو د بی رحمانه او وحشیانه وژلو د پیل ورځ.له هغې ورځې وروسته بیا تر ننه مو نو سهار او ماښام په جګړو او وژنو پیل او پای ته رسیږی.دا چې د ثور ۷ نېټې بې وزلی کړو، اقتصاد یې رامات کړ، ویې وېشلو، خلقیان او پرچمیان یې د پردئ مفکورې د ترویج لپاره کرایې قاتلان جوړ کړل، د هېواد مینه او افغانی انګیزه یې ورڅخه سلب کړه، نو ملت او ولس مو په تلپاتې ناورین اخته شو او مونږ لسګونه کلونه وروسته لاهم د قدرت د وږو انسانانو د د اماره بالسؤ نفس، شیطانی هوس او دوزخی حرص بیه ورکوو.خلق او پرچم د پرولتاریای جهان د حمایت چیغې ووهلې ؛ خو په افغانستان کې یې کارګران ژوندی تر خاورو لاندې کړل !!!یوازې د لغمان د علیشینګ ولسوالئ کې یې شپږ نیم سوه تنه همدغه کارګران ژوندی په خاورو کې خښ کړل !!!په کنړ کې یې د کرهالې په سیمه کې ١۲۶٠ تنه بزګران د ایمان په جرم په یو ځای په ګولیوغلبېل غلبېل کړل !!!دهرات په ولایت کې یې په یوه ورځ څلیریشت زره بې ګناه افغانان د ټانکونو ترچاینونو لاندې کړل ….!!!په افغانستان کې دهغه مهال پوځی لوی سلاکار جنرال(الکساندرمایوروف) په خپل کتاب (په افغانستان کې ریښتیا څه تېرېدل) کې لیکی چې:دهرات په پېښه کې یوازې ډاکترنجیب درې سوه افغانان په خپل لاس یوپه بل پسې ووژل….!!!جنرال الیکسنادر مایوروف لیکی چې ببرک کارمل به ویل چې:«هرڅه به ترکمونېزم اولېنینیزم ځا ر کړی او….هغوی په ډېر جرئت سره دا خبره کوله چې :د افغانستان له پا ره یوازې کمونیستان بسنه کوی او نور خلک باید ټول د هغوی په پښو کې قربانی شی.د همدغې پروسې د تطبیق له پا ره د ١٣۵٨ کال د مرغومې په ۶مه نېټه کمونیستانو روسان هم زمونږ په هېواد راوخیځول !!!کمونیستانو نه ملا پرېښود ، نه پیر ، نه یې په محصل او متعلم صرفه وکړه او نه په فنی او مسلکی خلکو. هره ورځ په سلګونو خلک نیول کېدل او تر شکنجو وروسته دآمو سندته غورځول کېدل اویا په پلیګونونو او نورو ځایونوکې کې ژوندی ترخاورو لاندې کېدل.

ایا دا وحشت او بربریت کم ده چې له همدغو د خلق او پرچم له مخکښانو څخه مو نفرت ته وهڅوی؟خو نن مونږ د ستونځو په ګرداب کې نښتی یو. نه غواړو د افغانانو ترمنځ نفرتونه زیات او تیر حسابونه راوسپړو. مونږ وایو ګذشته را صلوات. راځئ د سبا غم وخورو.که شورویان د څوارلس زره او امریکایان د دوه نیم زره عسکرو له وژلو وروسته په خپلو ناکامیو باندې فکر کوی چې دا لاره د بریا نه ده، نو مونږ د شااوخوا دوه نیم ملیونه افغانانو له لاسه ورکولو وروسته ولې فکر نشو کولاى چې د افغانانو ترمنځ جګړه نوره قطعاً د حل لاره نه ده.نور جنګ بس دی.نور مو د جګړو د سندرو اوریدلو حوصله هم ختمه ده. هدیرې مو تر کلیو او ښارو را ورسیدې. هره کوڅه مو له یتیمانو ډکه ده. هره کونډه مو د وږو ماشومانو سرته ناسته ده. نورې مو اوښکې وچې دی. نور مو مه وژنئ!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا