گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دشګو په بندونو دتوپان مخنیوی!
دشګو په بندونو دتوپان مخنیوی!

دشګو په بندونو دتوپان مخنیوی!

مونږ متأسفانه د ملت له منځ څخه راپورته شوی مشران نلرو.  له همدې امله مو له مشرتابه څخه د حمایت او مخالفت معیار  له بدتر څخه د نجات په موخه د بد پلوی کول ګرزولى دى. پرون مو هم همدغه کار کړۍ دى. نن هم که حالت له اوس څخه د ابتر کېدو خواته ځی، له بد غنی څخه پلوی کوو، خو که څوک د هیواد د اوسنی بد امنیتی او سیاسی وضعیت درک کولو وړتیا ولری، نو یقیناً پوهیږی چې اوس د هوایی ګواښونو، نمایشی غونډو، احساساتی او جزباتی خبرو وخت نه ده، بلکې د سترو ملی ګټو ساتلو لپاره د سختو پریکړو کولو، د مخالف افغان د ملګرتیا ترلاسه کولو، د ملی اجماع جوړولو او تر ټولو مهم دا چې د قربانی ورکولو وخت دى. د خاشاک، پولو او د شګو بندونو په اچولو باندی د توپان مخنیوى ناشونئ کار ده. البته د توان ترکچې یې ځان او هیواد له اغېزو ژغورل ښه مشرتوب او ښه مدیریت دى.ولسمشر غنی ته د انتونی بلینکن لیک که څه هم ګواښونکئ ویښوونکئ او له ټولو نړیوالو نورمونو سره په ټکر کې ده، خو مونږ هم باید ومنو چې د سولې په تړاو زمونږ د دواړو خواوو مشرانو په ځانګړی ډول د ارګ مېشتو  څرګندونې، نه واقعیتونو نندارې ته وړاندې کوی، نه د ولسی ارمانونو عکاسی کوی او نه هم  نړیوالواندېښنو ته د قناعت وړ ځواب وایی. څرګنده خبره ده چې مونږله تیروڅو لسیزوراهیسې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لرواود اوږوباریې ګرزیدلی یو، نو ځکه د بین الافغانی مذاکراتو د ناکامی له امله مونږ نړیوالوته په زغرده د ځواب ورکولو لپاره نه خوله لرواونه هم منطق.

له نښو نښانو داسې ښکاری چې امریکا پریکړه کړې ده، له افغانستان څخه خپل ځواکونه باسی، خو داسې نه لکه شوروی اتحاد چې خپل ځواکونه وایستل، بلکې داسې چې ګټې یې خوندی وی او تر شا خپل هېواد ته بالفعل او بالقوه ګواښونه او ناورینونه پرینږدی. که امریکا لکه څنګه چې وایی واقعاً په افغانستان کې د جګړو ختمولو لپاره هوډ لری، نو مونږ ته یې د تازه طرحې ردول نه بلکې تأئید پکار ده. که د امریکا په طرحه کې د ملی ګټو په تړاو ملاحظات شتون ولری، نو د رسنیو له لارې د ګواښ په ژبه نه، بلکې  په څرګند ډول یې له امریکا سره مطرح کول اړین دی.امریکا پوهیږی چې د سولې لپاره د انعطاف په مورد کې ارګ یوازې پاتې دى. حتى د مصالحې شورا او وزیران هم د ارګ په شان فکر نه کوی او دا چې د سولې په هکله په ارګ میشتو کې جدی ستونځه شتون لری، نو ځکه یې ټول نورمونه او پرنسیپونه ترشا پریښودل، د لیک خد او خال یې تېز، لهجه یې ترخه او  د بهرنیو چارو د وزارت پرځاى یې نیغ په نیغه  ارګ ته واستاوه.راځئ!

د تیرو څلورو لسیزو په دوران کې د خپلو د یو پربل پسې ماتو او ناکامیو څخه څه زده کړو. راځئ د خپل ملت مظلوم او محکوم ژوند ته د سوکالی راوړلو هڅه وکړو.ایا د کمونستانو، مجاهدینو، طالبانو او د دیموکراسی تر عنوان لاندې د غنی استبدادی ډوله حکومت مشترکات په خپله عنعنوی مذهبی ټولنه باندی کله د برچی او کله د تبلیغاتو په مټ پردئ مفکورې، پردی تعبیرونه، پردى کلتور تپل او د واک د انحصار دوکتورین نه وه؟که د پورته یادو شویو لاملونو له امله د تیرو څو لسیزو حکومتونو ناکامی منئ، نو اوس باید په جګړه کې دخیل اړخونه پوه شوی وی چې دلته له بهر څخه وارد شوی بدلونونه که اصلاحات هم وی خو له ذهنیت جوړولو پرته د چلن وړ نه دی. د واک د انحصار فکر خوسا او فرسوده تګلاره ده. خورا اړینه ده چې ددغه هېواد ټولې پرګنې قومونه ژبې فکرونه او عقیدې د افغان په نوم سره راټول کړو او په دغه هېواد کې ګډ سوله ایز ژوند پیل کړو. له خپل ولس سره د تقابل او تصادم سیاستونه او تګلارې مو د نسکورېدو په حال کې ولیدې.ددې لپاره چې مونږ د عمل په ډګر کې د خپلو شخړو د هوارولو چل او هنر نه ده زده کړى او په تیرو څو میاشتو بین الافغانی مذاکراتو په ترڅ مو د خپلو ستونځو د هواری لپاره خپله ناکامی عملاً نندارې ته وړاندې کړه، نو ولسمشر غنی ته مو مشوره داده چې د امریکا د حکومت اوسنیو غوښتنو په هکله متزلزل او متذبذب دریزونه خپلول او احساساتی ویناوې پریږدئ. دغه ډول نسخې اوس کار نه کوی. ځمکنیو حقایقو او د وخت غوښتنې درک کړئ. تاسو ښه استاذ یاست، ښه اقتصاد پوه یاست، ښه انګریزی وایاست او نسبتاً ښه لابی ګر یاست خو تاسو  زمونږ په عقیدوی او دودیزو مسایلو، قومی او کلتوری نزاکتونو باندی د پوهیدو وړتیا ثابته نه کړاى شوه.

تاسو د افغانی ټولنې په ذهنی لمړیتوبونو او عقیدوی باورونه باندی له بشپړ معلوماتو ترلاسه کولو پرته د دیموکراسی ترعنوان لاندی د غرب دود او کلتور تپلو ته ملا وتړله. تاسو د اداری مالی او اخلاقی فساد په وړاندې مبارزې ته خپل پیاوړۍ هوډ ونښوده. تاسو له حلیفانو سره د مشارکت پرنسیپونه ونړول او له حریفانو سره نه ملی معیارونه وساتل او نه مو هم حکومتی او اداری تعاملاتو ته ژمنتیا وښوده. تاسو په دیموکراسی کې استبدادیت رواج کړ، تاسو په اساسی قانون باندې څو څو ځله معاملې وکړی. تاسو ته د ژمنو ماتول عادی خبره ده. ایا پوه نشوئ چې په کابل کې ناستې څو سوه ښځې او زر دوه زره ځوانان د افغانستان د شپاړس ملیونه ښځو استازیتوب نشی کولاى؟اوس تاسو اړ یاست چې په واک کې د پاتې کېدو لپاره نه، بلکې د ملت او هیواد د لوړو ګټو لپاره لابی وکړئ.  نړیوالو ته په واک کې د پاتې لپاره دلائل مه وړاندې کوئ، بلکې د خپل هېواد روڼ سبا ته ورڅخه ژمنې واخلئ. ستاسو تر مشرتابه لاندی له طالبانو سوله ناشونې ده او دغه هېواد سولې ته د اکسیجن په کچه اړتیا لری. دغه ډول فرصتونه بیا بیا نه راځی. زه منم چې کیداى شی طالبان له تاسو سره د امریکا له حمایت پرته د ارګ په نیولو بریالى نشی، خو هیواد به د ماتېدو په څنډه او د پردیو نیابتی جګړو ډګر وی.  ولس به هره ورځ سلګونه جسدونه خاورو ته ښکته کوی، نو ستاسو عزت وقار او درنښت به څه وی؟تاسو کله د قبل الوقت ټاکنو خبره کوئ! ایا په یاد لرئ چې تیرې دوه دوره ټاکنې څومره پاکې روڼې عامې او شفافې وې؟د ټاکنو د کمیسیون ریئسان او غړی اوس چیرته دی؟ایا تاسو په خپله د ټاکنو په پایلو باندی دواړه ځله د معاملې کولو له امله د همدغو ټاکنو مشروعیت او اعتبار تر جدی پوښتنو لاندې نه راوست؟په لمړی ځل د جانکیری او په دوهم ځل د پمپیو فارمولا منل د ټاکنو په اعتبار کې څه پریښودل؟ایا تاسو چې عبدالله عبدالله ته د منلو وړ ټاکنې ترسره نکړاى شوې د طالب په شان ځواکمن مخالف لورۍ به څنګه ترخپل مشرتابه ټاکنو د پایلو منلو ته وهڅوئ؟

مونږ منو چې د سولې لپاره د طالبانو خوا هم مبهم او مجهول الفاظ کاروی. فکر کوی چې د امریکا له وتلو وروسته به وکولاى شی په اسانی سره کابل ته ننوزی، خو دا به یې سهوه وی. له تیرو څو لسیزو راهیسې ډیر خلک ارګ ننوتل خو حکومت یې ونکړاى شو او طالبان به هم مستثنى نه وی.زه مو اوس هم د دغه هېواد لپاره چوپړتیاوو ته اړتیا وینم، خو د ولسمشر په توګه مو زمونږ ارزښتونه او ستاندردونه له پښو لاندې کړل. باورونه مو وخوړل او په دغه دنده مو خپله وړتیا ثابته نکړاى شوه. بله دا چې مونږ ته سوله له تاسو څخه ډیره اړینه ده.راځئ ټوکې مه کوئ بانې مه جوړوئ.  باید پوه شوی یاست چی وخت اوس ستاسو په اشارو نه چلیږی. شهامت به مو داوى چې د هېواد او ولس د کړاوونو کمولو لپاره همدا اوس د نظام د خوندیتوب په شرط د واک پریښودلو ته تیارى وښیئ او له نړیوالو څخه ژمنه ترلاسه کړۍ چې هیواد به مو نور د نیابتی جګړو ډګر نه وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا