گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دشاهیکوټ دحماسی یاداودرسونه!
دشاهیکوټ دحماسی یاداودرسونه!

دشاهیکوټ دحماسی یاداودرسونه!

لکه څنګه چی خبریاست د امریکا د متحده ایالاتو پر افغانستان برید داسی مهال او پردی بهانه تر سره کړچی ګنی په امریکا کی د سپتمبر د یوؤلسمی  نیټی په خونړیو پیښواو ناورین کی د عربو افغانانو چی د مشهورعرب جنګیالی اسامه بن لادن په مشرئ دالقاعدی تر نامه لاندی سازمان تورن دی او دغه خونړی بریدونه په افغانستان کی د میشت اسامه بن لادن له لوری رهبری شوی ؤ . بل لوری ته ټول ځینی  عرب مجاهدین جنګیالی چی د شوروی اتحاد په وړاندی د جهاد را په دی خوا په افغانستان کی پاته شوی ؤ او دطالبانو په مشری د اسلامی امارت له ړنګیدو وروسته د پکتیا ولایت شاهی کوټ ولسوالی ته چی د شهید سیف الرحمن منصورتر قیادت لاندی یی ځانونه د فاعی جهاد ته چمتو کول را مهاجر شول                             

    نو شهید قوماندان سیف الرحمن منصورچی د افغانستان د شهیدانو د سالار مظلوم شهید مولوی نصرالله منصور وینه یی په رګو کی چلیده د افغانستان او سیمی و ضعیت ته په کتو هغوی ټول راټول کړل اود روسانو په وړاندی په افغانستان کی  دجهادی فریضی په  ترسره کولویی له هغوی مننه وکړه او ټول یی خپلو ، خپلو هیوادونو ته ورورسول  .که څه هم د طالبی حاکم قرئت پر بنسټ هغه مهال چی دیوه چا تقوی او فضیلت د تاریخ په یوه ځانګړی مرحله او یوه خاصه جغرافیأ کی پر طالبی قرئت پوره او د منلو وړ وی نو بیا هغه کولای شی هرچیرته او دنړۍ په هرګوټ کی د اولسونو د رهبرې چاری پرمخ بوزی ، خوشهید قوماندان سیف الرحمن منصور (رح) ددغه بی بنسټه اصل پر خلاف اوپه توحیدی اصولو ولاړ نظر افغانستان ته راغلی مجاهدین او مهاجرین خپلو ، خپلو هیوادونو ته ورسول ، ترڅو د جهاد او هجرت مفاهیم په رښتیانی معنی تحقق ومومی .

که څه هم د طالبی حاکم قرئت پر بنسټ هغه مهال چی دیوه چا تقوی او فضیلت د تاریخ په یوه ځانګړی مرحله او یوه خاصه جغرافیأ کی پر طالبی قرئت پوره او د منلو وړ وی نو بیا هغه کولای شی هرچیرته او دنړۍ په هرګوټ کی د اولسونو د رهبرې چاری پرمخ بوزی ، خوشهید قوماندان سیف الرحمن منصور (رح) ددغه بی بنسټه اصل پر خلاف اوپه توحیدی اصولو ولاړ نظر افغانستان ته راغلی مجاهدین او مهاجرین خپلو ، خپلو هیوادونو ته ورسول ، ترڅو د جهاد او هجرت مفاهیم په رښتیانی معنی تحقق ومومی . داسلام مقدس دین چی پر شفافیت او له خرافاتو څخه په ډډه د شرک او جهالت پر وړاندی مبارزه کوی او جهاد د ظلم او ستم په وړاندی  د نه ویلو پر یوه عمومی حرکت ولاړدی نو دهرچا په ځانګړی توګه دهغه چا په وینه او وجود کی چی د اسلامی امت او دبشری نړۍ د سرښندونکو مبارزینو اومخورو شهیدانو وینه په رګونو کی را و څرخی نو هغوی هیڅکله هم په هره بیه چی وی د استبداد او ظلم په وړاندی د نه ویلو د توان مرغلره له ځان سره ساتی تر څو په هرنامه او هره بڼه چی وی د کفر، ظلم او استبداد په وړاندی د آزادی نعره اوچته کړی .

خواستعمار اودهغوی استبدادی ګوډاګیان تل هڅه کوی په ټولنه کی دداسی شهیدو اتلانو د بی توقع لارویانو پر وړاندی خنډونه را پیدا کړی . تجربی دا ښودلی ده چی استعمار او استبداد لومړی ترټولو مجربه او په زړه پوری نسخه  چی پر مادی نعائمو او ډالرو پر پاشلو ددغه شانی کسانود سکوت په هیله  استعمالوی خو دالله ج  په فضل او ځانګړی لورینه د هغه د شهید والد شهید مولوی نصرالله منصور په څیر چی د امت مظلوم شهید ؤ د شهید قوماندان سیف الرحمن منصور په وجود کی هم ددغه شانی نسخو په وړاندی د مدافعی کلک سنګرونه جوړ ؤ چی د عقلانی او توحیدی بصیرت په مرسته یی د هغوی ټولی حملی دفع او خنثی کړی .خو افسوس دادی چی په څرګنده سره ګورو چی د افغانانو ددغه تاریخی جهاد عظمتونه او ارزشونه د سیمی او نړۍ په استخباراتی لوبه کی د ماتیدو په حال کی دی او بیا به هم دنړی یرغلګرو ته ماتی ورکوو خو موږ به ماتی خورو او نړیوال ښکیلاک به د خپلی فتحی ډنډوری غږوی !

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا