گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د شهیــد ،شهیــــد آواز دی !
د شهیــد ،شهیــــد آواز دی !

د شهیــد ،شهیــــد آواز دی !

هرې لور ته انګازې دی د شهید، شهید آواز دی

دا چې څوک په حق شهید دی په رازونو کې یو راز دی

د حق لار خلکو نه ورکه نورې لارې شوې برسېره

هر یو ګډ په خپله لاره خپل یې رسم خپل یې ساز دی

شه باهر له مسلمانو شه داخل مسلمانۍ ته

د کافر په څېر ماجرا کړی مسلمان په کوم انداز دی

د فطرت په دود تسلیم شه حق عمل ته دې معیار کړه

دا کنډه ده د سړی عمل ایمان لره غماز دی

وی ناهیلی په حسرت به تل افسوس ارمان ارمان کړی

له غفلته چې ډوب شوی په وچوبی د چا جهاز دی

د دنیا عمر دې مینې لره لږ دی ځان خبر کړه

بس هم هلته یې انجام دی چې له کومه یې آغاز دی

زه د مینې ګدایی کړم عشق مې ګډ دی په فطرت کې

که مې یار راته تل ناز کړی خو زما ورته نیاز دی

دنیا ځای د ازمایښت دی تکامل دی پکې نغښتی

په دې لنډ عمر کې ګوره چې نشېب دی هم فراز دی

یو وګړی چې بېا ستر شی بېا حیدر شی یا جمال شی

بېا نو ګوره هر مسلم ته چې د لوړو غرونو باز دی

چې لارښود شی او راپرانیزې زمونږ د ستونزو غوټه

یو ریښتینی یو امین چی په دی بڼ نغمه پرداز دی

موندل کیږی خو یوراز دی په لټون لټون موندی شی

هڅه غواړی داسی شته څوګ چی محسن سره همرازدی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا