گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دشیخ دلاوردلاورانه لافی شافی!
دشیخ دلاوردلاورانه لافی شافی!

دشیخ دلاوردلاورانه لافی شافی!

یوچا د افغانستان د یوه پخوانی خدای بښلی نامتو پرهیواد مین مشر اوصدراعظم محمد موسی شفیق له خولی کیسه داسی لیکلی ده چی  هغه به تل پر دی ټینګار کاوه اوویل به یی چې د حیاتي مسایلو پرسر په غیر علمي شعارونود ملت په زړه کې موقتي محبوبیت د سیاسي شهرت وسیله ګرځېدلای شي، خو د ملت د تلپاتې مفاداتو د خوندیتوب اوحفاظت هڅې د پاخه شعور، ارام ذهن اوسړې سینې کار غواړي.احساساتي شعارونه، غیر عملي ګواښونه اود مقابل جهت د ټولو ګټو د پایمالولو په قیمت د خپلو ګټو د ساتلو لاره بالاخره پر ګړنګونو ورځي.

شهاب الدین دلاور چی د لوګر اوسیدونکی او ځان  شیخ الحدیث د طالبانو د حکومت د کانونو وزیر او د مشهورخندنی ټوکمار هاشم نومی لوګری  وطندار بولی په خپلو د لافو او شافو ډکی  وینا په یوه برخه کی چی د پکتیاولایت په یوه اقتصادی او عوامی غونډه کی یی ترسره کړی وه داسی وویل : یوه خبره می له یاده ووته چی ویلی می وای نورو چی نورو ملکونو له یوه ملک (هیواده ) آزادی آخیستی وه خو موږ له دنیا (نړۍ) نه آزادی آخیستی ده . ….خو هغه چا چی له یوه ملک نه آزادی آخیستی ده هغوی په پنځوسو کالونو کی هم دغه ځای ته نه دی رارسیدلی یاد ساتی !لکه نن چی موږه په دوو کالونو کی په کوم موقف کی ولاړیو دوی په پنځوسو کالونو کی هم دی ته نه دی رسیدلی . ………څلور لکه شااو خوا زموږ اوتاسو تنها امنیتی ځواکونه دی الحمدُلله ..

.. خو د لوګری شهاب دلاورچی په دغه خندنۍ او غمیزه ډرامه کی د  هاشم لوګری په رول کی راڅرګندیږی په دغه خطبه کی یوه خبره رښتیا ښکاری هغه داچی رښتیا هم هغه هیوادونه د ملا دلاورپه قول ملکونه چی د یوه هیواده یی خپلواکی تر لاسه کړی ده هغوی په پنځوسو کالونو کی هم دغه ځای ته نه دی را رسیدلی یا دساتی !!!داځکه چی طالبانو په دوه کالونو کی داسی نخری او ویجاړۍ را مینځ ته کړی چی په پنځوسو کالونو کی به هم ورته ونه رسیږی . ځکه هیڅوګ به هم له خپلی هغه خاوری او اولس سره دومره په بی رحمانه ډول چال چلند ونکړی چی په یوویشتمه پیړۍ کی ټول د ښځینه ؤ  ښوونځی او کار ځایونه ، پارکونه او پر سفر بندیزونه ولګوی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا