گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دشیر محمد آخند زاده دهوس خوبونه او دهغوی تعبیرونه !
دشیر محمد آخند زاده دهوس خوبونه او دهغوی تعبیرونه !

دشیر محمد آخند زاده دهوس خوبونه او دهغوی تعبیرونه !

هغه زموږ دټولنی دیوه لیکوال او شاعر دغه څو کرښی  چی واېی  : هوس بد شی دی، د سیاحت هوس، د پیسو هوس، د عیاشۍ هوس او د قدرت هوس. خو هوسونه چې روا وي، نو دومره نه چاخوڼیا کېږي، چې انسان بدنام او ناکام کړي او هوسونه دي، چې د ژوند شېبې کله رنګینې او کله هم غمګینې کړي.هوسونه کېدای شي کنترول شي او هوسونه کېدای شي په بغاوت واوړي، په طغیان واوړي، خلک تباه کا، ملکونه وران کا، کارونه له لانجو ډک کا او ژوند د خوند پرځای په عذابونو او رنځونو واړوي. خبره دهوس راغله .

له هم هغه ورځی چی په افغانستان کی د طالبانود واکمنۍ  دچارواکو یو اوږد نوم لړ خپور شو او په هغی کی دپخوانی جهاد د یوه مشرپه مشری ډله کی په هندوستان کی دروزل شوی پوځی ځوان افسرشیرمحمدعباس ستانکزی نوم دبهرنیو چارود وزارت دسیاسی مرستیال په توګه ونومول شونو وار له واره ورته د طالبانودخارجه وزیرامیرخان متقی چی هغه هم دعباس کلاد ملا محمد نبی آخند د دروازی ساتونکی ؤ تر سترګو او نظره شو .که څه هم سمدلاسه یی خپله استخباراتی غوسه تر ؤلکی لاندی راوسته او کنترول یی کړه خو ونه توانید دخپلو تبلیغاتی هلو ځلو مخه ونیسی . نوځکه خو به پری کله ناکله چی هغه دهندوستان ددیره دون پیریان راغلل اودمیکروفون مخی ته به برابر شونو ناڅاپه به یی له خولی داسی څه راوتل چی ګنی په دوحه شریف کی ټولو لوریو ته دا وریاده کړی چی د  معاهدی له مخی خو ماته باید د هیواد د بهرنیو چارو څوکی رسیدلی وای خو په خواشینۍ سره چی هغه د دوحی شریفی تړون عملی نه شواوڅنګه چی ټاکل شوی وه د امریکا لوری ورته پام ونه کړ . ترټولو لویه مقابله یی د طالبانی تفکر له مخی د نجونو او ښځو په وړاندی دعلم اوپوهی سره د طالبانو د دریځ نه منل ؤ چی کولای شی همدغه غوښتنه دیوه مسؤل طالبی چارواکی په توګه ورته ګټوره تمامه شی .

خو له هغه ځایه چی د افغانستان خاوره او اولس یی په مرموزډول یرغمال کړی دی نودشیرمامد عباس ستانکزی هلو ځلو هم رنګ را نه ؤړ. که څه هم چی کله نا کله شیرمامد آخند دا دعباس کلا ضابط صاحب  په طالبانو کی دکندهاری روح په وړاندی له همدغه شعاره کارآخلی او وایی چی د ښځوښوونځی اوپوهنتونونه دی خلاص شی شعار اوچیغه ګډوی.

خووروستی ځل یی چی د اریانا تلویزیون له غښتلی خبریال ښاغلی  سپهر سره ترسره کړه که څه هم په سیمه او نړی کی استخباراتی اهرمونو ته د دوحی د تړون د پوره عملی کیدو پام ورګرځول ؤ خو په لنډډول یی د خبریال او مجری ددی پوښتنی په ځواب کی چی تر ی وی پوښتل :

یوروایت دادی د خلکو ترمینځ چی حکومت چی نن سرپرست حکومت دی ددوحی د هوکړی پر اساس تاسو ته سپارل شوی دی ستاسو باور څه دی چی ددوحی د هوکړی پر اساس دی او که نه دمبارزی پر اساس مو تر لاسه کړی دی ؟ عباس استانکزی چی په افغانستان کی له طالبانو سره پخوانې رابطه او راشه درشه لری دخبریال ددی پوښتنی په ځواب کی داسی وویل: ګوری دلته دواړه رول پکی لری زه دا نه وایم چی یوازی ددوحی دهوکړی په اساس او نه دا وایم چی تنها په نظامی حساب باندی . دا دواړه قوتونه هم سیاسی قوت زموږ اوهم نظامی قوت دا دواړو په مجموع کی امریکایان دی ته وهڅول چی امریکایان افغانستان تخلیه کړی او افغانستان « اسلامی امارت !!» ته پریږدی البته په نظامی ډګر کی امریکا یان دی ته مائل شول اودی ته راغلل چی مذاکرات شروع کړی امریکایانو خو مذاکرات نه کول ددغو مذاکراتو په نتیجه کی دا هوکړه سره وشوه چی باید دوی له افغانستان ووزی او افغانستان پریږدی د افغانستان خلکو ته یی پریږدی او دافغانستان خلک خپل سرنوشت په خپله وټاکی . کله چی خبریال له عباس ستانکزی څخه دا پوښتنه کوی چی تاسو چی واوریدل د افغانستان ؤلسمشر اشرف غنی هیواد پریښودلی دی تاسو چیرته واست او په ذهن کی مو څه را وګرځیدل ؟ عباس ستانکزی په ځواب کی وویل : زه په دوحه کی وم د بین الافغانی مذاکراتو چی روان ؤ آخیری ورځی وی . ددوی هیأت هم هلته ؤ . دفعتأ ماته پیغام راغی ددوی له خوا یعنی داشرف غنی د بعضو ملګرو لخوا چی موږ خلک  (هیأت ) در آستوؤ تاسو ته خو هغه کوم ټیم چی دډاکتر عبدالله په مشری باندی هلته ده او یا دا نور کوم کسان چی درغلی دی دا زموږ د اعتماد وړ نه دی نو اشرف غنی خپل خاص ټیم درلیږی چی له هغوی سره تاسو خبری وکړی بیا به موږ یوی نتیجی ته سره ورسیږو . ما ورته وویل چی بهتره ده ما له خپلو ملګرو سره هم په دی کی مشوره وکړه او زموږ ملګرو هم وویل چی صحیح ده هرڅوګ چی راځی موږ مشکل پکی نلرو . موږ دوی ته منتظر ؤ خو دوی موږ ته وویل چی یوه ورځ نیمه ورځ دربر نیسی ترڅو دا (پیپر ډاکومنټ ) یعنی پاسپورټ او ویزه برابر شی نو درځو . زه ورته منتظر وم دوهمه ورځ دریمه ورځ داکوم سړی چی زموږ سره رابط ؤ پدی ارتباط یی زموږ سره رابطه کوله هغوی سره چی ما ارتباط ونیو چه څنګه شو هغه رااته وویل چی متأسفانه د هغوی تلفن قطع دی زه نه یم پری خبر چی دوی څه شول پس له څلورو ساعتو یی موږ ته وویل چی هغوی افغانستان تخلیه کړی او اشرف غنی هم له افغانستان څخه وتلی دی هغه کوم ټیم چی ماته داخبره وکړه خو دوی رانه غلل او دوی وتلی ؤ.داچی څنګه وتلی دی او په ډول وتلی دی دی صحنه کی زه نه وم خوآخیری شکل یی داؤ .دعباس کلا ضابط صاحب شیرمحمد  عباس ستانکزی په خپلو خبروکی هغه تریخ حقیقت چی د اشرف غنی  د روانی حالت اوپه واک کی دپاته کیدو جنون په ګوته کوی داسی چی کله هم د حامد کرزی او ډکتر عبدالله له لوری ورته وویل شول چی نور نو په واک کی د پاته کیدو امکانات نشته باید هرومرو دوحی ته د ډاکتر عبدالله په مشری یوهیأت ولیږدول شی او په سوله ایز ډول دقدرت یوی لنډ مهال اداری ته وسپارل شی چی همداسی وشول د ډاکترعبدالله په مشرې یوهیأت دوحی ته ولیږدول شو خو د ددوستم ، عطا محمد نور ، محقق او دواک دنورو مجنونانو د غوښتنی له مخی یی لومړی له عبدالرشید دوستم سره مزارشریف ته دیوه عاجل سفر په موخه خبری وکړی او په ناڅاپی ډول مزارشریف ته وخوځید چی او کله چی یی هغه تشریفات او د دوستم ، محقق او عطا محمد نور لخوا په یوه مصنوعی هنداره کی ځان وکوت او داسی پریکړه وشوه چی په  افغانستان کی ټول ولایات او ولسوالی ګانی به له طالبانو څخه آزادوی نو سمدلاسه یی دوحی ته د عبدالله په مشری تللی ټیم سره اړیکی ونیوی او ورته ویی ویل چی د قدرت د انتقال خبره نور ځای نلری او تاسو هم باید چی بیرته هیواد ته راستانه شی . اوله دی سره سم یی له عباس ستانکزی سره هم اړیکه ونیوه چی د استانکزی په قول چی ګنی : دفعتأ ماته پیغام راغی ددوی له خوا یعنی داشرف غنی د بعضو ملګرو لخوا چی موږ خلک  (هیأت ) در آستوؤ تاسو ته خو هغه کوم ټیم چی دډاکتر عبدالله په مشری باندی هلته ده او یا دا نور کوم کسان چی درغلی دی دا زموږ د اعتماد وړ نه دی نو اشرف غنی خپل خاص ټیم درلیږی چی له هغوی سره تاسو خبری وکړی بیا به موږ یوی نتیجی ته سره ورسیږو  . له دی داسی ښکاری چی اشرف غنی د واک او قدرت مجنون ؤ او په دی لاره کی ورته د چا د قربانی کیدو او یاد هیواد ویجاړیدو اهمیت نه درلود چی ویلی شو د طالبانو د سکی بل مخ ؤ .  چی همداسی وشول .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا