د مشورتی لویی جرگی د عمر نه پوره څلویښت ورځی تیریږی . خو تر اوسه د افغانستان خلک په دی نه پوهیږی چی ددغی جرګی ګټی او لاس ته راوړنی څه وی،پایلی یی څه دی اودجرګی پریکړو په اړه تراوسه د حکومت له خوا کوم عملی ګام اخیستل شوی ده که نه؟
آیا د نوموړی جرګی سیاسی اومعنوی ارزښت، د پنځه ملیونوډالروپه ارزښت لګښتونه ، یوه اونی د دولتی او خصوصی سکتور کارونه په ټپه ودریدل ، د ښوونځیو او پوهنتونونو درسی پروګرامونه شاته غورزیدل اوبالاخره تجارانواوکسب ګروته ملیونونه ډالره تاوان اووښتل پرتله کیدای شی ؟
خدایه! د روانی ناروغانواوسیاسی ټګمارانونه دغه مظلوم ولس وژغوره .