نن ورځ خوست ایګلز کرکټ کلب یاد سریز کې اېلیون ټایګرز کرکټ کلب ته ماتې ورکړه.ټاس د اېلیون ټایګرز کرکټ کلب لوبډلمشر وګاټه په خپله یې د توپ اچوونې ( فلډینګ) پریکړه وکړه.خوست ایګلز په ټاکلو ۱۸ اتلسو اورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۲۰۵ منډو هدف وټاکه.
د توپ وهنې برخه کې:
صادق اکمل: ۵۸
افسر منګل: ۵۶
هیواد: ۳۴
یونس: ۱۲
اکرم قانع: ۱۸ ناسوځیدلیاو فاروق څاروان: ۱۵ ناسوځیدلی منډې وکړېورپسې اېلیون ټایګرزکرکټ کلب لوبغاړوتوپ وهنه پیل کړه خودهدف په ترلاسه کولو ونه توانیدل اود ټولولوبغاړو په سـوځیدو یې شپاړسـم اورکې ۱۲۰منډې وکــړې.
دخوست ایګلز له لوری د توپ اچونې برخه کې:
ذبیح الله سوله مل: ۳ لوبغاړی
هیواد: ۳ لوبغاړی
یونس: ۲ لوبغاړی
لقمان او نصیب بیا یو یو لوبغاړی وسواځوه.
لوبه د خوست ایګلز کرکټ کلب په ګټه پای ته ورسیده.هیواد د ۳۴ منډو تر څنګ د درو لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.د خوست ایګلز مینوالو او لوبغاړو ته د مبارک وی.