گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسولی سپیڅلۍ هدف اودهغی په وړانـــدی اوپــراتیـــفی چلنـــد !
دسولی سپیڅلۍ هدف اودهغی په وړانـــدی اوپــراتیـــفی چلنـــد !

دسولی سپیڅلۍ هدف اودهغی په وړانـــدی اوپــراتیـــفی چلنـــد !

د سولې له بهیر سره د دواړو خواو صداقت او دغه سپیڅلی هدف ته د رسېدو اراده نیمګړې ده. روانه لوبه د هیڅ اړخ په ګټه نه ده. د موازی ادارو جوړول او د فساد په مخنیوی کې یو لوریز، سلیقوی او اوپراتیفی چلن د منلو نه ده.په قطر کې د طالبانو د سیاسی دفتر مرستیال عباس ستانکزى لخوا ولسمشر غنی د سولې په وړاندې یوازنى خنډ یادول او د نوموړی د استعفا غوښتنه هغه څه دی چی د مسکو پرځاى په دوحه کې د دواړو مذاکراتی پلاویو ترمنځ باید له بحث لاندې نیول شوۍ واى.ولسمشر غنی که څه هم ځان دیموکرات ذهنیت لرونکئ، د یوې دیموکراتې ټولنې په خېټه کې روزل شوۍ شخص او د فساد په وړاندی مبارزې ته ځان ژمن ګڼی، خو اوس دغه واقعیت زمونږ د ولس مطلق اکثریت ته مشهود او محسوس ده چې د ادعا پرعکس، نوموړئ د یوه ځان خوښی، مستبد،  قانون ماتونکی داسې شخص په توګه عمل کوی چې هیڅ ډول موازینو، معیارونو او نورمونو ته د ژمنتیا فکر هم نه کوی.

له دې سره سره چې ځان په انسان پوهنه کې ډاکټر ګڼی خو عینی واقعیتونه ښئی چې نوموړۍ د ملت جوړولو، ټولنه جوړولو، ټیم جوړولو په برخه کې څه، حتى د فامیل جوړولو وړتیا هم نلری.مونږ نن د غنی د هغې نیمګړتیا په هکله له خپل ملت سره اندېښنه شریکوو چې د هیواد د اقتصادی بنسټونو د نسکورېدو لامل ګرزی.په لوړه کچه مالی، ادارې او اخلاقی فساد کې ښکېله ډله په پیچلی او اوپراتیفی توګه هڅه کوی چې د خپل فساد د قضیو د پټولو په موخه د هیواد په ټولو اداری واحدونو، په ځانګړی توګه په اقتصادی بنسټونو کې د خپلو لاسپوڅو د ګمارلو لړۍ پرمخ بوزی.

ایا په مالیه وزارت، د حامد کرزی هوایی ډګر او افغانستان بانک کې د ګمارلو او د پخوانیو چارواکو د لرې کولو لړئ تصادف ده که د یوه منظم پلان برخه ده؟ایا غنی له څو میاشتو راپدېخوا د مالیې له وزیر سره د چارو د ادارې د رئیس د غیر قانونی شرموونکی تقابل او غیر قانونی غوښتنو تر شا د پروت ممکنه ناورین له ژوروالی ناخبره وه؟ارغندیوال د مالیی له اکلیل حکیمی او حضرت عمر زاخېلوال وروسته د مالیی وزیر دریم وزیر ده چې له دندې څخه لرې کیږی او یا هم مستعفی کیږی. ایا ارګ وضاحت ورکولاى شی چې ولې داسې کیږی؟ایا اوس هم ولسمشر نه پوهېږی چې تر مدیریت لاندې ادارو کې یې څه روان دی؟ ایا د ارګ  تقدس ته د زیان اړولو او په نړیواله کچه د ملت د کور د بدنامولو تر شا د پټو او بربنډو لاسونو په هکله یې کوم څیړنیز پلاوی ته دنده وسپارله؟ښکاره خبره ده چې ځواب نه ده. ولسمشر په دغه تړاو مطلقاً یو اړخیز چلن کوی.نن خپل ملت خبرول غواړو چې په ارګ پورې تړلې موازی ادارو د هیواد د اقتصادی زیرمو د چور او تالان لړئ لا دمخه پیل کړی ده. اوس نو نوبت د ستر چور رارسېدلئ او دغه تاړاک ته هڅې له ارګ څخه سرچینه اخلی. د دغو ناخوالو په تړاو نور چوپه خوله پاتې کیدل دغه هېواد د تباهی کندې ته ورټیل وهی او مونږ یې یوازې ننداره کول له دینی او ملی مسئولیت څخه سرغړونه ګڼو.په غنی باندی مو ډیر ځله د دغه لوړې کچې هر اړخیز فساد د مخنیوی لپاره غږ کړئ خو متأسفانه هیڅ ګټه یې نه ده کړې. غنی یوازې هغه فساد وینی چې د نوموړی له نزدې خطرناکې مافیایی ډلې سره تړون او اړیکې ونلری. اوس په خپل ملت باندی غږ کوو چې شپه تیاره غله ویښ او څاربانان یې مله دی. که ملت د خپلو سرچینو ساتنه ونکړی، یقیناً به یې له خپل کور هیواد او خاورې سره جفا کړی او وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا