نن ورځ خوست ایګلز کرکټ کلب یاد سریز کې یس کرکټ کلب ته ماتې ورکړه.ټاس د خوست اېګلز کرکټ کلب لوبډلی مشروګاټه په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.خوست ایګلز په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۷۲ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۷۳ منډو هدف وټاکه.
د توپ وهنې برخه کې:
صادق شاه: ۳۳
افسر منګل: ۱۱
هیواد: ۳۴
یونس: ۳۱
اونصیب ۲ ناسوځیدلی منډې وکړې.
ورپسې یس کرکټ کلب لوبغاړو ښکلی توپ وهنه پیل کړه خو د هدف په ترلاسه کولو ونه توانیدل او ټاکلی شلو اورونو کې یې ۱۷۰ منډې وکړې.
د خوست ایګلز له لوری د توپ اچونې برخه کې:
هیواد: ۲ لوبغاړی
یونس: ۲ لوبغاړی
صفت الله: ۲ لوبغاړی
او افسر منګل یو لوبغاړی وسوځوه.
لوبه د خوست ایګلز کرکټ کلب په ګټه پای ته ورسیده.یونس د ښایسته فلډینګ،غوره او اقتصادی بالنګ تر څنګ د ۳۱ منډو په ترسره کولو او د دوو لوبغاړو په سوځولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.د خوست ایګلز مینوالو او لوبغاړو ته د مبارک وی.