گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسولې روانی خبری اودافغانستان دســولې دملـــی جبــهې اعلامیـــه!
دسولې روانی خبری اودافغانستان دســولې دملـــی جبــهې اعلامیـــه!

دسولې روانی خبری اودافغانستان دســولې دملـــی جبــهې اعلامیـــه!

د افغانستان اوسنۍ جګړې په حقیقت کې هغه ټولې پولې ړنګې کړې چې جنګونو کې ور ته پام کیږی. جګړه د زورور طوفان په څیر وچ او لانده یو ځای سوځوی. د میلیونو افغانانو د وژلو، ژوبلولو او شړلو په دې پرله پسې یرغلونو کې د جګړې لمن دومره پراخه او پیچلې شوې ده چې نن ورځ زمونږ د خلکو سره یو ځای زمونږ خاوره هم خوری. د وخت په تیریدو سره له یوه پلوه ورځ په ورځ د افغانستان جغرافیه را تنګیږی او له بله پلوه د کلیو او ښارونو هدیرې پراخیږی. په پایله کې د هغه حاکمیت لمن هم مخ پر ټولیدو ده چې د افغانستان په حساسه جغرافیه کې د پردیو د اهدافو لپاره منځته راوړل شوی.سره له دې چې جګړه له کلیو څخه د ښارونو خوا ته روانه ده، تر څنګ یې د سولې لپاره نوې هلې ځلې هم ګړندۍ شوې دی. سوله په ننی افغانستان کې حیاتی او ملی اړتیا ده.د جګړې څخه امن ته تلل، سوله تامینول او سوله ساتل خپل پړاوونه لری. خو که چیرې په دې هره مرحله او سیاسی بهیر کې د ملت شراکت او خبرتیا جدی و نه ګڼل شی، نو یو پړاو یې هم نه بشپړیږی. افغانستان د تپلې جګړې او تپلی حاکمیت ترخې تجربې تر شا پریښی دی، ځکه خو د تپلې سولې له آزمون سره مخ دی. دغه وضعیت زمونږ ملت او نړیوالو ښکیلو اړخونو ته دوه ملی او انسانی دندې په اوږو ایښی دی. غوره به وی چې اجنبی شریکان د جنګی لورو د قشری غوښتنو پر ځای د افغان ولس ملی ارمانونو ته لومړیتوب ور کړی.زمونږ ملت چې د نړۍ د پیچلو تضادونو په خونړی ډګر بدل شوی او د دسیسو تیوری ګانو ټولنه ځان سره یرغمل ساتلې، نه شی کولای په نیوکو، خواشینیو، زاریو او په هلته او دلته کنفرانسونو ځان ته نجات ور کړی.افغانستان پراخه ملی – سیاسی پیوستون ته اړ دی او دا یووالی یوه داسې ملی – سیاسی طرحه غواړی چې یو افغان د بل افغان سره د شریکو ګټو او شریکو ملی ارمانونو پر محور د یوه ملت په توګه متحد کړی.د افغانستان د سولې ملی جبهه چې د یو شمیر اسلامی – ملی حرکتونو او شخصیتونو په جبهه ییز اتحاد کې د یوې لسیزې راهیسې د وطن د ژغورنې او سولې لپاره مبارزه کوی، خپلو سیاسی او ملی دندو ته یې پام دی. له همدې امله د حالاتو د حساسیت او د راتلونکی ملی مستقل سیاست په خاطر په هر افغان غږ کوی چې د پراخه، بې تعصبه ملی جبهې په جوړولو کې برخه واخلی، یو د بل شتون او اغیزمنتوب و منی او د شریکې جبهه ییزې مبارزې له لارې د سولی او ملی نجات په موخه خپلې ملی او سیاسی دندې تر سره کړی.

و من الله التوفیق.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا