گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسولې سړې او تودی کیسی!
دسولې سړې او تودی کیسی!

دسولې سړې او تودی کیسی!

د ارګ پرله پسې ناستې بې نتیجې شوې، بالاخره د مخکېنی ولسمشرحامد کرزی په کور کې سیاستوال راټول،پریکړه وشوه چې قطرته به دحکومت له استازوپرته ځی.پرحکومت پړه اچول کیږی،چې دافغانانودخپلمنځی ناستې دځنډهڅې کوی،اودمذاکراتو لپاره سولې ضد څیرې معرفی کېدو باندی ټینګارکیږی،

همدارنګه ځینو سرچینو راپور ورکړ چې استاد سیاف، انجنیر حکمتیار او استاد خلیلی هم د حکومت خوا نیولې او له طالبانو سره په قطر کې د مذاکراتو مخالفت کوی.اوس چې نوی پکې د طالبانو د پسرلنیو عملیاتو خبره کیږی، له دی مخکې افغان حکومت د طالبانو د ځپلو او وژلو امرونه صادر کړل، د خالد په نوم عملیات یې اعلان کړل، او د طالبانو – امریکا او طالبانو – افغان سیاستوالو د سولې مذاکراتو مخالفت یې چې شونی وو، هومره وکړ. د امنیت شورا مشر په واشنګټن کې څرګندونې او د هغه په اړه د امریکا پریکړې، پرته له شکه د سولې مخ کې خنډ ګڼل کیږی.د افغانانو خپلمنځی ناستې مهمې دی،

ښاغلی حامد کرزی هم امریکا ږغ اشنا ټلویزون سره په مرکه کې ویلی: ” زموږ هڅه داده چې حکومت هم قطر کې د افغانانو خپلمنځې ناسته کې ګډون وکړی، هیله مې ده او غوښتنه مې ده،  او که یې ونه کړی، موږ د سولې اړوند ملې هڅه  پریښودلای نه شو، دا به جرم او خطاء وی. “په کار ده چې د سولې هڅې او د حکومت غوښتنې سره بېلې شی، همدارنګه د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان هم خپلې ځانګړې غوښتنې او هڅې لری، کرزی صاحب او ځینو نورو سیاستوالو ته په کار ده چې د سولې هڅې حکومت ته د رسیدو او په حکومت کې پاتې کېدو، واک غځیدو له هڅو څخه جلا وګڼی.

داسی معلومات شته چې تر لس زیاتو د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو هوډ کړی چې د ډاکټر غنی ضد ائتلاف او هغه د جوزاپرلومړۍ نیټه له واکه لیری شی.ویل کیږی چې ملګری ملتونه او زلمی خلیلزاد هم له همدغو نوماندانو سره سرخوږولی، او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندان لګیا دی چې نږدې د لس کسانو نومونه د راتلونکی موقت او یا سرپرست حکومت لپاره ملګرو ملتونو او امریکا ته وړاندی کړی.بلخوا ډاکټرغنی هڅه کوی چې په واک کې پاتې شی، کله چې دولسمشرټاکلی نیټه پوره کیږی، دولسی جرګې مشربایددحکومت سرپرستی په غاړه ولری، خواوسمهال ولسی جرګه بیخی شته نه، نوبت دمشرانو جرګې مشر ته رسیږی،دمشرانو جرګې دوکیلانو وخت هم څومیاشتی وروسته پوره کیږی، یوازی انتصابی (یوه درېمه برخه)سناتوران پاتې کیږی،چې بیا دسنا مجلس مشرې قانونی حیثیت دلاسه ورکوی.قانون بیا دبهرنیو چارو وزارت ته صلاحیت ورکوی، اوهغه هم خپله سرپرست دی، قانونی حیثیت نه لری،نوددې لپاره چې د واک خلا ډکه شی، د ګډ حکومت مشرتابه د مشورتی لویې جرګې د لاری کیدای شی د خپل وخت د غځیدو هڅې وکړی،

په داسی حال کې چې د ګډ حکومت شریک ډاکټر عبدالله، د ولسمشریزو ټاکنو پېژندل شوی نوماند حنیف اتمر او ډیری افغان سیاستوال د لویې مشورتی جرګې د جوړیدو له تشکل او جوړښت سره، په اوس وخت کې اختلاف کوی. همدارنګه طالبان چې د هیواد نږدې ۷۰ سلنه خاوره په کنټرول کې لری، له خلکو غوښتې چې یادې غونډه کې ګډون ونه کړی.په دغسی یو حساس پړاو کې چې د طالبانو د مذاکراتی ډلې نومونه هم په موقت ډول له تورلسټ څخه وایستل شول،طالبانو دپسرلنیوعملیاتواعلان وکړ،دطالبانو د پسرلنی عملیاتو مخالفت امریکا، افغان حکومت او افغان سیاستوالووکړ،زما (لیکوال) له انده، کیدای شی طالبانوځینو پېښوته دغبرګون له امله به د پسرلنیو عملیاتو اعلان کړی وی.

۱ – وار له مخه افغان حکومت د طالبانو ضد د خالد په نوم جګړیېز عملیات اعلان کړی.

۲ – د امریکا/ناټو درنې بمبارۍ، د ملکی کسانو وژنې، او  په ځانګړی ډول د هلمند نادعلی ولسوالی کې له کوره د افغان میرمنو ایستل او کابل ته بندی له ځان سره وړل، کېدای شی یو  مهم لامل وی، تر څو طالبان په ولس کې خپل نفوذ لا زیات وساتلای شی، او د خلکو غوښتنو ته یې ځواب ویلی وی.

۳ – د امریکا لخوا د طالبانو سره د ۶مې ناستې ځنډ، چې پر خپل وخت ونه شوه، او همدارنګه قطر کې د افغانانو خپلمنځی ناستې اړوند د ځینو کړیو لخوا د ستونزو او خنډونو ایجادول.

۴ – داچې د سولې خبرې لا هم د پریکړې درشل ته نه دی رسېدلی، د دې لپاره چې د طالب جنګیالو حوصله لوړه وساتل شی، نو طالبانو به د پسرلنی عملیاتو اعلان کړی وی. په کور دننه ستونزه دا هم ده چې سیاسی ګوندونه د حکومت او حکومت د دوی نظر د سولې اړوند نه منی،  مګر حکومت د ټاکنو لپاره ځانګړی نیټه ټاکلای شی، خو د سولې مذاکراتی ډله په ۶ میاشتو کې نه شی معرفی کولای.که څه هم د طالبانو او امریکا ترمنځ سولې مذاکراتو کې پرمختګ شوی، خو د حکومت د نه لیوالتیا له امله بین الافغانی تفاهم کې پرمختګ نه لېدل کیږی،

او حتی خنډونه یې مخ کې ایجادیږی.افغان حکومت به هر وخت ویل چې پرته له مخکې شرطونو د سولې خبرو ته حاضر دی، خو اوس بیا په سوله کې د سرو کرښو خبره کوی، په داسی حال کې چې په جګړه کې سرې کرښې ماتوی، خو په سوله کې بیا سرې کرښې لټوی، ، دا نو داسی ده لکه چاته چې وایې مستی په غلبیل کې درکوم.د سولې مخکې خنډ د سیمې هیوادونو اندیښنې او په ځانګړې ډول د قطر ناستې سره عربی هیوادو او هند مخالفت هم له پامه غورځول په کار نه ده،

هند غواړی چې طالبانو سره د افغانانو خپلمنځی تفاهم ونه شی، بلکې طالب د حکومت برخه اوپه حکومت کې ادغام شی.اخرالامر،د خلیلزاد پېغورحکومتی کسانو ته چې په جګړه کې ستاسی زامن نه وژل کیږی، اونه هم تاسی د هغو خلکو استازولی کوئ چې بچیان یې مری.بل ځای خلیلزاد وایې چې موږ(امریکایان) له جګړې خسته شوې یو، مګر ځواب کې یې  افغان حکومت د سولې پر ځای پر جګړه ټینګارکوی.خو بیا هم له ارګه دا ږغ را وځی چې په قطرکې نه، بلکی اسلام اباد کې دی غونډه له طالبانو سره وشی، دا نولوی شرمونه دی، چې نور باید ارګ او ورسره ملګری پخوانی سیاسی څیرې د سولې اړوند د افغان ولس حساسیت درک، اوله خنډونو پیداکېدو لاس په سر شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا