گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسولې هڅې اوولسمشریزې ټاکنې!
دسولې هڅې اوولسمشریزې ټاکنې!

دسولې هڅې اوولسمشریزې ټاکنې!

د سولې هڅې او ولسمشریزې ټولټاکنې په روان کال کې د افغانستان په دوو مهمو او سترو لومړیتوبونو کې شمیرل کیدې. داسې لومړیتوبونه چې هریوپرخپل ځای ځانګړئ ارزښت درلود. مونږ افغانانو ته سوله د ژوند دوهم نوم ده. هغه ژوند او هغه نوم چې متاسفانه مونږ له تېرو څلوېښتو کالو راپدېخوا ورپسې لالهانده ګرځو، ټاکنې د ولسواکئ مهم اصل، دواک پر سر د جګړو تر ټولو غوره او د عمل وړ لاره ده. مونږ په تیرو څو لسیزو کې د واک په سر د جګړو اوږد تاریخ او ګڼې بېلګې لرو. ځینې یې دومره وحشیانه او بوږنونکې دی چې ان ورور د ورور په مرئ چاړه ایښې ده او پلار د زوی سترګې اېستلی دی. د پردیو د یرغل په وړاندی د پاڅون او واک په سر جګړو کې له دوه ملیونه زیات بیګناه افغانان وژل شوی دی. د دغو جګړو له امله شپږ ملیونه افغانان پردیو هیوادونو ته په کډه کولو مجبور شوی دی، کابل وران شوئ ده، دولتی او شخصی شتمنئ لوټ شوې، کورونه کلی او کابل ښارونه ویجار او کنډواله شوی دی. ددغو ټولو بدمرغیو زیان ملت ته ور په اوږه شوئ ده، چې متاسفانه لاهم ترلاندې پروت یوازې ساه ایستلئ شی.د ټاکنو په تړاو هغو سیاستوالو او د ولسمشریزو ټاکنو نوماندانو د خلکو د ذهنیتونو د بدلولو په تړاو ډیر منفى تبلیغات وکړل څوک چې له خپلې بریا څخه نهیلی وه او په دې ډول یې غوښتل چې د بریالیو نوماندانو، په ځانګړی ډول د یوه خاص نوماند د قاطع بریا مخه ډب کړی. مګر هغوى ددغه هدف په ترلاسه کولو کې پاتې راغلل، ځکه چې ولس ته د هغوى د حال له مکاریو او دروغو ډک سیاسی دریز او په ماضی کې د افغانانو په وینو سره لاسونه ښه معلوم دی. ټاکنې او سوله دواړه د ولس اړتیاوې دی، ځکه چې دواړه د جګړې د پایته رسولو او د هیواد د ښیرازی، سوکالی او پرمختګ کې خپل رول او اغېز لری. همدغه وجه ده چې افغانان هم د سولې د تامین او هم د ټاکنو د ترسره کېدو غوښتونکی دی.زمونږ ځوریدلی او کړیدلی ملت د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو او دوه اړخیزې هوکړې ته د رسیدو په نتیجه کې د راتلونکی سولې لپاره د خوښئ او نیکمرغئ زیری اوریدو ته د انتظار شیبې حسابولې، خو دغه ممکنه خوښی هم د ټرمپ د ټویټ او په هوکړه لیک کې د اوربند د نشتون له امله په سیند کې لاهو شو.ملت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې او اوربند له هغه تړون سره هیڅ سر او کار نلری چې د ولسی ژوند د خوندیتوب پیغام ونلری.افغانان پوهیږی چې د واک په سر له ښو جګړو څخه داسې تاکنې هم غوره دی چې سرتاسری او ازادی نه وی او د خلکو د ګډون کچه هم پکې ښکته وی.سوله د افغان ولس اړتیا ده او داسې ښکاریږى چې ددغو اړتیاوو د پوره کیدو لپاره په لویه کچه د مختلفو اړخونو ارادې، غوښتنې او تیاری له یو بل سره توپیر درلوده. ولسمشر غنی د قطر د خبرو جریان ته د شک په سترګه کتل. هغه ویل چې زمونږ سوله باید د پردیو تر مینځ د معاملو ښکار نشی. د ولسمشر اندېښنې ژورې تاریخی ریښې لری، ځکه له افغانستان څخه د پخوانی شوروی اتحاد د ځواکونو د وتلو په پایله کې نظام ړنګ شو او په دې هېواد کې د واک په سر د جګړو له امله داسې ناورینونه راغلل چې پایلې لاهم مشهودې او ملموسې دی. د سولې بهیر په اړه د افغان دولت او مخالفو سیاسی او جنګی کړیو په ګډون د سیمې هېوادونو اونړیوالو دریځونه هم پخپل منځ کې له یو بل او حتی د افغانستان له عینی واقعیتونو سره په ټکر کې ښکاریدې. د حکومت، سیاسی مخالفینو, طالبانو, خلیلزاد, ګاونډیانو او سیمه ییزو هیوادونو جلا هڅې،ضد او نقیض نوښتونه له شونتیا څخه په خورا لرې واټن کې ایښودل شوی ښکاره او پټ شرطونه د دې ټکرونو بنسټ جوړ کړئ وه.په معاصر پیچلی نړیوال سیاست کې زمونږ د ځینې سیاستوالو د پوخوالی کچه دومره لوړه وه چې په ټاکنو باندی د ټینګار له امله یې د جوزا له لمړئ نیتې څخه وروسته ولسمشر غیر قانونی او فاقد د صلاحیت باله، خو له ټاکنو دوه ورځې وړاندې همدغو مشرانو له حکومت څخه وغوښتل چې ټاکنې دې وځنډوی.امریکا تر ډیره بریده ظاهراً په ټاکنو کې د سرتاسریتوب، روڼتیا او امنیت د نشتون له امله له طالبانو سره د سولې هوکړې ته لومړیتوب ورکاوه. پاکستان ایران او روسیې په پته او ښکاره د خپلو ګټو د خوندیتوب په موخه د ولسمشر غنی د حذف په تړاو تحرکات او کړنې درلودې.
مونږ پوهیږو چې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان، ایران، روسیه او چین د خپلو ګټو د خوندیتوب په هکله اندېښنې لری. د هغوی د اندېښنو د لرې کولو لپاره افغانستان باید له امریکا او نړیوالې ټولنې سره په ګډه داسې د حل لارې ولټوی چې له یوې خوا د هغوی اندېښنې لرې شی، بل لور ته له ټولو سیمه ییزو هیوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان او ایران سره د افغان حکومت د یوه روښانه میکانیزم په چوکاټ کې خبرې وشی. هره هغه ممکنه ګټوره تګلاره خپله شی چې د ګډو ګټو په اډانه کې د درې واړو هېوادونو خپلواکی ځمکنئ بشپړتیا او ملی حاکمیت ته زیان نه وی اوښتئ.          اوس ټاکنې تر سره شوې. باید ومنو چې په ټاکنو کې د ولسی ګډون کچه ټیټه وه. خلک تیر ځل د هغوى په ووټونو باندې د معاملې له امله په ټاکنو او د دغه بهیر په اغیزمنتوب بې باوره شوی وه. په لیستونو کې د نوم د اندراج، بائیو میټریک ماشینونو او د سټیکر ستونځو شتون درلود، خو بیا هم د تیرو پارلمانی ټاکنو په پرتله په اوسنیو ټاکنو کې د خلکو د ګډون د کچې له ټیټوالی سره سره د تقلب او درغلئ کچه هم ښکته وه.طالبانو پخوا هم انتخابات او انتخاباتی مبارزې د سبوتاژ کولو هڅې کولې، خو داځل ددغه ګواښ کچه لوړه وه. ولس د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره د رأیو صندقونو ته له تلو ډډه کوله او دغه یې حق هم وه. البته د هغو افغانانو جرئت د ستاینې وړ ده چې له ټولو ګواښونو او په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو په رأیه د معاملې کولو له امله د ولسى باور له ټکنی کیدو سره سره یې د خپل روښانه راتلونکې په موخه دغه مسئولیت سرته ورساوه.  زمونږ د هیواد ستونځې پیچلی له کږلیچونو ډکې کورنی او بهرنی ابعاد لری. ښکاره خبره ده ،چې رېښې یې له یوه لوی نړیوال پلان څخه سرچینه اخلی او حل یې هم د هغوى له ګټو او ارادو سره تړلئ ده. مونږ اوس د ټاکنو لور ته لاړو. تاکنې مو ترسره کړی او تر دیره حده د بریا لورئ هم څرګند ده. ستونځې او ننګونې لاهم زمونږ د بشپړې بریا مخه نیسی، ځکه چې مونږ سوله اوس هم اړتیا ګڼو او ددغې اړتیا د پوره کولو لپاره په لمړی سر کې ملی اجماع ته رسیدل او له همدغه ادرس څخه د مذاکراتو لړئ پرمخ بیول د بریا یوازنئ لاره ده. د ملی یووالی تر نامه لاندې حکومت د سولې په وړاندې ستر او د پام وړ خنډ د کمزوری او کم ظرفیته حکومت له خپلمینځی ستونځو او غیرمتجانس جوړښت څخه سرچینه اخیسته. ولسمشر او اجرائیه رئیس د هیواد د پرمختګونو اقتصادی او ټولنیزو لمړیتوبونو په تړاو جدا جدا درلودل او حتى کله کله به د هغوى ترمنځ اختلافات د تقابل او تصادم تر پولې رسیدل. بله خبره دا ده چې ښاغلی غنی ویلی وه چې ولسمشریزې ټولټاکنې به نوی حکومت ته دنده وسپاری چې له یوه ځواکمن دریځ څخه له طالبانو سره خبرې وکړی.که د ځواکمن دریځ له ادرس څخه مذاکراتو ته تلل اړین وی،                  نو ولسمشرئ ته د نورو نوماندانو او له ولسی حمایت څخه برخمنو سیاسی مشرانو باور ترلاسه کول به هم د ملی اجماع لپاره د وخت اړتیا وی. راتلونکئ حکومت باید داسې بڼه ولری چې د اجرائیه ریاست له تشکیل پرته په حکومت کې ټول هغه نوماندان برخه ولرى چې اقلاً یوه سلنه ولسی رایې یې خپله کړې وی.که دغه وړاندیز ومنل شی نو مونږ به پشپړه توګه د خپل ولس ارمانونو او نړیوالو اندېښنو ته مثبت ځواب ویلئ وی او یقیناً به د بین الافغانی مذاکراتو لپاره د ملی اجماع له خد او خال سره سم د ولسی باوړ په چوکاټ کې پیاوړئ مذاکراتی ټیم ولرو. په زغرده وایم چې متاسفانه مونږ افغانان اقلاً له تیرو څلورو لسیېزو را په دیخوا د خپل منځی جګړو او شخړو د حل لاره نه ده موندلې. اعظمی هڅې باید وشى چې د ټاکنو د پایلو د منلو او نه منلو له امله هیواد د بحران لوری ته لاړ نشی. کیداى شی پردى دښمن د ځینو ماتې خوړولو نوماندانو په کارولو هیواد یو ځل بیا د بحران خواته د کش کولو هڅه وکړی، خو مونږ او زمونږ همفکره هیوادوال به د اسلامی فراست او پراخو ملی ګټو ته د ژمنتیا په هوډ دغه ډول توطئې او دسیسې شنډوو.مونږ قطعاً نه خوښوو او نه غواړو چې یو ځل بیا زمونږ د کورنئ شخړې د حل او فصل لپاره د جان کیری په څیر پردی راشی او مونږ ته د حل لاره ولټوی.په دغه تړاو د دولت جوړونکی تیم د مرستیال امرالله صالح خبره او د همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله بی ځایه غبرګون داسې بیلګی دی چې وضعیت لاهم ترینګلتیا او تشنج ته بیایی. د پایلو او د ګټونکی ټیم د بریا اعلان مطلقاً د ټاکنو د خپلواک کمیسیون دنده ده. هغوى باید دغه دنده په خورا دقت شفافیت او د خپلواکی د اصل په نظر کې نیولو سره مخ ته یوسی. نوماندان باید رسنیو او غونډو ته په دغه تړاو د بیځایه او بی مورده خبرو کولو څخه ډډه وکړی.دوهمه موضوع چې افغانان ورته تر هرڅه زیاته اړتیا لری سوله ده.باید ومنو چې هره جګړه په سوله خاتمه مومی او د افغانانو ترمنځ جګړه چې خورا پیچلی استخباراتی او نیابتی بعدونه لری او ګټه یې هم یوازې پردیو ته رسیږی. د دغه ډول جګړو ګټل خو هغه خوب او خیال ده چې کله هم تعبیر نشی موندلاى.له هر ډول شک او تردید څخه پرته سولې ته د رسېدو لپاره هر وړاندیز ته غوږ نیسو. له هر نوښت څخه ملاتړ کوو،خو ښه خبره دا ده،چې د سولې په تړاو اساسی پریکنده او رغنده ګامونه پورته شی.تر اوسه چې د سولې په تړاو څومره ګامونه اخیستل شوی ګټور به وی، خو بسنه قطعاً نه کوی. د سولې ترنامه لاندې ټولې ذیدخله خواوې خپلو هڅو ته د خپلو ګټو په محور راڅرخوی.

حکومت مو کله د سولې مشورتی بورد، کله د مذاکراتو لپاره د نازولو ټیم، کله د سولې لپاره ځانګړئ وزارت، کله د سولې مشورتی جرګه جوړوی او کله بیا یو او بل هېواد ته لمن غوړوی،چې د سولې خیرات پکې واچوی.سیاستوال مو د سولې ترلاسه کیدو ترعنوان لاندی کله مسکو ته مخه کړی،پوټین ډول ته څڼې اچوی را اچوی او کله هم د قطریانو چلتارونه او سمندری هوا خوند ورکړی. طالبان کله سولې ته د رسیدو لپاره دفتر ، کله نمائندګی پرانیزی او کله هم پردی هېواد ته د سفر په مهال سوله لټوی، خو په ظاهراً یوازې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو او په ضمنی توګه د خپل امارت اسلامی د قیام او دوام خبره کوی.داسې تیت او پاشلی هڅې سولې ته د رسیدو لاره نه، بلکه د دغه ولسی ارمان د تحقق پرځاى د لا پیچلی کیدو او پردیو استخباراتی کړیو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته لاره پرانیزی. سوله له ذیدخله هیوادونو سره له مخکې نه د ترسره شوی تفاهم له لارې د نړیوالو څارونکو په شتون کې، د یوه لوری او بلې خوا د تسلیمی مفهوم نه، بلکه په پرانستی زړه د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د یوبل د منلو، غوښتنو او اندېښنو ته د غوږ نیولو، په تولو متنازعه مسائلو باندې هوکړې ته له رسیدلو وروسته د خپل منځی جګړو د پای ته رسولو له اعلان سره سم پردیو ته د په مخه ښه ویلو ته ویل کېږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا