گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسولې پیغام رادیو۲۰کلن مزل
دسولې پیغام رادیو۲۰کلن مزل

دسولې پیغام رادیو۲۰کلن مزل

د مارچ په ۳یمه خوست کې د سولې پيغام راډیو ۲۰مه کالیزه، د دې ولایت د بیلابیلو رسنیو د خبریالانو او مسوولانو، همدارنګه د دې ولایت د یو شمېر روڼ اندو او فرهنګیانو په شانداره ګډون سره ونمانځل شوه.سولې پیغام راډیو د افغانستان په سویل ختیز کې لومړنۍ ازاده راډیو وه، چې د دې سیمې د مخکښ فرهنګي او ټولنیز شخصیت ښاغلي زاهدشاه انګار په هڅو او کوښښونو يې په خوست کې خپرونې پیل کړې او په ډېر لږ وخت کې يې بې شمېره مینه وال وموندل.

د سولې پیغام راډيو د خپرونو د پیلیدا له لومړنیو شیبو څخه، چې انګار صیب سره مې په ګډه د دې راډیو په څپو غږ خپور شو، زما په ګډون لسګونو خوستوالو ته په رسنیز ډګر کې د زده کړې او په ټولنه کې د فرهنګ د لوی کاروان د یو لاروي په توګه د مطرح کیدو یو طلايي فرصت وو.سولې پیغام راډیو د پخوانیو راډيوګانو له هغې کلاسیکې بڼې په یو متفاوت او ازد انداز سره داسې خپرونې پیل کړې، چې په لږ وخت کې يې، د زرګونو هېوادوالو زړونو ته لار ومونده.د سولې پیغام راډیو په تعقیب  د شاوخوا دوه لسیزو په اوږدو کې خوست د نږدې شلو غږیزو او انځوریزو رسنیو د ایجاد ویاړ کمايي کړ او دا دی نن ښکلی خوست د هېواد په کچه د رسنیو په ډګر کې مخکښ دی او په ویاړ يې نوم اخیستل کیږي.زه په دې شل کلن بهیر کې د سولې پیغام راډیو ټولو کارکوونکو او لکونو مینه والو ته د دې سترې خوشالۍ مبارکي وایم او هیله من یم، چې دا راډیو به، په پیړیو د خوستیو ولسونو رسا غږ پاتې شي او د دوی د ژوند پرمختګونو، بریاوو او اړتیاوو ته به، په پوره متانت او ثابت قدمۍ  انعکاس ورکړي د نواندیشی تربیون سرپرست او ټول کارکوؤنکی په معاصر تاریخ کی دغه اوږده فرهنګی مزل مبارکی دسولی رادیو بنسټ ایښودونکی محترم زاهدشاه انګار او درنو همکارانو ته یی دزړه له کومی مبارکی وړاندی کوو.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا