گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دتلیفون پرلیکه دټاکنودکمپاینر اوکلیوال ګلزاری ترمنځ مکالمه !!
دتلیفون پرلیکه دټاکنودکمپاینر اوکلیوال ګلزاری ترمنځ مکالمه !!

دتلیفون پرلیکه دټاکنودکمپاینر اوکلیوال ګلزاری ترمنځ مکالمه !!

کمپائنر:  الو الو الو! اورې  ګولزاریه ؟

ګلزارخان:ؤو،ؤواورم آجی صاب. سلامالیکم.ستړی مشې اجی  صاب   کمپائنر: والیکم سام. بس غوږ ونیسه. زه دوه ورځې د جلال اباد کور ته راغلئ یمه. الکه، ځان اخوا دیخوا مه کوه. په تلویزیون کې دې کله د یوه او کله د بل نوماند په کمپاینی غونډو کې ګورم چې کله هاخوا کله دیخوا چورلیږی راچورلیږی! سرکوزیه! په تیرو ټاکنو کې دې رانه شنه لوټونه ووهل او ووټ دې هم رانکړ. ستا د بې غورئ له لاسه خو سکوټ ناکام شوم. غرق دی کړم. اوس ســم شه ووټـــــونه راروان دی.                                             د کلی خلک دې ټول سره راغونډکه مـاته یې سـتړی مشی له  اوله  گلزارخان : ښه ده آجی صاب. بس تیر په هیر. تاهم ډیرې وعدې راسره کړی وی ما هم درسره کړې وې. واى چې څنګه غر همهغه شان یې کربوړئ! خو څومره کسان درولم؟ د دیاړی خبره ورسره وکم که نه؟

کمپاینر: الکه ګلزاریه، ولا اوس ته هم، ګورې ډیر چالاکه شوئ یې. هر وخت د دیاړی خبرې کوې. بس سلو پورې د دیاړی والا راوله، خو ګوره، جامې صفا واچوی چې دیاړی مار معلوم نشی.سم یې پوه که چې له ما شکه مکتبونه، اسپتالونه، سرکونه نومرې…. او هغه بل د الکانو خاریجی مکتب ته څه وایی؟ ….. ها ریختیا بورسونه وغواړی. زه بیا ولسمشرئ ته له خپل نوماند مشر شکه خپل اق غواړمه.داهوم ورله ووایه سې ډوډئ مکلپه ده.د تلویزون والا میم راغوختی دی. د دو ورځو اقو زامه می ورکړی ده.ګلزارخان: سمه ده ته غم مه کوه. و به شی، خو خبره به صفا کوو. ما له څو روپئ راکوئ؟ بله خبره داده چې اوس ټول خلک پوهیږی چې سیزن راروان ده.دیاړی هم اوچته شوې.کلدارې مالدارې هم نه غواړی ډالر غواړی ډالره!

کمپاینر: ګوره! تا بیا د پیسو خبره یاده کړه. اوس تا هم ژبه تیزه او اوږده کړې ده. خلکو ته به لږ ډیره دیاړی ورکړو، خو ډالر مالر اوس نیشته. کله چې زمونږ مشر ولسمشر شو نو بیا به په ډالرو کې مزې کوو مزې! د دوستم په چوکئ به دې کینوم آو کنه یار!ټولو ته ووایه سې پاک پاک کالی لونګئ ګانې پاچونه که هغه نه وی نو پکولونه راواغونځی!ګلزارخان: سمه ده اجی صیب، خو خلک اوس نه غولیږی. ستاسو مشر خو تش ډوډئ زپ ده. سمدم د میالی صیب د میلمنو غوندې ده. یو ځل به دې په غیږ کې نیسی او بیا درباندې سم د کاڼی وار کوی. ولا که رانه د کامیابی بوى هم ووینی. بس پیسې راکوه هغه هم پیشکی. که داسی نشې کولاى نو وخت مى ضائع کوه. له بل کمپاینر سره وعده لرم.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا