گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د طالب او امــریکا مخامخ خبرې او غیــر مســؤلانه څــرګندونې !!
د طالب او امــریکا مخامخ خبرې او غیــر مســؤلانه څــرګندونې !!

د طالب او امــریکا مخامخ خبرې او غیــر مســؤلانه څــرګندونې !!

دنواندیشی یادونه : لکه څرنګه چی ټولواوکم له کمه دنواندیشی درنو مینه والو ته جوته ده موږ یوشمیر جهادی مذهبی روڼاندی او سیاسی فعالان چی له اسلام ، جهاد او زموږ د ټولنی له تاریخی مسیر څخه ځانکړۍ مفهوم او برداشت لرو او په همدی موخه مو اسلام د یوی  باوری نسخی او بنسټ په توګه غوره کړی ده  اوپوهیږو  له  هم هغه  ورځی را پدی خوا چی ددغه مظلوم ملت بچیان د مخالفینو په نوم ونومول شول او د زندانونو او اعدامونو په ګډون د خپل  سیاسی ژوند لوړی او ژوری یی له هجرته تر اقامته په خپلو سترګو ولیدی او وزغملی همدا شان مو د افغانستان د معاصر تاریخ ترټولو لویه او خونړۍ  برخه په میراث واخیسته نو کم له کمه زموږ د بیوزلی ټولنی هغه فکری توکم او قشر چی د تاریخ په دغه خونړی دور کی داسلام مقدس دین  د یوی جامع داسی اجندأ په توګه چی له هر ډول مذهبی ، نژادی ، قومی او نورو مشرکانه  هویتونو لوړه  دانسان او انسانیت مقام ته په درناوی  ولاړه دلاری نقشه او اجندأ ده نو ځکه خو ویلی شو چی په دی اجندأ او دلاری په نقشه کی فکری مخالفت فاجعه نه بلکه د ټولنیزمختګ په لاره کی یوه الهی ډالۍ شمیرو .او تل په دی باور یو چی زموږ په وروسته پاته ټولنه کی دهر سیاسی او فکری خوځښت د ماتی لامل زیاتره د اوسنی انسان ورځنیو پرمختګونو ته په کتنه د هغه دژوندانه څه ډول تیریدو په لاره کی د طبیعی تکامل په وړاندی متحجرانه بغاوت او د ټولو سیاسی او فکری خوځښتونو په ځواب نه درلودلو ولاړه ده . که څه هم داسلام مقدس دین دهغی د فکری بنسټ یا قرآن کریم ته په کتنه چی توحید او عدالت یی دوه لوې ستنی بللی شی دغه ضرورت د ” اجتهاد “ په نوم چی په یوه متعهد عقل ولاړ جوړښت دی داسی چی انسان به انسان او انسانیت ته په درناوی د خپل ژوندانه په درشل کی خپلی اړتیاوی او ضرورتونه  په عقلانی او علمی بنسټونوترلاسه کوی په کلکه سره په پام کی نیولی دی خو له بده مرغه د بنیادمو مادی حرص اود اسلام مقدس دین څخه ابزاری ګټه پورته کول چی اصولآ د « اجتهاد » پر میکانیزم ولاړ اصل بللی شی ددی سبب شوی دی چی د یوه متحول اومتحرک « اجتهادی » میکانیزم پر ځای یو تاریخی او په ټپه ولاړ د اسلام د مقدس دین د لومړنیو وختونو « اجتهاد » دننی انسان لپاره هم دلاری د نقشی په توګه معرفی کړی او عجیبه یی لاداده چی همدغه شانی « اجتهاد » پر عقل او علم باندی د باور په نوم وړاندی کوی او وایی چی موږ پر عقل او علم باور لرو خو نه پوهیږی چی کوم علم او کوم عقل ؟ یوازی د شعار په بڼه پر علم او عقل  باور درلودل کافی نه دی بلکه باید کلک باور ولری چی د اوسنۍ زمانی متعهد علم او معاصر عقل چی کولای شی د اوسنی نړی اړتیا پر هر جغرافیاوی محیط کی یوازی د توحید اورښتینی  عدالت پر بنسټ د علم او دین په بسترکی وڅیړی اود حل معقوله او عادلانه لاره ورته پیدا کړی .

خو حالاتو او دطالبانو د تحریک فکری بنسټ ته په کتنه ویلای شو چی ددوی له اسلام او مذهب څخه برداشت هم پریوه تاریخی عقل او برداشت ولاړ دی دا په دی معنا دی چی د طالبانو تحریک  هم د اوسنی پرمختللی انسان چی هره ورځ له نویو، نویواختراعاتو او تغییراتو سره مخامخ دی دلاری علمی او عقلانی نقشه اواجندأ نلری اونه شی کولای دتوحید او عدالت پر مټو د اوسنی« انسان » اړتیاؤ ته  ځواب ووائی . رابه شو په ملت کی د طالبانو نفوذ او ملاتړ ته ! زموږ اسناد او سیاسی څیړنې ، تجارب او مطالعات  دا ښیی چی د طالبانو په نوم د اسلامی غورځنګ زړې او هسته ډیر پخوا او هان د ۱۳۵۷ کال د غوېی د کودتا پر بریالیتوب د پیښور په مالګه منډېی کی د مهاجرو علماؤ په لاس د حزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار او د جمیعت اسلامی د خدای بښلی مشر استاد برهان الدین تر مینځ د شخړی د حل په موخه د یوی ډلی علماؤ له لوری چی په مالګه منډیی کی د پاکستان د اسلامی جماعت په میلمستون کی سره راټولیدل  کیښودل شوی ؤ (۱) چی وروسته د هجرت او جهاد په چاپیریال کی د پاکستانی پوځ د عمومی امنیتی استراتیژۍ په تناسب ورته بدلون ورکول کیده چی د افغانستان د جهاد په وروستیو کالونو کی یی د عبدالله ذاکری په مشری چی اصلی نوم یی ملا صاحب جان آخندزاده او په کندهار کی د خدای بښلی مولوی محمد نبی په مشرې د حرکت انقلاب اسلامی ولایتی امیر ؤ د شورای عالی  اتحاد علمای افغانستان په نوم د پیښور په پبو سیمه کی داستاد عبدالرب رسول سیاف په دفترونو کی ورته یو دفترپرانیست.عجیبه داده  په هم هغه وخت کی چی د شورای اتحاد علمای افغانستان په نوم یی د خدای بښلی مولوی عبدالله ذاکری په مشری دفترپرانیست نود پاکستان پوځی مقاماتو په پاکستان کی د ټولو میشته سیأ سی  ډلوڅخه وغوښتل چی دغه شوری ته دعلماؤ استازی ورمعرفی کړی دا ځکه چی دوی په پاکستان کی د افغان  مجاهدینو د یووالی داعیه پرمخ بیایی . په هرحال ویلای شو چی د پاکستان په تاریخ کی په لومړی ځل یو ارزان بیه په عقیده مین داسی  ځواک را خوټیدلی ؤ چی د پاکستان امنیتی دکتورین یی ګام په ګام د عمل تر ډګره رساوه . چی وروسته د  ۱۳۷۵کال د  میزان یا تلۍ په ۶ مه  په لومړی ځل د کابل پر ارګ ورننوتل . اوکابل د عربی او پنجابی ملیشاؤ ترمینځ وویشل شو .

دا بیله خبره ده چی روسان ، چین ، ایران او انډیوالان یی له طالبانو نظامی او مالی ملاتړ کوی ! زموږ په آند له هغه وروسته چی دپاکستان پوځ له ډیروهلوځلوسره سره ونه توانید د ملا فضل الله په مشرۍ تحریک طالبان پاکستان د ځینو پاکستان دښمنه استخباراتی کړیو خلاص او د پاکستان د استراتیژیک عمق په ډګر کی یی لوبی ته وهڅوی او د ځینو خاصو استخباراتی کړیو په مداخله د پاکستان د پوځ او تحریک طالبان پاکستان د روغی جوړی خبری بریالۍ نه شوی نو پاکستانی پوځ په پاکستان کی د نوازشریف په مشرې ملکی حکومت د راپرځولو پلان  جوړ کړ چی که څه هم نوازشریف د پخوا په څیریوځل بیا هغه ناکامه تجربه تکرار کړه چی جنرال پرویز مشرف یی د خپل اقتدار د ټینګتیا په موخه یوازی په دی هیله چی ګنی جنرال پرویز مشرف په یوه سکولاره ترکیه کی خپلی نظامی زده کړی سرته رسولی دی دهغه په مرسته به وکولای شی دپاکستان استراتیژیک عمق له پوځی میز څخه ملکی برخی ته  را انتقال کاندی  . دا ځل یی هم جنرال راحل شریف د پوځ سرلښکر ټاکلی ؤ خو د پوځ دکودتا د عملی کیدو پروګرام د عمل ډګر ته ورنږدی کیده اوباید وویل شی چی د پاکستان د کورنیو چارو وزارت سره تړلیو څارګرو شبکو د پاکستان د پوځیانوپه ځانګړی توګه د نظامی استخباراتو I.S.I ټول حرکات  له نږدی څارل چی وتوانیدل د پاکستانی پوځ د استخباراتو یا  I.S.I د نوازشرف دحکومت پر وړاندی د راپرځولو ټول پروګرام ثبت او د کودتا دعملی کیدو نیټه هم پیدا کړی .

نو دپاکستان دوخت لومړی وزیر نوازشریف چی کله دغه ضبط شوی راپور واورید نو سمدلاسه یی د پوځ سر لښکر جنرال راحل شریف راؤغوښت او تری ویی پوښتل چی موږ ته داسی  راپورنه راغلی دی چی ګنی پاکستان پوځ غواړی د یوی پوځی کودتا له لاری واک ته ورسیږی ! آیا تاسو هم په دی اړه څه آوریدلی دی که یه ؟ جنرال راحل شریف چی د پاکستان پوځ د څارګری اداری I.S.I څخه یی هیڅ شانی خبر نه درلود نو ورته وی ویل چی زه هیڅ خبر نه یم نویی سمدلاسه  ورته د I.S.I د پخوانی  رئیس جنرال ظهور الاسلام په غږ کی هغه فیته واوروله چی د ملکی استخباراتی شبکو له لوری ثبت او ضبط شوی وه چی ددغه فیتی په اوریدو راحل شریف په بیړه سره د جنرال ظهورالاسلام د حاضریدو امروکړ چی په نتیجه کی یی ظهورالاسلام ددغه فیتی په اوریدو دراحل شریف ددغه پوښتنی په هلکه چی آیا دا ستاسو غږدی او که ستاسو غږ وی نو ولی مو غوښتل چی پر یوه منتخب حکومت پوځی کودتا ترسره کړۍ ؟ جنرال ظهور الاسلام په ټینګه او جرئت سره ورته وویل چی بلی ! دا زما خپل غږدی خو ما د منتخب نه بلکه دیوه داسی متقلب حکومت د راپرځیدو پروګرام جوړ کړی ؤ چی زموږ دملی ګټو پر خلاف یی د وطن ددښمنان سره لاس یوکړی ؤ او موږ ته هم بله چاره نه وه پاته . دیادولو وړ ده چی له دی پخوابه د تحریک طالبان پاکستان د ځینو افراطی کړیو له لوری د ابوبکر بغدادی سره چی دداعش یا اسلامی دولت امیرالمؤمنین ټاکل شوی ؤ د افغانستان او پاکستان په سرحدی غرنیو سیمو کی  په  یوه محلی عربی لهجه دبیعت مراسم ترسره کیدل  چی دا او ځینی نور څه د پاکستان د امنیتی دکتورین پر خلاف او د عربستان په مشرې د ځینو  نورو استخباراتی  کړیو هدفونه  او موخی وګڼل شوی  . او دسیمی په کچه یی هم دغه دبیعتونو لړی یوه عربی او امریکائی پروژه وګڼله . په هر حال ددغه تلاشونو په نتیجه کی پاکستانی پوځ وتوانید  چی روسیه ، چین ، ایران او په سیمه کی نور هیوادونه هم له طالبانو څخه ملاتړته برابر کړی . اصلی خبره داده چی د طالبانو مخالفین یا اوسنې دملی وحدت په نوم چارواکی تر بل هر وخته زیات کمزوری او بی خونده دی چی په افغانستان کی دقدرت په زرګونو مرکزونه  ددی سبب شوی دی چی دطالبانو په نوم مخالفینو ته د حاکمی مافیائی ادارۍ په پرتله د زورور په سترګه  وکتل شی . زموږ لپاره اساسی خبره داده چی دواړه لوری  طالبان او دکابل چارواکی د مسألی د حل په موخه د ویلو لپاره څه وړاندی کولای شی ؟ او آیا دا به کافی وی چی یوازی په دی وویاړو چی ګنی موږ وتوانیدو خپل دښمن ته مو زور وروښود او خبروته مو حاضر کړ ؟ کوم دښمن او کوم زور ؟ موږ په کلکه باور لرو تر څو چی د پاک قرآن په وینا په خپل ټول توان سره په ځان کی د قدرت ، ثروت ، شهرت او نورو راز راز غرائزو په وړاندی د مقاؤمت رښتیانی قوه راژوندی نه کړو او دنور حقوقو او انسانی کرامت په پام کی ونه نیسو او دهغی په پایله کی د خپلو خدا دادو امکاناتو او ظرفیتونو ته په کتنه د امکاناتو څخه د استفادی نقشه جوړه نه کړو که ټول حکومتی واک هم یوی ډلی ته وسپارل شی هغه به مشروع نه وی . اوس چی تکړه لیکوال او شنونکی ښاغلی نظر محمد مطمئن « د طالب او امریکا مخامخ خبرې او غیر مسؤلانه څرګندونې » تر سرلیک لاندی لیکنه خپره کړی او دادی تر موږه یی هم رارسولی ده له ښاغلی مطمئن څخه په زیاته مننه ددغه لیکنی په اړوند مو دنواندیشی تربیون نظرهم ددغه لیکنی دلاغښتل تیا  په هیله ترتاسو درورساوه .

(۱) : مأخذ : مولوی محمد نبی (محمدی ) دطالبانو د پوښتنو په ځواب کی : دچاپ اهتمام مــــلا اســــدالله ( حنفی ) اول چاپ د ۱۳۷۴ کال دسلواغی میاشت

________________________________________

د روان کال، جولای میاشت په درېمه اونۍ کې، له ۱۷ کلنې جګړې وروسته، د امریکا د بهرنیو چارو، پینټاګون او سی آی اې ګډ هیئت په دوحه کې د طالبانو د سیاسی دفتر له مشرانو سره ناسته وکړه، دوه ورځې مسلسل د دوی تر منځ یوازې د راتلونکی اړوند رغنده خبرې وشوې، او دواړه لوری تمه لری چې همدا خبرې به دوام پیدا کړی.نه یوازی افغانان، بلکې د نړۍ ډیر ملتونه همدا ستونزه لری چې د جګړې له بریا وروسته په سیاسی برخه کې ناکام ثابت شوې. افغان ولس د طالبانو ملاتړ وکړ، او ۱۷ کاله له امریکا سره جګړه وشوه، او د امریکا د ولسمشر ټرمپ نظامی تګلاره په امریکا، افغانستان او نړۍ کې تر سوال لاندی راغله، له بشپړې ناکامۍ سره مخ وه، امریکا غوښتل چې د ټرمپ د تګلارې د ارزونې لپاره خپل امریکایې ولس ته کومه لاسته راوړنه وښیې.

                   اوربند

د ۲۰۱۷ ز کال ډسمبر میاشت کې په اوسلو کې، له افغانستان سره د نړیوالو مرستندویه هیوادونو غونډه کې میرمن الیس ویلز له پخوانی طالب چارواکې سره له خبرو وروسته په دی وپوهول شوه چې طالبان د کوم هیواد تر نفوذ لاندی نه دی، او نه هم په حکومت کې د ونډې اخیستلو او شراکت هوډ لری.یو په بل پسې لوړ پوړې امریکایې جنرالان کابل ته راغلل، دلته یې له ځینو پخوانیو په خپل دریځ پاتې طالبانو سره لېدنې وشوې، د امریکایې جنرالانو لخوا د اوربند طرحه وړاندی شوه، ډاکټر غنی اته ورځنی اوربند اعلان کړ، او په کوچنې اختر کې د طالبانو له خوا درې ورځنی اوربند، چې تر ډیره اوربند په کور دننه او نړیواله کچه د طالبانو په ګټه تمام شو.امریکایې، افغان او ناټو چارواکې تمه لری چې راتلونکی لوی اختر کې به هم اوربند وشی، تر دې مهاله طالبانو د اوربند اړوند څرګندونې نه دی کړی، ولی طالبان به په دی فکر کوی چې د تیر اختر اوربند لاس ته راوړنې وساتی.

مخامخ خبرې او رسنۍ

بالاخره هغه څه چې افغان ولس یې تمه درلودله، چې د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې وشی، امریکا ومنله، امریکایې لوړ پوړې چارواکې او جنرالان کابل ته راغلل، همدلته کابل او په ځینو نړیوالو غونډو کې یې له ځینو بې پلوه افغانانو سره لېدنې وشوې، دې پایلې ته ورسیدل چې له طالبانو سره مخامخ خبرې د افغان کشالې او ستونزو د حل یوازینۍ لاره ده.ستونزه داده چې ځینې کورنۍ او ځینې بهرنۍ رسنې د طالبانو او امریکا د مخامخ خبرو اړوند منفی راپورونه ورکوی، ذهنتونه مغشوش کوی،

داسی څرګندونې چې د افغان سولې اړوند منفی تاثیرات لری.د افغان سولې اړوند تر ټولو منفی راپور د اګسټ پر ۲مه، د ډیلی بیسټ راپور وو، چې د میرمن رافیل او کولینډا له خولی ویل شوې  چې طالبان به په مشروط ډول د بهرنیو پوځیانو له شتون سره هوکړه وکړی.میرمن رافیل چې اوس مهال رسمې دنده نه لری، یو وخت په اسلام اباد کې د امریکا سفیره وه، او کولینډا چې یو وخت په پنټاګون کې مهم شخص وو، دواړو د خپل شهرت له امله د سولې اړوند داسی څرګندونې کړی، په باوری ډول د طالبانو او امریکا  مخامخ خبرې زیانمنی کولای شی، او که چیرته بیا هم د دوی په خوله امریکا خپله غیر رسمی تګلاره وړاندی کوی، نو امریکا هغه تیروتنه کوی چې په تیرو ۱۷ کلونو کې یې وکړی او کومه نتیجه یې نه درلودله.

ما (لیکوال) او ډاکټر فیض محمد ځلاند د جون میاشتی په وروستی اونۍ کې  دوه ځله په کابل کې د امریکا پخوانۍ د بهرنیو چارو مرستیال وزیره رابن رافیل، د پګواش ادارې مشر ښاغلی پاولو او متقاعد ډګروال کریسټوفر کولینډا  سره ولیدل، هغوی د ګډ حکومت له مشر ډاکټر غنی، مخکینې ولسمشر حامد کرزی، استاد سیاف، انجنیر حکمتیار، یونس قانونی، احمدضیا مسعود او ګڼو افغان سیاستوالو سره لیدنې درلودلې.په وروستۍ ناسته کې ځلاند او ما (مطمئن) له دوی څخه دا پوښتنه وکړه، چې تاسی له افغان چارواکو او سیاستوالو سره ناستې درلودلې، کوم ټکې دی چې تاسی ته ویل شوې، او د افغان کشالې حل پکې را وتلای شی.

ښاغلی پاولو وویل:

۱ – د امریکا او طالبانو مخامخ خبرې

۲ – مذاکراتو کې د ټولو سیاسی ګوندونو شتون

۳ –  حکومت کې مالی او ادارې فساد  د سولې مخ کې خنډ

۴ – راتلونکی کې د اوربند لپاره کار کول، او دپاکستان څخه مرسته غوښتل

۵ –  د لنډ مهاله حکومت جوړول

۶ – د بهرنیو ځواکونو شتون، د هغوی وتلو اړوند د سیاسی ګوندونو اندیښنه، چې بیا ځل د نوېیمو کلونو تکرار (کورنۍ جګړه) ونه شی.ډیلی بسټ لیکلی چې میرمن رافیل او کولینډا په دوحه کې له طالبانو سره درې ځله لیدلی، څومره چې موږ معلومات وکړل، دوی دواړو له اصلی طالب ادرسونو سره نه دی لیدلی او نه هم طالبانو د بهرنیو پوځیانو د شتون اړوند له دوی سره دا ډول خبرې کړی.اوس چې د افغان سولې اړوند پرمختګ لیدل کیږی، ځینې کړۍ به هڅه کوی چې همدا پروسه ټکنۍ او ځنډنۍ کړی، افغان حکومت لا هم تمه لری چې د ځینو ادرسونو په مرسته له طالبانو سره پټې ناستې وکړی، او د هغې ډول سولې تمه لری کوم چې د حکومت او حزب اسلامی تر منځ وشوه.

د طالبانو  سکوت

امریکایې رسنۍ د امریکا – طالبانو مخامخ خبرو اړوند بېلابېل راپورونه ورکوی، خو طالبان پټه خوله دی، په کار وه چې طالبانو هم په دی اړه څرګندونې کړی وای، ځکه هغه څه چې دوی غوښتل، لومړی قدم کې یې تر لاسه کړل، او امریکایان مخامخ خبرو ته چمتو شول.ولی برعکس امریکایې رسنۍ بیا راپورونه ورکوی چې امریکایان خپل هدف ته ورسېدل، طالبان د جګړې د شدت له امله چمتو شوې چې د بهرنیو پوځیانو حد اقل یوه اډه ومنی.لا هم په پنټاګون او د امریکا بهرنیو چارو وزارت کې د ځینو رسمی کارکوونکو لخوا دا ږغ بدرګه کیږی چې طالبان دی له امریکا سره حد اقل یوه اډه ومنی، همهغه خبرې کوی کوم چې د رابن رافیل او کولینډا له خولی په ډیلی بیسټ کې ویل شوې.

ستونزه داده چې طالبان لا هم په سیاسی برخه کې ستونزې لری، او دا د پرتلې وړ هم نه ده چې طالبان به له امریکا سره د ډیپلوماسی له مخې ښه په مخ ولاړ شی.یوه خبره چې زه (لیکوال) یې ډیر ځله کوم، په خبرو کې د طالبانو رښتونوالی ، او رڼه تګلاره، چې ناسمه ډیپلوماسی، چل، فریب او هاخوا دیخوا خبرې پکې ځای نه لری، طالبانو ته ډیره ګټه کړی، د امریکا بخت دلته خراب دی چې له داسی دښمن سره مخ ده، چې هغوی له امریکا سره په نا سمې ډیپلوماسی  او وخت ضایع کولو باور نه لری.طالبان رڼه خبره او رڼه پریکړه غواړی، که له امریکا سره د ځینو هیوادونو او ډلو په څیر د وخت ضایع کولو او نامناسبې ډیپلوماسۍ لاره ونیسی، پرته له شکه، امریکا به د افغان سولې پروسه دومره بدرنګه کړی، لکه د فلسطین او اسرایلو د سولې بې پایلې پروسه.په کار نه ده چې طالبان د ډیپلوماسی له کارولو ویره ولری، پښتو کې متل دی : ” بلا به په مخ وهی”، دا معنی چې تېښته به نه کوی، مخامخ به پرې ورځی.دا ډول په اسلام کې هم سالمه ډیپلوماسی کارول مخېنه لری،دخبرو،اړیکواونرمولارو په وسیله د ستونزو حل او هدف ته رسېدلو له پاره ښې رغنده اوکارنده ډیپلوماسی ته اړتیا لېدل کیږی.

طالب او د مسؤلیت احساس

سوله تر جګړې سخته ده، او په احتیاط باید قدمونه واخیستل شی، په کار خو دا وه چې د طالبانو د سیاسی کمیسون غړو وار له مخه په کور دننه، امریکا، اروپا او نورو سېمو کې داسی افغانان په نښه کړی وای چې هغوی د سولې اړوند پوهاوی او تجربه لری، او د هغوی څخه یې ډیر څه اوریدلی وای، داچې عملی وی یا نه، دا بیا د طالب مشرانو خپل واک وو.داسی ښکاری چې لا هم طالب فکر کوی چې هر وخت باید په دوی پسې خلک وګرځی، دوی اړتیا نه لری چې د کوم پوه او تجربه لرونکی افغان له نظریاتو او پوهاوی څخه برخمن شی، ولی په سیاسی لحاظ، او د وخت په دی حساس پړاو کې په کار ده چې طالبان تر پخوا لا زیات په سیاسی، مطبوعاتی او نورو برخو کې فعاله شی، او له افغان سیاستوالو سره خپلې رغنده اړیکې ګړندۍ کړی.سکوت، نه حرکت، نه فعالیت، هغه اندیښنې او نیوکې دی چې پر طالب سیاستوالو کیږی، نه یوازی داچې طالبان له مصلح افغانانو سره اړیکې وساتی، په کار ده چې له خپلو مخالفو لورو سره ډیرې تیزی اړیکې جوړې کړی، له امریکا سره مخامخ خبرې ګرده ستونزه نه شی حل کولای، هغه څه چې په امریکا پورې اړه لری، هغه کار به وشی، ولی دلته په کور دننه د شمال ټلوالې پخوانی جوړښت غړی، د حزب اسلامی، نوی سیاسی ګوندونو او ځوانو مدنې حرکتونو سره اړیکو جوړولو، د هغوی اندیښنې لیری کیدو ته ژوره اړتیا لېدل کیږی.د ایران، پاکستان، منځنۍ اسیا هیوادونو، روسیې او هند اندیښنې لا هم پر ځای پاتې دی، اوس چې طالبان له امریکا سره مخامخ خبرې کوی، اړینه ده چې همهاله له یادو سېمئیزو هیواد ونو سره د افغانستان راتلونکی اړوند او دهغوی اندیښنو ته قانع کوونکی ځواب ولری.

کوم ډول حکومتی جوړښت

ښکاره ده چې په یوازی ډول نه طالب، نه حکومت، نه شمال ټلواله او نه هم سیاسی ګوندونه حکومت کولای شی، اړینه ده چې افغان شموله داسی نظام چې هر افغان پکې خپل ځان ووینی جوړ شی.ددې لپاره طالب او د سیاسی ګوندونو مشرانو، هر لوری ته په کار ده چې یو له بل سره رغنده اړیکې جوړې او د راتلونکی په اړه یو له بل سره نظریات شریک کړی.افغان حکومت په ټوله معنی د لنډ مهاله حکومت مخالف دی، او مخالفت به یې کوی، هڅه به کوی چې امریکا بیاځل که دوی وتوانیږی قانع کړی چې له طالبانو سره مخامخ خبرو کې ډیر مخته ولاړ نه شی، پېل یې وکړی، او نور مسایل پریږدې چې د افغان حکومت تر مشری لاندی مخکې یوړل شی. ولی دا به په دی معنی وی چې جګړه اوږدیږی، که ټاکنې کیږی، او د ټاکنو پر بنیاد راتلونکی ۵ کلن حکومت ټاکل کیږی، په دی معنی چې موږ ۵ نور کلونه هم سولې ته نه شو رسیدای او په جګړه کې به ښکېل پاتې شو.اوس چې په کور دننه ډیر سیاسی ګوندونه، نړیواله ټولنه او حتی امریکا دی پایلې ته رسیدلی چې د افغان جګړې د ختم یوه لاره لنډمهاله حکومت دی، په دی اړوند افغان لوړ پوړو چارواکو ته په کار ده چې حوصله، زغم او انعطاف ولری.که امریکا او افغان حکومت هڅه کوی چې طالبان هم د حزب اسلامی په څیر له افغان حکومت سره د سولې پروسې د لارې جګړې ته خاتمه ورکړی، د حکومت برخه شی، او راتلونکی کې د یو سیاسی جوړښت په بڼه په ټاکنو کې برخه ولری، په دی معنی ده چې لا هم سولې ته ژمنتیا به نه وی، ځکه د  افغان حکومت په چوکاټ کې له امریکا، ناټو، هند، بریتانیا، پاکستان او ځینو نورو هیوادونو سره بېلابېل تړونونه منل شوی، امریکا او نړیوال هڅه کوی چې همدا شوې تړونونه په خپل حال پاتې شی، او مشروعیت یې تر سوال لاندی رانه شی.که پر لنډ مهاله حکومت د امریکا – طالب او افغان سیاسی ډلو ترمنځ توافق کیږی، په دی معنی چې شوې تړونونه به لغوه اعلان کیږی او په راتلونکی کې به د یو منتخب حکومت لپاره په ګډه ټول افغانان کار کوی، تر څو افغان شموله نظام ولری.تمه ده چې امریکا د سولې مذاکراتو اړوند د طالبانو لیوالتیا، صداقت او رڼه تګلاره درک کړی، خپله هم رغنډه تګلاره غوره کړی، له چله ډکې ډیپلوماسی او د سولې په نوم د جګړې د اوږدیدو طرحې کوم لوری ونه لری. همدارنګه طالبان هم د سکوت له حالت څخه راووځی، سولې ته د رسیدو لپاره خپله تګلاره له افغان ولس سره شریکه  او د افغانانو نظریاتو او تجربو  څخه په دی حساس وخت کې سمه ګټه پورته کړی.طالبانو ته په کار ده چې تحرک او ابتکار وښیې، بلکی د ننۍ نړۍ پر پېچلی ډیپلوماسی هم ځان پوه کړی، د مذاکراتو پر پیچلتیاوو غور وکړی، خپل ولس او نړۍ ته خپل پېغام په سم ډول سره ورسوی، همدارنګه د مقابل لوری او نړۍ پېغام هم په سم ډول واخلی او پر خپل وخت لاس په کار شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا