گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » پرکوکنارود بندیز اونه کرلو فرمان!
پرکوکنارود بندیز اونه کرلو فرمان!

پرکوکنارود بندیز اونه کرلو فرمان!

کله چی نن ورځ د ۱۴۰۱ هجری لمریز کال د وری په ۱۴ نیټه د طالبانو ددائیم انلائین ویاند   لخوا د یوه ټویټری پیغام په ترځ کی کورنیواو بهرنیو رسانو ته بلنه ورکړای شوی وه ترڅو د امیر المؤمنین شیخ هیبت الله آخندزاده لخوا د صادر شوی فرمان داعلان په مراسمو کی ګډون وکړی نو موږ هم ؤپتیله چی دغه موضوع چی نه یوازی زموږ دهیواد ځوان راتلونکی نسل او ننی افغانستان له برخلیک سره تړلی ده په غور سره تر کتنی لاندی ونیسو .

د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده د یو فرمان په ورکولو سره په ټول افغانستان کې د کوکنارو کښت منع اعلان کړ.د طالبانو حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن یکشنبه اپرېل دریمه (وري ۱۴) خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د یاد فرمان له صادرېدو وروسته په ټول هیواد کې د کوکنارو کښت په «مطلق» ډول بند دی.په دغه فرمان کې ویل شوی:“د دې فرمان د صدور له نېټې وروسته د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع دی او هیڅ څوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نکوي… د دفر مان تعمیل لازمي دی، که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضايي ادارو له لوري به تعقیبیږي او مجازات کیږي به.” د طالبانو د مشر په فرمان کې ویل شوي که چیري هر څوک له دغه فرمان څخه سرغړونه وکړي د کوکنارو کښت به یې له منځه وړل کیږي او په خبره یې له سرغړونکي سره به یې د« اسلامي شریعت» له مخې چلند کیږي.

په فرمان کې د الکولي مشروباتو، هیروئین، شیشه، ټابلېټ کا او چرسو په ګډون د نورو نیشه موادو پر استعمال، انتقال پېر او پلور باندې هم بندیز لګول شوی دی.کتونکی وایی په داسی حال کی چی د طالبانو د حکومت له ټولی نړې سره هیڅ شانی تجارتی او سیاسی  اړیکی نلری او دنړی لخوا دیوه مسؤل او مشروع دولت په توګه په رسمیت نده پیژندل شوی داسی له ریأ ډکی کړنی او اقدامات به کوم ځای ونیسی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا