گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانودامنیت پوقانه وچاودیده!
دطالبانودامنیت پوقانه وچاودیده!

دطالبانودامنیت پوقانه وچاودیده!

څه ښه امنیت راغلوله هرات ترکابل شپه او ورځ ګړندی په مالونو بار موټری روانی دی او په ډاډه زړه منزل وهی ! که څنګه غلام خانَ ! یاره شیرمد خانَ تاته دی وویل شی هسی چی وایی په ډاډه زړه ، په توره شپه کی…… اوبس هسی دروغ دی !همدا نن مود کابل ښارپه زړه پریوه میلمستون دډزونوآوازونه تر غوږو شول !

دا ته څه وائی غلام خانَ! بس زه همدا وایم دا هسی آسمان په……. ویشتل دی ! نن د طالبانو جارچی په مستعارنوم ځان ذبیح الله خان مجاهد بولی په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل چی  د کابل په شهرنو سیمه کې په یوه هوټل باندې برید د ۳ بریدګرو په وژل کیدو پای ته ورسید.د هوټل ټول میلمانه ژغورل شوي او هيڅ کوم بهرنی تبعه ندی وژل شوی.صرف ۲ تنه بهرني میلمانه هغه مهال ټپيان شول چې له لوړ چټ څخه يې ځان را وغورځاوهکا کا مجاهد دا نه دي ویلي چې بهرنيان د کوم هېواد وګړي دي.کابل کې د طالبانو پولیسو مخکې ویلي وو “نن ماسپښین شاوخوا دوه نیمې بجې د کابل ښار شهر نو سیمه کې د یوه هوټل ودانۍ چې عام وګړي په کې اوسېږي، د شریرو عناصرو له خوا تر برید لاندې راغله.”‌

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا