گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانو بیا راتګ دکتاب لیکوال حسن عباس څرګندونو ته یوه کتنه
دطالبانو بیا راتګ دکتاب لیکوال حسن عباس څرګندونو ته یوه کتنه

دطالبانو بیا راتګ دکتاب لیکوال حسن عباس څرګندونو ته یوه کتنه

لکه څنګه چی خبر یاست د امریکا د ملی دفاع د پوهنتون یوه پاکستانی ټباره امریکاېی استاد چی حسن عباس  نومیږی په وروستیو «د طالبانو بیا راتګ »تر عنوان لاندی په انګریزی ژبه یو کتاب لیکلی چی  ګمان کیږی په راتلونکولنډو ورځو کی به بازار ته را ووزی ! دامریکا غږ آشنا تلویزیون ددغه کتاب د لیکوال سره لنډه شانی مرکه کړی ده چی نواندیشی تربیون هم لازمه بولی د کتاب دلیکوال د څرګندونو په رڼا کی پری ځغلنده رڼا واچوو .

دکتاب لیکوال په سر کی د طالبانو د بهرنیو چارو د دسرپرست وزیر امیر خان متقی په هکله وویل چی امیرخان متقی د پاکستان د پخوانی پوځی مشر جنرال باجوه سره ډیری زیاتی لیدنی کړی دی نورو وزیرانو به هم ورسره په منظمه توګه کتل دا ملاقاتونه په لومړیو ورځو کی ډیر زیات ؤ چی آن دطالبانو زیاتره وزیران به په ځانګړو چارتر الوتکو یا کرایه کړای شویو الوتکو کی به دځینو مهمو پریکړو لپاره پاکستان ته بیول کیدل په دوی که ملا هیبت الله ته دپاکستان لاس رسۍ نه کیده امیر خان متقی او په دوحه کی ناستو طالبانو ته لاس رسۍ ډیر آسان کار ؤ او دلویو فیصلو لپاره به یی دوی راوستل !د طالبانو سره دهند داړیکو په هکله ماته ویل شوی ؤ چی هند لومړی د حقانیانو سره رابطه لرله هغوی دسراج الدین حقانی سره لومړی تماس ونیو لو خو له هغه سره یی خبری ونه شوی بیا هغوی د انس حقانی سره تماس نیولی ؤ ملا امیر خان متقی غوښتل چی له هند سره اړیکی ونیسی خو داخبره یی چی پاکستانی چارواکو ته ورسوله نو جنرال باجوه یی ملګرتیا وکړه هغه طالبانو ته وویل چی پاکستان د طالبانو په رسمیت پیژندنه او پیسی غواړی که هند پخوا په افغانستان کی پیسی او پانګی آچولی نو که بیا داسی کوی نو سم کار دی . اوطالبانو ته یی وویل چی له هند سره اړیکی ولرۍ جنرال باجوه بیا له هند سره هم تماس نیولۍ ؤ او هند ته یی ویلی ؤ اودایی ورته دیوه ښه نیت په توګه یاد کړی ؤ . وروسته شهناز نفیس د امریکا غږ خبریالی د« طالبانو بیا راتګ » دکتاب له لیکوال ښاغلی حسن عباس څخه ؤپوښتل چی آیا ستاسو پلټنی هغه راپورونه رد کوی چی وائی افغان طالبان نور دپاکستان تر اثر او نفوذ لاندی نه دی . ښاغلی حسن عباس داسی ځواب ورکړ : هغو دغه راپورونه غلط دی چی که څوګ وایی چی ګنی د افغان طالبانو له پاکستان سره اړیکی نشته دا داسی وینا ده چی هیڅ ثبوت نلری . زه به داخبره وکړم ما په دی کتاب کی هم لیکلی ده کله چی د طالبانو ددفاع وزیر دپاکستان پر ضد بیانونه ورکول نو ما له یوه جګپوړی پاکستانی چارواکی څخه پوښتنه وکړه چی هغه خو( دطالبانو ددفاع وزیر ) وایی چی که چیری پاکستان بیا حمله وکړه نو ځواب به ورته ووایی نو لوړ پوړی چارواکی وخندل اوراته ویی ویل چی د ملا یعقوب کورنۍ په کراچی کی ژوند کوی هغه ته موږ چارتر الوتکه ورکوو چی ولاړ شی او په کراچی کی خپله کورنۍ وګوری او هغه ته پته ده چی بیرته کراچی ته به راځی . چیلنجونه شته کله چی د TTP یعنی تحریک طالبان پاکستان خبره راځی نو انکار تری کیدلای نه شی . افغان طالبانو بیخی انکار کړی ؤ خو اوس خبری روانی دی . افغان طالبانو ویلی ؤ چی پاکستانی طالبانو ورکولای نه شی خو دپولی لیری به چیرته بل ځای میشت شی خو ددی لپاره یی پیسی غوښتلی خو پاکستان له پیسو نه انکار وکړ اواوس ددریمی ډلی په طمع دی طالبان ولی پاکستانی طالبان پاکستان ته نه ورکوی ځکه چی له طالبانو سره ویره ده چی که بیا کوم لویدیز هیواد کی برید کیږی که موږ ته دامعلومیږی چی دغه حمله داعش یا القاعده کړی ده نوپړه به یی په افغان طالبانو آچول کیږی  اوبیا به پری حمله کیږی پوځ به نه ځی خو برید به پری کیږی نوفغان طالبانو ته پته ده چی بیا به په مشکل کی وی بیا به چیری ځی ؟ دوی به بیا غرونو ته خیږی وروسته شهناز نفیس د امریکا غږ خبریالی د« طالبانو بیا راتګ » دکتاب له لیکوال ښاغلی حسن عباس څخه داسی  ؤپوښتل :

یوه بله پوښتنه داده چی په تیرو شلو کالونو کی پاکستان تل دا تور پوری کاوه چی هند افغان خاوره دپاکستان پر ضد کاروی لته کله یی هم کوم ثبوت نه دی وړادی کړی . نو بیا اوس پاکستان ولی د هند دیپلوماتانو افغانستان ته د تګ اجازه ورکوی ؟ ښاغلی حسن عباس څخه داسی ځواب ورکړ: ددی مهم علت دادی چی پاکستان د طالبانو په رسمیت پیژندنه غواړی خو دابه هله کیږی چی ټول سیمه ایز هیوادونه دی ته راضی شی . پاکستان د چین او طالبانو ترمینځ اړیکی هم برابروی دوی ته معلومه ده چی هند یوډیر لوی هیواد دی او ګوښه کیدلی نه شی دهند اندیښنه داده چی په افغانستان کی لشکرطئیبه ، لشکرجنګهوی او جیش محمدی ځای جوړ نه کړی چی بیابه په هند حملی کوی هند پخوا دځینو طالبانو سره اړیکی درلودی اوپاکستان غواړی چی سیمه ئیز هیوادونه طالبان ؤپیژنی او اقتصادی هلی ځلی پیل شی . خوزه وایم چی دغه هیوادونه باید پر طالبانو په هیواد کی دننه پر برابری او امنیت زور واچوی او فشار پری راوړی چی زاړه پاله فکرونه پریږدی خو زما اندیښنه داده چی داسی نه کیږی . خیږی وروسته شهناز نفیس د امریکا غږ خبریالی داسی ؤوښتل : ډیر څیړونکی وائی چی په افغانستان کی د هند حضور دپاکستان لپاره لویه خبره نه ده بلکه لویه ویره یی پښتون ملت پالی ده په دی هکله تاسو څه وایاست ؟ ددی پوښتنی په ځواب کی ښاغلی حسن عباس څخه داسی ځواب ورکړ: داهم رښتیا ده دا تل په اسلام آباد کی د استبلشمینټ دسیاسی او پوځی مشرتابه په مغزو کی پرته یوه ننګونه ده دا ځکه چی هغوی د پښتنو ملت پالو او پښتنو مشرانو خبری نه آوری د مثال په توګه یی PTM ته وګورۍ دپښتنو ځوانانو تحریک دی هغوی واېی چی نه دپاکستان استبلشمینټ منو اونه طالبان !

پکار وه چی پاکستان هغوی ملګری کړی وای خو پاکستان هغوی ته غداران وائی د پاکستان لپاره پښتون ملت پاله یا نشنلیزم هروخت یوه مسأله وه . دهغوی بل فکر داهم دی چی ګوندی افغانستان د پاکستان لپاره حیات دی دوی افغانستان یو کوچنی هیواد ګڼی او فکر کوی داچی تر یوه حده پوری کنترول کیدای شی او لږ تر لږه د هند لاس ته ورتلای نه شی اوس خو هغوی یعنی پاکستان څخه احساس کوی چی بریالی شوی دی . شهناز نفیس د امریکا غږ خبریالی دمرکی په وروستۍ برخه کی له ښاغلی حسن عباس داسی ؤپوښتل : تاسوبه هم اوریدلی وی چی ځینی خلک دغه غورځنګ  دافغانستان طالبانو تحریک د طالبان تاجیک په نوم یادوی اویا د یوی پروژی عنوان ورکوی . نو آیا داطالبان ددی لپاره خو نه دی چی پاکستان دډیورنډ دواړو غاړو ته پښتانه په یوه مذهبی څیره کی ښودل غواړی . ځکه د پاکستان خواته هم تاسو ګورۍ چی ټول مذهبی ګوندونه یوازی د پښتنو سیمو کی فعالیت لری . زما دلیل خو دادی چی عوامی نشنل پارټی ANP یو سکولر ګوند دی هغه هم په پښتنو کی ډیر محبوب ګوند دی د رحمن بابا تر عبدالغفار خان پوری دوی په پښتنو کی روڼ آندی ته وده ورکوی په ټوله کی پښتانه سیکولر دی خو دا پروژه چی څوګ ورته استراتیژیک عمق هم وایی دا اوس له کنترول څخه وتلی ده اوس په پنجاب کی هم همدا ډلی نفوذ لری . وروسته شهناز نفیس د امریکا غږ خبریالی دمرکی په پای کی له ښاغلی حسن عباس داسی ؤپوښتل : نو دوی د پښتنو او بلوڅانو په سیمو کی ولی یوازی د کنترول څخه وتلی دی ؟ له ښاغلی حسن عباس داسی ځواب ورکړ : نه ! په پنجاب کی هم دوی شته ! شهناز نفیس د امریکا غږ خبریالی دمرکی داسی غبرګون وښود : دا تیرو څو هفتو کی دوه دری حملی چی وشوی دا خوټولی په پښتونخوا او بلوچستان کی ترسره شوی دی خو اوس به لږ وړاندی ولاړشو تاسو په دی کتاب کی د پاکستان او افغانستان ترمینځ ترټولو لانجمنه موضوع ، زما مطلب دی د ډیورنډ کرښه ! چی افغانستان یی تراوسه نه منی آیا تاسو په دی اړه هم په خپل کتاب کی څه لیکلی دی ؟ هوکی ! ما یی ذکر کړی دی او ما له دوه کسانو سره خبری کړی دی اوزه ډیر حیران شوم چی یو پاکستانی کس کوم چی د پخوانیو افغان مشرانو حامد کرزی او اشرف غنی او نوروسره د پاکستانی چارواکو په غونډو کی ناست ؤ نو هغه ویل چی د ډیورنډ خبره کله هم د رسمی خبرو برخه نه وه هغوی به دا دسیاسی موضوع په توګه یادوله خو رسمی خبری پری نه کیدی . ما بیا دځینو امریکائی دیپلوماتانو سره هم خبره وکړه چی پاکستان وایی په ډیورند کله هم خبره نه ده شوی هغوی وویل چی که څه هم دسر په دریو موضوع ګانو داموضوع شامله نه وه خو داسی هم نه ؤ چی ګنی کله هم ددی موضوع ذکر نه وی شوی . دډیورنډ کرښه یوه مسأله ده بیا هم دمرکی په پای کی شهناز نفیس د امریکا غږ خبریالی داسی غبرګون وښود: که طالبان لکه څنګه چی تاسو په خپل کتاب کی هم ورته اشاره کړی ده د پاکستان منونکی او تر نفوذ لاندی وی نوتاسو فکر کوی چی طالبان به دډیورنډ کرښه د نړیوال سرحد په توګه ؤمنی ؟ نه زه فکرنه کوم چی طالبان به دډیورند کرښه دنړیوال سرحد په توګه ؤ منی . ما د زیاتو طالب مشرانو اوریدلی دی چی په افغانستان کی د پاکستان پرضد احساسات ډیر قوی دی ما په دغه کتاب کهم لیکلی دی چی طالبانو په خپله لومړنی غونډه کی پاکستان ته ویلی ؤ چی نه غواړی پاکستان ورته نږدی شی دایی هم ورته ویلی ؤ چی داسی طالبان هم شته چی د پاکستان مخالف دی او دپاکستان سره دنږدی اړیکو له لامله تحریک پریږدیله دی وړاندی چی د موضوع په هکله چی ولی دطالبانو مشر ملا هیبت الله آخندزاده ته دپاکستان د پوځی استخباراتو لاس رسۍ نا ممکن ؤ پری لنډه شانی تبصره وکړو پکارده  لومړی د طالبانو د ویاند مولوی ذبیح الله مجاهد د ټویټری اعلامیی په غبرګون کی د طالبانو د بیرته راتګ د کتاب د لیکوال حسن عباس ټویټری ځواب خبری وکړو چی څوساعته وروسته یی د دطالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد له لوری خپره شوی اعلامیه کی هغه یعنی د کتاب لیکوال استخباراتی مأمور ښودلی ؤ نو ځکه خو په بیړنۍ توګه د کتاب لیکوال حسن عباس په خپله ټویټر پاڼه کی ولیکل چی : تاسو هرڅنګه ؤغواړی ما تورن کولای شی خوزه د علمی او پوهنتونی تیر ته په کتنه  دافغانستان لپاره سوله او آرامی ترټولو غوره لاربولم . اوس به راشو د مطلب هغه ټکی ته چی ګنی د طالبانو د راتګ د کتاب لیکوال د خپلی مرکی په یوه برخه کی وویل چی دکتاب لیکوال په سر کی د طالبانو د بهرنیو چارو د دسرپرست وزیر امیر خان متقی په هکله وویل چی امیرخان متقی د پاکستان د پخوانی پوځی مشر جنرال باجوه سره ډیری زیاتی لیدنی کړی دی نورو وزیرانو به هم ورسره په منظمه توګه کتل دا ملاقاتونه په لومړیو ورځو کی ډیر زیات ؤ چی آن دطالبانو زیاتره وزیران به په ځانګړو چارتر الوتکو یا کرایه کړای شویو الوتکو کی به دځینو مهمو پریکړو لپاره پاکستان ته بیول کیدل په دوی که ملا هیبت الله ته دپاکستان لاس رسۍ نه کیده امیر خان متقی او په دوحه کی ناستو طالبانو ته لاس رسۍ ډیر آسان کار ؤ او دلویو فیصلو لپاره به یی دوی راوستل ! خو د پوره او دقیقو اطلاعاتواو شواهدو  پر مټ ویلای شو چی پاکستان او ایران دواړو په تیروشلو کالونو کی د امریکا او ناتو په وړاندی دداسی سیاست ننګه کوله چی که له یوی خوا یی د تش په نامه تروریزم پرضد دنړیوال ائتلاف سره سر ښوراوه اودترهګرۍ  پروړاندی  د مبارزی په نوم یی سلګونه میلیونه ډالر ترلاسه کول بل لوری ته یی ټول هغه جنګیالی او ډلی ټپلی چی د افغان جهاد او دسړې جګړی پر مهال سیمی په ځانګړی توګه پاکستان ته را راوستل شوی ؤ د امریکا او ناتو په وړاندی د مقدس جهاد په نوم  په ترهګریزو یرغلونو سمبال او پالل ترڅو وکولای شی د امریکا او ناتوپوځونه چی د سپتمبر د یولسمی پیښو په نتیجه کی افغانستان ته راغلی ؤ بیرته تګ ته اړباسی  چی په پای کی دپاکستان او ایران په ګډه دغه دوه مخی سیاست کابو شل کاله دوام ؤموند چی په پای کی دقطر هیواد  په پلازمینه  دوحه کی دیوه داسی استخباراتی تړون په نتیجه کی چی د امریکا او ناتو پوځونه به دیوه امنیتی تړون له مخی د افغانستان او سیمی څخه ؤزی طالبانو د ۲۰۲۱ کال دآګست په ۱۵ نیټه د هغه تړون پرته د خارجی جنګیالیو په مرسته پر افغانستان منګولی ولګولی او په نامشروع توګه یی د تړون پرخلاف د اسلامی امارت په نوم تش په نامه حکومت اعلان کړ چی له هم هغه لومړیو ورځو افغان جهاد ته راوستل شویو جنګیالیو ته چی زیاتره یی د شمالی وزیر ستان او چمن بلوچستان کی ځای په ځای شوی ؤ د افغانی هویت ورکولو لړی په داسی حال کی ګرمه وساتل شوه چی زیاتره همدغه بهرنی جنګیالی چی په تیر کی د افغانستان د نړولو او تاریخی برم د رانسکورولو تجربه لری په استخباراتی ځایونو کی وګمارل شول او دغه اوه سری شیطانی په سترګو نه لیدونکی اژدها ته به بیاهم چی په کندهار کی ځای په ځای شوی ده هره میاشت دامیرالمؤمنین ددستر خوان په نامه یو میلیارد افغانی چی ټولی زر میلیونه افغانۍ کیږی دغو بهرنیو جنګیالیو ته د روزلو په موخه  ورکول کیږی او کیدای شی دغه لړی تر اوسه هم دوام ولری . داسی پر اسنادو ولاړی ګنګوسی هم واوریدل شوی چی ګنی د طالبانو دمالیی پخوانی سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدری د مالیی وزارت د پخوانی حکومت د ځینو لوړ پوړو کارکونو په سلا دغه د امیر المؤمینین ددسترخوان دغه ټولی زر میلیونه افغانۍ په لنډ مهاله توګه بندی کړی او دلیل یی داؤ چی اوس طالبان یوسیاسی او مذهبی  غورځنګ نه بلکه په ظاهری بڼه یو سیاسی نظام دی چی منظم پوځ ، پولیس او امنیتی ځواک لری نوپکار نه ده چی دمیاشتی زرمیلیونه افغانۍ  ددغو بهرنیو جنګیالیو دروزلو په موخه ولګول شی نوځکه خو یی ددغه کار په وړاندی د مالیی وزارت ددفتر له خوا خپله استعفأ اعلان کړه او څه وخت کارته هم ولاړ نه شو . خو داچی هغه د طالبانو په غورځنګ کی ترټولو زیات د نفوذ خاوند ؤ او بی له شکه چی دورځی مصرف یی هم زیات ؤنوځکه خویی دافغانستان بانک ریاست ته غاړه کیښوده او دافغانستان بانک پخوانی رئیس حاجی ادریس چی دپولی هغه خوا دبلوچستان د پښتون میشتو څخه بلل کیده د اوبو او برښنا وزارت د مرستیال په توګه وګمارل شو . اوس پوښتنه داده چی ولی ملا هیبت الله آخند زاده ته دپاکستان د پوځی استخباراتو لاس رسۍ نا ممکن ؤ داځکه چی اصلی ملا هیبت الله آخندزاده پخوا په کوټه کی د تحریک طالبان پاکستان له لوری د یوی ځان مرګه برید په ترځ کی وژل شوی دی او دا کار د پاکستان پوځی استخباراتو ISI ته هم روښانه ده چی څنګه هغه مهال چی په پاکستان کی د پوځ اود نواز شریف او عمران خان په مشری د ملکی حکومتونو  ترمینځ د واک پرسر شخړه روانه وه او په پای کی لوبه د پاکستان پوځی استخباراتو ISI په ګټه تمامه شوه نوزیات  شمیر بهرنی جنګیالی د پوځی استخباراتو ISI په سلا د بلوچستان صوبی او شمالی وزیر ستان له لوری په افغانستان کی ځای پر ځای کړای شول چی دا په یویشتمه پیړې کی د واک نوی ډول دی چی له دی وروسته به په حقوقی ترمنولوژی کی ځای پر ځای کیږی . که څه هم د طالبانو دبیا راتګ د کتاب لیکوال ښاغلی حسن عباس د یوه سوچه پاکستانی په توګه دغه ټکی ته اشاره نه ده کړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا