گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانودغونډی دمیلیونی طعام اوقیام کیسی په طــالبـــی ژبــه!
دطالبانودغونډی دمیلیونی طعام اوقیام کیسی په طــالبـــی ژبــه!

دطالبانودغونډی دمیلیونی طعام اوقیام کیسی په طــالبـــی ژبــه!

که څه هم موږ توریالی همت چی کله نا کله د تلویزیونونو په پرده را څرګندیږی او ځان دطالبانو له طالبانو څخه زیات ګرم استازی بولی نه پیژنو خو سوچه والی اوپه یوه غیر مدبرانه صداقت کی یی هیڅ شانی شک نه بولو ! هغه چی وایی رښتیا له ماشوم او لیونی څخه باید و پوښتل شی تر څو رښتیا او دروغ معلوم شی ، نو ځکه مو ددی سره سره چی دلوی جرګی په تالار کی د طالبانو لخوا رابلل شوی مبهمی غونډی په هکله ځینی موثق راپورونه درلودل خو داچی د ځینو ځانګړیو دلیلونو له مخی مو خپره کړی نه ؤ خو نن مو وپتیله له کابل څخه د  طلوع په نوم دخپریدونکی تلویزیونی شبکی هغه ټوټی ته چی د تکړه ژورنالیست او ویاند ښاغلی ذبیح الله سادات په نوښت په افغانستان کی د طالبانو دامارت له خوا دنجونو د مکتبونو د بندیدو د دلائلو پر وړاندی کولو پر مخ بیول کیده د پروګرام په یوه برخه کی کله چی د طالبی فکر ددرلودونکی توریالی همت څخه د طالبانو د امارت لخوا د جنکیانو د مکتبونو دتړلو دعلت پوښتنه کوی او تری پوښتی چی دا مشرتابه څوګ دی همیشه چی موږ اوریدلی دی وایی چی دطالبانو مشرتابه له زده کړو سره مخالفت نه کوی او مخالف یی هم نه دی نو بیا د ګوتو په شمیر دا کسان څوګ دی او یا څه دی چی تراوسه پوری د نجونو پر مخ د ښونځیو دروازی تړلی پاته دی ؟

توریالی همت په طمطراق او اوچت آواز دذبیح الله سادات ددی پوښتنی په ځواب کی داسی وویل: سادات صاحب په دی کی شک نشته چی زمونږه ډیره حیاتی او ډیره ضروری اساسی مسأله د تعلیم مسأله ده خوددی سره سره موږته اقتصادی ستونزی او لوږه هم یوچلنج دی . په دی بازارو کی ولاړشه وګوره چی انجلی درته راځی او شیشه درته پاکوی ، قلمونه یی په لاس کی وی او خرڅوی یی …همدا ستاسو په طلوع کی یو څوګ چی دهرات دی کارکوی هغه په کال کی یو اختر او بل اختر ته ځی ، پرون چا لیدلې ؤ تری پوښتنه یی کړی وه چی اختر ته نه وی تللی ویل یی چی نه کرایه لرم او نه بل څه !ځکه دومره معاشون نه دی ستاسو ! خو داد مور یو زوی ده خو هرات ته تللی نه شی ! زموږ محصلین دلته فیس نلری دقلم او داوسیدو او دلیلی “هغه ” یعنی توان نلری دا امریکا چی دومره زموږ له غمه مړه ده کاشکی بایډن او سعودی اونوری دنیا رښتیا هم زموږ د مکتبونو غم ورسره وای ….

کله چی ژورنالیست او ویاند ذبیح الله سادات  له کل راستګو یا هم هغه د طالبانو دیوه له طالبه ګرم طالب توریالی همت پوښتی او وایی چی ولی د طالبانو په رابلل شوی غونډه کی د نجونو د ښونځیو پر موضوع بحث ونه شو نو کل راستګو وایی : که څه هم زه د هم هغه شوری عضو وم او په ځینو ځانګړو دلائیلو می په کی ګډون ونکړای شو اوس می چی پیسی هم هلته پاته دی نه یی را آخلم دا ځکه چی ما وخت پکی نه دی تیر کړی نو ولی څلویښت یا پنځوس زره افغانی واخلم که څه هم څلویښت یا پنځوس زره افغانی هر د غونډی ګډون کوونکی ته ورکول کیدی …..دا علمأ چی د افغانستان له ټولو ولسوالیو څخه راغلی ؤ یقین وکړه چی اوله ورځ خو دوی ؤ خو په دویمه ورځ یی دا ټول مشکلات چی ته یی فکر کوی چی کیدای شی د هوتک صاحب ( د مرکی بل ګډونکونکی ) په ذهن کی هم را نه شی هغه مشکلات هم ورته لیکل شوی دی په لیکلی بڼه اسلامی امارت ته وړاندی شوی دی هغوی په هم هغه باندی اوس لګیادی .!!! ذبیح الله سادت پوښتنه کوی چی کوم مشکلات ؟ توریالی همت په ځواب کی وایی : لکه دتعلیم مشکلات چی هلته یاده شوی ده !ژورنالیست  ذبیح الله سادت بیا دهغه په ځواب کی وایی یو یا دوه نفرو ګډونوالو په دی غونډه کی یاد کړی چی وروسته توریالی همت وایی : ….ما درته وویل چی کوم پیشنهادات چی په لیکلی توګه وړاندی شوی دی ….نوی طالب شوی توریالی همت زیاته کړه . مشکلات داؤ چی د لوږی په باب مشوری ورته ورکړای شوی دی ،دزراعت په باره کی ورته مشوری ورکړل شوی دی …….دطالبانو د کړووړو او دهغوی د پلویانو له څرګندونو او حتی د شیخ هیبت الله په څیر د لومړی مقام د مشرانو له څرګندونو دا حقیقت ښکاری په داسی حال کی چی دتیر فاسد نظام په وړاندی یوپرعدالت او شفافیت ولاړ بدیل وجود نلری او زموږ په ټولنه کی علمأ په اصولی توګه د ټولنی دعلمی او اقتصادی پرمختګ څخه لیری ساتل شوی دی له دوی دا طمع درلودل چی ګنی وبه کولای شی دافغانستان د پرمختګ واټن پرعلمی بنسټونوولاړ دینی تفکر سره مدیریت اورهبری کړای شی دا به نه یوازی د هیواد له غښتلی تاریخ سره جفأ وی بلکه د اسلام د سپیڅلی دین په وړاندی به هم ستره ناروا وبللی شی .داځکه چی پرګران افغانستان دطالبانوترنامه لاندی دپردیواستخباراتی سلطه د افغانانوپه لاسونواومادی امتیازاتو په ورکولو په داسی حال کی استقرار موندلی دی چی ساریی یی یوازی په شلمه او یوویشتمه پیړیو کی لیدل کیږی .ویلای شو چی د توریالی همت او نورو طالب چارواکو او ویاندانو  په قول د علمأو په دی غونډه کی تر څلورو زرو زیاتو عالمانو او مخورو ګډون کړی ؤ چی هریوه ته پنځوس زره افغانی د طعام او قیام څخه پرته یوازی د جیب خرڅ په توګه ورکول کیدی نوآیا د طالب توریالی همت اظهاراتو او څرګندونوته چی په افغانستان کی د لوږی ، بیکارۍ په باب یی په همدی ګردی میز کی ترسره کړی باید په کومه سترګه وکتلای شی ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا