گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانــولخوا دمــذاکـراتی نــوی ټـــیــــم مــجهولات اومـــجعــولات !
دطالبانــولخوا دمــذاکـراتی نــوی ټـــیــــم مــجهولات اومـــجعــولات !

دطالبانــولخوا دمــذاکـراتی نــوی ټـــیــــم مــجهولات اومـــجعــولات !

نن د ۲۰۱۹ میلادی کال د فبروری په ۱۲ نیټه ټولو خبری رسنیو ته د طالبانو داسلامی امارت په نوم پاڼه چی پکی د طالبانومشرشیخ هیبت الله آخند امیرالمؤمنین نومول شوی دی د نواندیشی په شمول له ځینو مجهولاتوسره د “د مذاکراتی ټیم د تعین په اړه داسلامی امارت اعلامیه ” رسیدلی

او ځینو طالبانو ته  نږدی رسنیو خو هغه تکمیلی داسی فهرست شمیرلی او خپور کړی دی چی ګنی دا فهرست پر پخوانیو ګمارل شویو کسانو ورزیات شوی دی او معنا داچی په دغه فهرست کی ټول کسان به د هغه پخوانی ګمارل شوی ټیم په څنګ کی له امریکایانو سره راتلونکی خبری او مذاکرات چی د راپورونو له مخی کیدای شی د روانی میاشتی په وروستی لسیزه که د قطر په دوحه کی پرمخ ولاړی شی  پر مخ بیایی خو له دی سره سره دافغانستان تیر ناورین په ځانګړی توګه د طالبانو دواکمنۍ او له هغه وروسته حالاتو ته په کتنه ځینی هغه پوښتنی چی په عاجله توګه باید ورته ځواب وویل شی رامینځ ته کوی .

لومړی داچی په دغه اعلامیه کی د شیرمحمد عباس ستانکزی د اوسنی مؤقف په اړه هیڅ نه دی ویل شوی بلکه د مسکو غونډی په شمول له امریکا ئی لوری سره د مرکچی پلاوی د مشر په توګه بلل شوی دی خو دایی نه دی ویلی له هغی ورځی چه د طالبانو د قطرددفترد مشرپه توګه د ملا عبدالغنی برادرخبرخپورشو

بیا نو نه یوازی د ملا برادر  نوم  د طالبانو د سلامی امارت د مرستیال په توګه کارول کیږی بلکه په خبرواترو او د طالب پلوی د نورو اړخونو کی یی هم هیڅ شانی یادونه نه ده شوی ؟ او هیڅوګ نه پوهیږی چی ملا عبدالغنی برادراویاهم ملا هیبت الله آخند  له کوم برخلیک سره مخامخ دی ؟ هسی نه لکه د ملا عمر آخند له مړینی وروسته یی له نوم څخه څو کاله د اعلامیو او بیانونواو دملا اختر محمد منصور لخوا چی د طالبانو داسلامی امارت مرستیال ؤ استخباراتی ګټه پورته کیده . دوهمه پوښتنه چی د  طالبانو د غورځنګ او پر کابل د کینول شوی اداری پر مخ د استخباراتی جال خپریدل او د ځینو پټو امنیتی راکړه ورکړی او په ورته وخت کی د تش په نامه مشرانو بی وسی او نا خبری په ګوته کوی او د افغانستان په  خونړی تاریخ کی اوږده سابقه لری د سراج الدین حقانی په نوم د طالبانو د یوی ډلی د مشر دورور انس حقانی نیول او بیایی له بحرین څخه تر دوبی او قطر له لاری کابل ته رالیږل چی لومړی دباګرام په زندان کی آچول ؤ

وروسته د څرخی پله زندان ته انتقال شو چی هغه وخت  د رحمت الله نبیل په مشری ملی امنیت ریاست  ته امرشوی ؤ چی داسی خبر خپور کړی چی ګنی په خوست کی یی د پوځی عملیاتو په ترځ کی د حقانی شبکی دوه تنه د انس حقانی او حفظ رشید  په نومونو داسی چارواکی نیولی دی چی دحقانی شبکی لپاره یی نظامی او مالی مرستی را ټولولی . خو وروسته له هغه چی طالبانو په خپله ویب پاڼه کی له خندا ډکی ډرامی پرده پورته کړه او ګواښ یی وکړ چی که چیری دهغو سرته زیان ورسیږی نو له کابل اداری له هغو اسیرانو سره به چی ددوی په واک دی ورته چلند وکړی . چی وروسته یی که څه هم څوځلی د طالبانو په نوم ځینی کسان د کابل اداری  لخوا په دار وځړول شول خو انس حقانی او حافظ رشید چی قطر هیواد ته د حافظ رشید دپلار مولوی محمد نبی عمری د لیدو په موخه چی له ګوانتانامو زندان څخه تازه آزاد شوی ؤ او پاکستان په لاره دبحرین هیوا د په بین المللی هوائی ډګر کی د امریکائی ځواکونو لخوا نیول شوی ؤ وساتل شول او هغه وخت چی په پاکستان کی د پوځی استخباراتو ISI او د نوازشریف د حکومت تر ترمینځ  ناندرۍ او لوبه د پاکستان پوځ په ګټه تمامه شوه نو د خبرونو له مخی د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره د سولی سلاکار زلمی خلیلزاد په هلو ځلو په پټه سره خوشی کړای شو خو اوس چی د د طالبانو له لوری د مرکچی پلاوی یو اوږ نوم لړ خپرشوی او په هغه کی د ملا انس حقانی نوم هم په سترګو کیږی او دهغه په وړاندی د افغانستان ملی امنیت ریاست د غبرګون په توګه یوه اعلامیه  خپره کړیده او پکی ویل شوی دی چی ګنی انس حقانی د هیواد په یوه زندان کی موجود دی او د خلاصون په هکله یی تراوسه کومه پریکړه نه ده شوی !!

اوس پوښتنه داده چی آیا د افغانستان د ملی امنیت اداره له دی سره سره چی ښاغلی اشرف خان غنی د وسله وال امنیتی پوځ سرقوماندان بولی د پیریانو او په سترګو نه لیدونکو ځمکنی شیطانانو لخوا پر مخ وړل کیږی که نه لکه څنګه چی د سراج الدین حقانی د ورور انس حقانی د نیولو ډرامه هم د افغانانو په نا خبری کی ترسره شوی وه اوس هم د هغه د خلاصون کیسه د نقل مطابق اصل په څیر ده او د افغانانو په نوم هیڅوګ تر ی خبر نه دی ؟

که څه هم ذبیح الله مجاهد چی ځان دطالبانو انلائین ویاند بولی په خپله ټویټر پاڼه کی د وضاحت تر نامه لاندی  د یوه یادداشت په ترځ کی لیکلی دی چی ګنی انس حقانی چی یو زده کوؤنکی ؤ په بی ګناه توګه نیول شوی او تراوسه لاپه زندان کی بندی دی او……  سړی ته هغه دپښتو ژبی متل ورپه یادوی چی غوا حلاله نه خو خنک یی په سرنیولی !!  اویاهم دغه دطالبانوانلائین ویاندهم دانس حقانی له بندی کیدواوخلاصیدوله داستان هیڅ شانی احوال نلریاوبس هغه د فارسی دمتل په مصداق چی وائی:پهلوان زنده خوش است

اوکه نه طالبان خواران هم ددوی په څیر دی چی د هغوی په ناخبری کی یی له نوم څخه په ګټه آخیستلو د اعلامیی خپریږی ؟ دریمه معادله چی د طالبانو له لوری د خپری شوی اعلامیی څخه په څرګنده ښکاری هغه  د سهیل شاهین  په نوم په تیرو ټولو غونډو کی د غړیتوب او په اوسنی نوم لړ کی د هغه نوم له قلمه غورځول دی چی هسی نه هغه ته د خپلو وروستیو څرګندونو چی دهغه له قوله ویل شوی ؤ طالبان په یوازی توګه قدرت نه غواړی سزا ورکړای شوی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا