گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دتندردقوماندان تندری فرمان !
دتندردقوماندان تندری فرمان !

دتندردقوماندان تندری فرمان !

د ۲۰۳پکتیاو لایت د تندر قول اردو نوی قومندان برید جنرال میرویس صافی   بریدملانو او سربازانو ته په خطاب کې وویل؛ دښمن په وړاندې رحم ونکړئ او دښمن سره رحم ناروا ده. ددغه تندری فرمان د اورولو په مراسموغونډه  کی چی دهغه پیژندنی په مناسبت جوړه شوی وه  د پکتیا والی ښاغلی محمد حلیم فدایی  د ۲۰۳ تندر قل اردو نوی قومندان ته د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ.اوویی ویل چی :

سوله په زاریو نه راځی او نه هم طالبان سولی ته ژمن دی او ویی ویل چی امنیتی ځواکونه دی طالبانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی . اوزیاته یی کړه لکه څنګه چی جنرال صاحب وویل زه یی په کلکه تائیدوم ! زما له ټولو نظامیانو دغسی توقع پکار ده لکه دای چی وایی چی ماته یی مړۍ مه راوړی .!دنظامی سړی ځواب باید همدا وی ، دمسلکی سړی خبره باید همدا وی .!نظامی چی د والی په څیر خبری کوی او والی هم د ملک په څیر نو هغه نظام بیا نه چلیږی . خو بلی خواته دپکتیا ولایتی شوری د پکتیا د والی حلیم خان فدائی پر خلاف د ناامنیو لوی عامل د امنیتی ارګانونو ترمینځ نا هم غږی بولی …..خوددی ټولو خبرو اوله خشونت څخه ډکو  فرمانونو په  صادرولو د پخوانیو ملی ضد دیکتاتورانو او چارواکو د مرګ فرمانونوخونړۍ یا د تازه کوی خوددی  سره سره د چارو شنونکی وائی چی د امنیتی چارواکو او د حلیم خان فدائی په څیر نورو د مافیأ هغه کړۍ چی په  تیرو دوه لسیزو کی یی د ډالرو په بدل کی د انسانانو پروینو سودا کړی ده دا ډول فرمانونه او څرګندونی هیڅکله هم د سولی او ولسواکۍ سره مرسته نه شی کولای چی دداسی له خشونت څخه د ډکو شعارونو په ویلو زموږ د نومیالی هیواد له ترخو تجربو څخه د ګټی نه آخیستو په معنا تعبیریدای شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا