افغان منلي ، فرهنګمنلي اوټولمنلي قــــــــــمرګله ، سپوږمۍ ګله ، د همیشه ، شنه بهارښکلي نـنګرهارد نارنج د سپینو ګلونود سازاوسرود د بڼونوغزلبوله اوسندربوله بلبله په زموللواو ټپي آرمانونوپرون د دسمبرپه نهمه نیټه کال ۲۰۲۲ د جمعې په مبارکه ورځ د کاناډا په پلازمېنه د تورنتوښارپه یوه روغتون کې د بې وفا اونیمګړي دنیاګۍ څخه د دارالقرارد سفرپه لور رخصت شوه .دا زړونوټکوروونکي اوخوشالوونکي خوږآوازه بلبله د افغانستان د هنراوموسیقۍ په آسمان کې یوه ځلیدونکي سپوږمۍ وه چې د هند نامتواومشهوري هنرمندې ارواښادې لتا منګیشکرد قمرګلې په آوازمېنه اود هغه ستاینه کړيد ه .
له شک پرته قمرګلې خوږ آوازد هغه د ژوند ملګري اواستاذ ارواښاد زاخیل صیب د هارمونیې د آواز په شان خوږ اود رادیو افغانستان د هنراوموسیقۍ څپې پرې ښکلي وې .ارواښادې میرمن قمرګل د خپل ویاړلي هنري ژوند په بهیرکې په سلګونو،سلګونوسندرې بوللي چې د رادیوافغانستان په هنري ارشیف کې خوندې اودا لویه هنري پانګه به تل د میرمن قمرګل نوم ژوندی اوتلیاد وساتي.د ارواښادې میرمن قمرګل اواستاد محمد دین زاخیل صیب سره د کلونو،کلونوخورا مینه ناکې او نه هیریدونکي خوږې خاطرې لرم . خدایږود پردیسۍ په دیارکې مې د هنرپالې قمرګلې د وفات په غمجن او ویرجن خبرله سترګواوښکي توی اود زړه له تله پرې ودردیدم . ځکه د هغې مړینه یوه ستره نه جبیره کیدونکي ضایعه اوتشه ده چې بیا به کله د افغانستان هنرځپلي وریځ آسمان کې د خوږو سندرو بلبله قمرګله را پیداشي .د تسلیت او ژورې غمشریکۍ مراتب د هغې د کورنۍ غړو، زامنو، لورګانو، دوستانواود هغه هنربې شمیره مینه والواوقدرمنو هنرمندانوته وړاندې کوم . سپیڅلي هنرپاله آروا یې تل ښاده او هنري ډیوې یې ځلانده اوسه .