گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د تاشکند دغونډي خندنۍ پاي !
د تاشکند دغونډي خندنۍ پاي !

د تاشکند دغونډي خندنۍ پاي !

د افغانستان په هکله د ازبکستان په تاشکند کې یو ورځنی نړیوال کنفرانس د کوربه هېواد ازبکستان له لوري د یوې اعلامیې په خپرولو سره پای ته رسېدلی. په دې اعلامیه کې چی خبر یی درویتر آژانس او بی بی سی لخوا خپور شوی  ویل شوي، د طالبانو له سرپرست حکومته د نړیوالې ټولنې مهمه غوښتنه دا وه، چې افغانستان کې یو داسې حکومت جوړ کړي چې په پراخه کچه د خلکو استازولي وکړي.د ازبکستان د حکومت په اعلامیه کې ویل شوي چې د ښځو حقونو ته دې ته پام وکړل شي او ټولو افغانو نجونو ته دې حق ورکړي چې زدکړو ته لاسرسی ولري. په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې همدا “په افغانستان کې د ملي روغې جوړې بهیر بشپړتیا لړ کې بنسټیز شرطونه دي.”

د اعلامیې په ټکو، دا نړیوال کنفرانس یوازې پر سیاسي بیانونو متمرکز نه دی، بلکې د سولې پر ټینګښت، ثبات او پر داسې اقتصادي بیا رغاونه یې پام ورټول و، چې ټولو افغانانو ته، د افغانستان ګاونډیانو او ټولې نړیوالې ټولنې ته یې ګټه ورسېږي. ترټولو جالبه اوحیرانونکی خبره له   بی ، بی ، سی سره د متقی صاب مرکه وه چی ونه توانید لومړنی او ابتداېی حقوقی مفاهیم چی نه یوازی د دیپلماسی او سیاست په ډګر کی ګمارل شویو چارواکو د ورځنی فهم او سواد موضوع بللی شی بلکه پوه او تحلیل یی  د هریوه لیک لوستی بنیادم له توانه هم  پوره دی په اصلی معنا او روښانه بڼه وڅیړی .متقی صاب دخبریال ددغه پوښتنی په ځواب کی چی د ازبکستان دبهرنیو چارو وزارت ستاسو کوربه له غونډی وروسته یوه اعلامیه خپره کړی ده هغوی په اعلامیه کی ویلی دی چی په افغانستان کی د پرمختګ او ملی پخلاینی لپاره ترټولو مهم اواساسی شرطونه دوه دی ددوی په ټکویوداده چی ټول ګډونه حکومت جوړ شی اوبل دښځوحقونو ته بشپړدرناوی وشی او نجونی دټول عمرښوونځیو ته پری ښودل شی.یعنی دا هغه غوښتنه ده چی ستاسو کوربه هیواد تکرارکړی دی.تاسوپه دی هکله څه وایاست ؟لکه څنګه چی مو واوریدل  متقی صاب ددغه پوښتنی په ځواب کی داسی وویل چی بلی ! موږ ورته واضحه وویل چی که پرون له پنجشیر نه یوڅوګ وزیر ؤ او نن هم یو څوګ وزیر وی نوڅنګه هغه پرونی ټول شموله بولی او ننی نه بولی ؟ له بدخشانه پرون هم وزیر ؤ او نن هم وزیر شته ! له فاریابه پرون هم وزیر ؤ او نن هم وزیر شته ، له کندهاره شته له ننګرهاراوله کابله شته !نو همدغه ته به ټول شموله وایی که ټول شموله دغنی حکومت ؤ نو موږ ورته وویل که دوی د غني حکومت ټول شموله ګڼي نو له سقوط وروسته خو یوازي غني او صالح تیښته وکړه نور ټول حکومت پر خپل ځای پاته شو نو ولي ټول شموله نه بلل کیږي ؟، پنځه سوه زرو مامورینو ته معاشات ور کوو له مونږ سره کار کوي که پخوانی حکومت ټول شموله وو نواوسنی حکومت ولي ټول شموله نه ګڼل کیږي ؟.د BBC خبریال دمتقی آخند ددی څرګندونو په ځواب کی پوښتنه کوی چی ممکن یو څوګ ستاسو ددغو شانی اظهاراتو په رڼا کی ؤپوښتی چی تاسو خو په کابینه کی ټو ل کسان د یوه فکر پربنسټ راوستل شوی دی.دمثال په توګه له یوی مخی یا قاری دی یامولوی دی یا شیخ دی ممکن دلیل درته راوړی دبل فکرسړی پکی نشته . مثلأ له لویه سره هغه ژمنه چی تاسو کړی وه هغه مو نه ده عملی کړی . تاسو څه وایاست ؟ متقی صاب وارچی  وارپه واریی  خپل انډول له لاسه ورکاوه وویل : آیا دغنی یا دکرزی په حکومت کی کوم دبل فکر سړی ؤ ؟ آیا په ټوله نړی کی چی چا انتخابات ګټلی او قدرت ته رسیدلی ده دبل فکر سړی یی پری ایښی دی ؟  یوځل بیا هم د BBC خبریال دمتقی آخند ددی څرګندونو په غبرګون کی وایی چی موږ پردی نه غږیږو د کرزی صاحب او یاهم اشرف غنی یا په پخوانیو  حکومتونو کی څه ؤ او  د بل فکر کسانو ګډون درلود که نه بلکه زموږپوښتنه داده چی په اوسنی کنفرانس کی ټولی غوښتنی او د هر ویناوال بلکه ستاسو کوربه غوښتنه داوه چی تاسو باید هغه شانی حکومت جوړ کړی چی په هغی کی دخلکو استازولی وکړای شی او دخلکو په خوښه حکومت وی . په داسی حال کی چی تاسو حکومت په زور راغلی او ددوی په وینا دیوه فکرخلک دی او هغوی ته روښانه ځواب لاهم نه دی ورکړل شوی ځکه یی بیا بیا غوښتنه هم کیږی . متقی آخند په داسی حال کی چی ځواب یی نه درلود زیاته یی کړه : ما ورته واضح وویل چی په تیرو څلویښتو کالو کی یو ماډل یا نمونه حکومت موږته وښایاست چی زموږ حکومت هم باید هم هغه ډول شی . آیا د کمونیستانو کودتا په زور نه وه شوی ؟ هغه رقم شی ؟ یا  بیا وروسته دربانی حکومت په خپله خوښه راغلی ؤ ؟ یا بیا وروسته په بن کی لس کسان سره کیناستل او د ۵۲ طیارو په زور راغلل او پر افغانستان مسلط شول هغه حکومت داولس په خوښه راغلی ؤ چی داشل کاله یی زموږ پر اولس ګلان شیندل ؟ بهانی به نه سره کوو بلکه داولس آرامی ته باید وګورو دافغانستان سوکالۍ ته وګورو چی دا اولس په څه شی راضی کیږی هغه خونریزی هغه قتلونه چی دلته روان ؤ هغه په څه شی پای ته رسیږی دا مهمه ده دا مهمه نه ده چی دخلکو فرمائیشات به په پام کی نیسو …. د BBC خبریال دمتقی آخند ددی څرګندونو په غبرګون کی وایی چه مقصد هغوی مو قانع نه شوای کړای دغونډی کوربه هیواد اعلامیه ورکوی چی ګنی داکارونه باید وشی چی تراوسه نه دی ترسره شوی اونړۍ موهم تراوسه قانع کړی نه ده او په هرنړیوال کنفرانس کی له تاسو بیا ، بیا غوښتنه کوی .متقی صاب ددغه څرګندونو په ځواب کی وایی : هرڅوګ خپل نظر څرګندولای شی ددهغوی نظر ته احترام لرو  او موږ هم د خپلو مصالحو په رڼا کی چی هغه تر بل هرچا ښه پیژنو خو په اوسنی غونډه کی تر ډیره حده ددوی قناعت حاصل شو او ټول په دی قانع شول چی په افغانستان کی ډیر پرمختګونه شوی دی او په افغانستان کی د ډیرو ناخوالو مخه نیول شوی ده ټولی دنیا ته چی دداعش لخوا کوم خطر متوجه ؤ هغه کنترول شوی دی . ټولی دنیا ته له افغانستان څخه مخدره مواد صادریدل هغه مو صفر ته راټیټ کړی دی او ټوله دنیا له افغانستان سره په تکلیف آخته ؤ دلته یی په میلیاردونو ډالر مصرفول ، سوله او امنیت یی نه شو راوستی دلته ډیر پرمختګونه شوی دی دا هرڅه چی خلکو واوریدل حقائق یی درک کړل خو دا بیله خبره ده چی ځینی خاصی کړئ چی دلته شل کاله جنګیدلی دی او ډیر ځانی او مالی تلفات یی ورکړی دی دهغوی قناعت به نه شی حاصل خودسیمی اوګاونډیو هیوادونو په دی کی زیاته دلچسپی شته چی دلته اقتصادی پروژی پیل شی . د BBC خبریال دمتقی آخند دداسی څرګندونو په هکله له امیر خان متقی څخه وپوښتل او زیاته یی کړه چی : متقی صاحب که ستاسو وایی او ټینګار کوی چی ستاسو خبره سمه ده او د خپل حکومت په بڼه مو نړې قانع کړی وای  نو ستاسو له واک ته رسیدو خو کم له کمه یولس میاشتی تیری شوی نو یوه هیواد خوبه په رسمیت پیژندلی وای او یا لږتر لږه هغه هیواد چی تاسو ته غونډی جوړوی دهغوی غوښتنه هم همدا وی چی تاسو د بشر حقونو ته درناوی وکړی تاسو داسی حکومت جوړ کړی چی د ټولو خلکو ونډه پکی وی . خوبیا یی هم نه شی قانع کولای !امیرخان متقی ددی په ځواب کی داسی اوتی بوتی فرمائی : نوهمدغه قناعت دی چی له موږ سره رسمی راشه درشی لری . همدا قناعت دی چی زموږ لپاره کنفرانسونه جوړوی ، همدا قناعت دی چی زموږ دیپلوماتان منی !همدا قناعت دی چی له موږ سره تجارتی راکړه ورکړه لری .!همدغه قناعت دی چی له موږ سره دمثبت تعامل په لور روان دی … د BBC خبریال دمتقی آخند دداسی څرګندونو په غبرګون کی په آرامه لهجه وایی چی ددی سره سره موحکومت په رسمیت نه پیژنی ! امیرخان متقی ددی په ځواب کی داسی څرګندونی کوی : دابیا بیله خبره ده چی دنیا په خپل مینځ کی سره نزاکتونه لری اودا دنیا نن داسی ګرځیدلی ده لکه یوکور ! دیوه او بل لحاظ کوی او د پنځوسو هیوادونو په شاو خوا کی له موږ سره جنګیدلی دی طبیعی ده چی وروسته وړاندی به ګوری …. د BBC خبریال یو ځل بیاهم تکراروی چی دادرسته ده خوستاسو خپل ګاونډی مسلمان هیوادونه لکه پاکستان ، ایران ، ازبکستان چی نن مو پکی غونډه درلوده حتی دغو هم په رسمیت ونه پیژندلای !امیرخان متقی په غصه اوقهرسره د BBC خبریال څخه پوښتی : داد رسمیت پیژندلو موضوع لکه چی تا ته ډیره مهمه ده دافغانستان په هکله نوری څه خبری نشته ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا