گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » داستادګل زمان لاس نیوۍکه دهنرپه وړاندی زموږ تاریخی رسالت!
داستادګل زمان لاس نیوۍکه دهنرپه وړاندی زموږ تاریخی رسالت!

داستادګل زمان لاس نیوۍکه دهنرپه وړاندی زموږ تاریخی رسالت!

موږ افغانان هغه قوم یو چی له خپلو تمدنی او کلتوری  مفاخروسره په خپل ژوند کی هیڅکله هم مینه او خواخوږی نلرو او تر دی چی کله نا کله خو دځان او نورو د تیر ایستلو په خاطر په افغانی ټولنه کی ټول هغه ناوړه د انسانیت او اسلامیت ضد دودونه او رواجونه چی کالونه کالونه یی د افغانی  ټولنې د پرمختګ مخه ډب کړیده په ډیره آسانۍ سره  د خپل قصوراوغفلت د توجیه لپاره دیوه ډال په توګه پکارؤو .

داسمه ده چی د افغانستان دلرغونی تاریخ په ټولو اوږدو کی  د غیرت او میړانې ترسیوری لاندی د خشونت اوکرکې نیالګی داسی وده کړیده چی  د افغانستان د مستبدو واکمنو په لاسونو کی یی زموږ د ټولنی د ټولو پرګنو پر روحیاتی او ذهنی ژوند آغیز لیدلای شو خو ددی ترڅنګ دیوه غیور اومقتدرملت بقأ دهغی ټولنی دآزادی غوښتونکواوعدالت پالوخوځښتونود فکرله جغرافیی سره تړلی ده معنا داچی ټول هغه هیواد پال او ملی غورځنګونه اوحرکتونه چی دیوه ملت درښتیانۍ خپلواکۍ اوخلاصون شعار ورکوی دهغوی په کړنلاره اواجندأ کی باید انسانی بنسټونو ته پاملرنه چی دیوه ملت تقدیراوبرخه لیک ټاکی ځانـــګـړۍ ځای ولـری . 

 دا له هیچا پټه نده چی زموږ ډیری روڼاندی او لیکوالان که کیڼ آړخی دی او که پرمذهب ولاړاونا ولاړښی اړخی، ټول چی د ملت او قوم د خلاصون شعارونه ورکوی د ارواپوهنی دعلم د فورمولونو او معیارونو له مخی دیوه ذهنی استبداد بقأ په ټولنه کی تیوریزه کوی . دا ځکه چی موږ اوهغو ټولوملی آزادی غوښتونکو ځواکونو چی د ظلم او استبداد پروړاندی د عدالت جنډه پورته کړی ده په یو نه یو ډول مو د اشتباه لاره نیولی ده او دعدالت مرغلره چی د هرملت او قوم په ټولنیز او ملی وجدان کی ځای نیسی زموږ د ټولنی پر وجدان نه ده آوښتی او ددغه وجدان په سینه کی یی ځای ندی نیولی یوازی داسی یی انګیرو چی ګنی « مرګ حق دی خو دهمسایه لپاره !» 

د خدای بښلی استاد اول میر په آواز کی ای زما وطنه دلعلونو خزانی زما هغه وطنی ترانه چی د استاد ګل زمان لخوا کمپوز شوی ده .

که خبره دملی بقأ اود ټولنی پرتمدنی ارزښتونو راګرځوونوهنراوادب دتمدنی ارزښتونو د بنسټ لویه داسی برخه  جوړوی چی په بشری ټولنه کی تر بل هر ارزښت اوچت مقام لری خو په خواشینۍ سره باید وویل شی چی دشرق او په ځانګړی توګه دافغانستان په لرغونی  تاریخ کی دغه لوړ ارزښت هم د زورواکانواو زورګیرانو دشخصی ګټو او یرغلونو په پښو کی قربانی شوی دی تر دی چی سندر غاړی او هنرمند ته به یی د ډم یا هم د ډمی خطاب کاوه .

چی په توګه یی په خپلو لاسونو د انسانی فرهنګ او مدنیت جنازه  په ډیره بی دردۍ سره د تحجراو تکبرلحد ته وسپارله ،دحیرانتیا وړداده چی زموږ په ټولنه کی زیاتره چارواکی چی په نامشروع ډول کالونه کالونه په واک کی پاته شوی هم دغه دهنراو موسیقی داسلام له نظره ترنامه لاندی استبداد او خرافاتو په نوم تعبیر شوی اوپه ټولنه د هنراو موسیقی  رول  د داسلام له نظره  یی په حرام والی تعبیرکړ.

د هیواد نامتو سندر غاړی او هنر مند خدای بښلی احمد ظاهر هغه سندره چی او نه راځی جانان زما …پروت یم په بستر کی ځکه حوږ می دی چشمان زما ! داستاد ګل زمان لخوا کمپوز شوی ده  

استاد ګل زمان ددغه بڼ یوازینی پاته بلبل دی چی دافغانستان په وروستنی تاریخ کی چی په زیاتره هیواد والو خپله خاوره تنور ګرځیدلی وه هغه د هیواد په مینه کی خپل هرڅه له لاسه ورکړل خو خپل ټاټوبې یی پری نه ښود . استاد ګل زمان چی یووخت دکابل په باغ قاضی او وروسته په مکروریانو کی استوګنه درلوده اوس په یوه خاورین او نړیدلی کور کی په کرایه ژوند کویله چارواکو په ځانګړی توګه د کابل د حاکم اشرف غنی څخه غواړی چی که هنراوهنرمند ته په درناوی کی رښتیا هم صادق وی نوددی په ځای چی په  کوزه پښتونخوا کی د پښتوادب دبڼ ګلاب استاد خیال محمد په نوم اهدأ کولاشی نو لږ خودی زما حال ته هم پام روګرځوی .!!                                    زه یوازی دیوه کور غوښتنه کوم هغه هم ددی لپاره چی ماته اوس هم ځینی د هنر دښمنان ګواښونه کوی چی زه باید دغه هنر پریږدم کنه نو موږ تا وژنو . زموږ له نظره د هر څه په وړاندی د سیاست له هنداری کتل دیوه عظیم او لرغونی ملت پرتاریخ یو تور داغ دی نوځکه خو د نواندیشی تربیون  د هیواد له چارواکوپه کلکه غواړی چی  د استاد ګل زمان او دهغی په څیر نوروپه سلګونو پیژندل شویو هنری او ادبی څیرو ته د کابل په یوه مناسبه برخه کی یو ښار ګوټی د افغانستان اتلو هنرمندانو په نوم جوړاوونوموی اوزموږ د ټولنی ددغه مظلومی طبقی رښتیانیو وارثانو ته یی په واک کی ورکړی . ترڅودهیواد دداسی معنوی بچیانودرناوی وشی همداشان ددی ترڅنګ هغوی اویادهغوی له کورنیو سره لازمی میاشتنی مرستی ترسره کړای شی. ښاغلی استاد ګل زمان ته دښه صحت اونیکمرغه ژوند غوښتنه کوو!  

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا