گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دواک انحصارکه دافغان ؤلس،هیواد اود طالبانود بربادۍ لوی عامل !
دواک انحصارکه دافغان ؤلس،هیواد اود طالبانود بربادۍ لوی عامل !

دواک انحصارکه دافغان ؤلس،هیواد اود طالبانود بربادۍ لوی عامل !

اوسنى  مدیریتی، اقتصادی، او سیاسی بن‌بست مو د سابقه حکمرانانو او طالبانو لخوا د سولی د مخې ډب کولو پایله ده او د سولی د مخنیوی په هڅو کې دواړه اړخونه په یقینی ډول پړه ګڼل کېږی. البته زمونږ د  ازلی او ابدی دښمن، زلمی خلیلزاد د چټلو ارادو موضوع جدا ده. نوموړی د هغو شرکتونو د ګټو لپاره چې پکې اسهام، یا مدیریتی ښکېلتیا لری او امریکا ته د وفاداری ښودلو لپاره د افغانستان د ګټو د قربانولو په موخه له طالبانو او د غنی تر مشرتابه لاندې حکومت سره داسې شیطانی لوبه وکړه چې افغانستان یې عمداً په توپانی حالت کې څپانده سمندر ته لاهو کړ او مهمه لا دا چې هیڅ ښکیل افغانی اړخ ته هغه وقار او عزت ور په برخه نشو چې هغوى یې تصور  کاوه.د امریکا لخوا د لوړو ځانی او مالی زیانونه له امله د جګړې  ډګر د پریښودو له پریکړې وروسته، خلیلزاد په سیکالوجیکی توګه طالبان دقیقاً وپیژندل چې احساساتی افغانان دی، اکثریت یې ځوانان جوړوی او په جهادی روحیه په ناروا توګه د خپل حکومت د نړیدو د انتقام فکر په سرونو کې لری. غنی یې هم درک کړى وو چې نوموړى یو ځان غوښتونکى او د واک مجنون شخص او د داسې فاسدو بى عقیدې او بى کلتوره اشخاصو لخوا په ذهنی او جسمی توګه محاصره دى چې معنویت یې نه درلوده.په هوکړه لیک کې د ځانګړو الفاظو د ځاى په ځاى کولو له لارې طالبانو ته داسې ذهنیت ورکړ چې امریکا غواړی، دغه ډله د راتلونکی حکومت مشرى وکړی. د افغانستان حکومتی اړخ یې په دغه بانه وغولاوه،   چې د کابل حکومت سره په خبرو کې شرکت کول نه غواړی او دا چې خلیلزاد یې په مذاکراتو کې د ګټو د خوندیتوب ښه ممثل دى.اصلاً خبره داوه چې خلیلزاد  له چین او روسیې سره د رقابتونو او د چین له اقتصادی پروژو سره د حساسیتونو پربنسټ  غوښتل د افغانانو ترمنځ جګړه  د امریکا د ګټو لپاره تلپاتې وی او د امنیتی ملحوظاتو له امله چین په افغانستان کې د پروژو پیل ته زړه ښه نکړی. د ځینو لوړ پوړو امریکایی چارواکو څرګندونو څخه د امریکا ارادې معلومیږی چې وایی افغانستان د کورنئ جګړې په ډګر د بدلیدو په حال کې دى.که خلیلزاد د وجدان  او حتى انسانیت په نوم کوم معیار باندی باور درلوداى، نو اوس باید د تل لپاره له سیاست څخه څه چې له ټولې انسانی ټولنې څخه باید ګوښه شوى واى، خو پوښتنه داده چې خلیلزاد خو پردى اجنټ او د دښمن مامور وو. زموږ دواړو اړخونو ولې د اوسنی ناورین د مخنیوی په هکله نه خپل لیدلورى درلوده او نه یې هم زما په شان د سلګونو نورو خلکو مکررو وړاندوینو باندې غوږونه ږرول؟د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شو خو د افغانانو ترمنځ نه یوازی جګړو دوام وموند بلکې شدت هم پکې راغى. بین الافغانی مذاکرات پیل شول خو دواړه خواوې په ذهنی توګه د یو بل منلو او د سولې په موخه د واک قربانی ته چمتووالى نه درلوده. طالبانو له دولتی پلاوی ته په ټیټه سترګه کتل او دولتی پلاوى د ارګ لخوا دیکټې کیده. په دولتی پلاوی کې یقیناً په ارزښتونو، ولس او هیواد مینو اشخاصو شتون درلود خو په عین حال کې ډیرى غړی یې داسې افراد وو چې د هیواد په ګټو، د ولس په دردونو او د سولې په اهمیت نه پوهیدل.ولسمشر غنی او د قطر سیاسی دفتر چارواکی په ذهنی توګه محاصره وو. دواړو خواوو ټوله انرژی او استعداد د یو بل په محوه کولو باندی لګوله. ارګ په بشپړه توګه د نظام د سقوط د فاجعې په تړاو فکر نه کاوه او یا یې هم همدغه غوښتل چې که هغوى په واک کې نه وی نو نظام دې نسکور شی.طالبان د مختلفو لاملونو پر بنسټ پوهیدل چې برلاسی دی، حکومت نړولاى شی. د نظام چورلټ سقوط ته یې ملاتړلې وه او د بشپړ واک ترلاسه کولو هڅه یې کوله. دا چې طالبان ټول شموله حکومت جوړول، د ملت غوښتنه، د نړیوالې ټولنې لخوا د مرستو ورکولو او په رسمیت پیژندلو لپاره د شرط په توګه ولې نه منی، کیداى شی لاندې لاملونه یې وی؛لمړى دا چې دغه ډله په نورو افغانانو باندی د باور د نشتون په ویروس اخته دی. هغوى فکر کوی چې د طالبانو له لیکو څخه بهر ټول خلک د امریکا په فکری لومو کې نښتی، په فساد کې ښکیل او د خطرناک رنځ لرونکی دی چې ورسره د ګډ کار کولو له امله به طالبان هم د هغوى په ویروس اخته شی.دوهم دا چې طالبان نه غواړی له نورو علمی او مسلکی زده کړو کادرونو سره د ګډ کار کولو په نتیجه کې له تحریک څخه بهر افغانان د هغوى په نیمګړتیاو، تشو، بى نظمیو، ګډوډیو او ژورو اختلافاتو باندی خبر شی. د معلوماتی تکنالوژی په اوسنی پرمختللی دور کې هم طالبان د پخوانیو درباری خلکو تقلید کوی او خپلمنځی اختلافات پټوی. په انسانی ټولنه کې اختلافات هیڅ ستونځه نه ګڼل کیږی ځکه چې د اختلافاتو د حل لپاره اوس وخت ډیر میکانیزمونه شتون لری.

دریم لامل یې کیداى شی دغه وی چې طالبان اوسنى ترلاسه کړى واک د خپلو شل کلنو  قربانیو محصول ګڼی او نه غواړی دغه ترلاسه کړی امتیازات له هغو خلکو سره شریک کړی چې له هغوى سره یې په شل کلنه جګړه کې برخه نه ده اخیستې.په هر حال موږ د افغانانو ترمنځ د سولې یوه جامع هوکړه لیک غوښت، خو هغه خوب مو تعبیر پیدا نشو کړاى. اوس طالبان که له ملت او نړیوالو سره تقابل کې قرار نلری نو په یوه ناڅرګند حالت او بن بست کې خو یقیناً قرار لری.که د واک د انحصار لامل هر څه وی خو د هیواد ولس او په خپله د طالبانو خیر پکې نشته. طالبانو له سترو قربانیو وروسته ارګ ته د ننوتلو وړتیا وموندله، مګر په اوسنیو شرایطو کې وضعیت داسې معلومیږی چې د طالبانو سرښندنې له سخت ګواښونو سره مخ دی د جګړې ګټلى ډګر یې له لاسه څخه د وتلو په حال کې دى.د اسلامی امارت د چارواکو دغه بانه د توجیه وړ نه ده چې د افغانستان خلک امنیت ته اړتیا درلوده او امنیت په ښه کیدو دى. لمړى خو امنیتی وضعیت ټکنى دى تلپاتی نه دى. هره شېبه امنیت شدیدا خرابیداى شی. مخالفین ځانونه تیاروی او نړیوال ورسره مرستې ته را دانګی. موږ پوهېږو چې په افغانستان کې که څوک امکانات، بهرنى ملاتړ او د جګړو لپاره  بانه که غیر واقعی هم وی ولری نو د جګړو خلک پیدا کول ستونځه نلری.زه د اسلامی امارت د چارواکو داخبره د منلو نه ګڼم چې نړیوال ټول ناروا او کفری غوښتنې لری. مسلمان باید د هغوى غوښتنې په هیڅ ډول نه ومنی. د نجیب د حکومت له سقوط وروسته یقیناً لویدیزوالو د افغانستان د هیرولو له امله ستره بیه ورکړه. دومره ستره بیه چې هغوى یې تصور هم نه وو کړى. اوس یقیناً غواړی چې له اسلامی امارت ښه اړیکې او یا هم اقلاً تعاملات د ځان د خوندیتوب لپاره ولری.بل اړخ چې اسلامی امارت ورڅخه ښه ګټه پورته کولاى شی. له امریکا سره د چین او روسیې اقتصادی رقابت او د نړیوال مدیریت په پوست باندې د امریکا د نه زغملو خبره ده. که اسلامی امارت ښه انډولیزه، منځلارې او په عینی واقعیتونو ولاړه بهرنى تګلاره ترتیب کړاى شی، نو هیڅ ستونځه به نه وی چې له نړئ سره په متقابل احترام ولاړې داسې اړیکې ولری چې په اوږدمهاله کې افغانستان په پردیو مرستو باندی د متکی هیواد پرځاى، نه یوازې په خپلو پښو ودریږی، بلکې له نورو سره مرسته کونکئ هیواد جوړشی.څرګنده خبره ده چې دغه کچې ته درسیدو خوب د واک په اوسنی مطلقاً انحصاری اود نوروافغانانو د نفى کولوپه تګلاره کې تعبیر نشی پیدا کولاى. د پیغور خبره نه ده بلکې د یوه خواخوږی او د هیواد په مینه کې د یوه سرشار افغان مشوره ده چې د اسلامی امارت چارواکی د خپلو ډیرو زیاتو نیمګړتیاو له امله په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د مدیریت وړتیا نلری.له میاشتې څخه زیات وخت تیر شو چې  هېواد مو د مشر،  قانون، نظام، مراوداتو، معاملاتو، تعاملاتو او سوداګریزو تحرکاتو په برخه د مطلق رکود په حال کې دى. ولس له بى شمیره کړاوونو سره مخ دى او د ملی اړتیاو کچه پورته ځی. که اوسنۍ حاکمه ډله د اسلامی نظام په چوکاټ کې د مثبتو اغیزمنو او سترو بدلونونه په راوړلو کې پاتې راشی، افغانستان په نزدې راتلونکې کې له شدید اقتصادی، مدیریتی او ډیره شونې ده چې امنیتی بحران سره هم مخ شی. دا هغه سناریو ده چې طالبان د همدغو بحرانونو د راتلو په پایله کې د جوړیدونکی صورت حال تصور هم ځوروونکى دى.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا