گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » شــــرموونکـــی ســـیاســـت او وژونــــکی وبـــا تــه پروت مـــلت !
شــــرموونکـــی ســـیاســـت او    وژونــــکی وبـــا تــه پروت مـــلت !

شــــرموونکـــی ســـیاســـت او وژونــــکی وبـــا تــه پروت مـــلت !

کله چې د واک د ویش په تړاو بحث کیږې نو سملاسی د نړیوالو لیکنو سیمینارونو او څیړنیزو بحثونو په رڼا کې د دولتی بنسټونو (مقننه، عدلیه اجرائیه) قواو ترمنځ د واک د ویش او تفکیک مسئله ذهن ته تبادر کوی، خو زمونږ په هیواد کې داسې نه ده هرڅّه غیر معیاری او ځانګړې معنا لری.دواک د ویش له اصطلاح څخه زمونږ د سرچپه سیاست انګیرنه داده چې واک باید دقومونو، تنظیمی او سیاسی ډلو ټپلو په نوم د څو زور او زر لرونکو، قانون ماتونکو، زورواکانو او وژونکو تر منځ وویشل شی. متاسفانه چې همدغه انګېرنه د افغانستان په هکله د بن له لمړنی نړیوالې غونډې څخه سرچینه اخلی. د واک د ویش همدغه معکوس تعبیر زمونږ د سیاستوالو ترمنځ دشخړو او تاوتریخوالی لامل ده. د حیرت مقام لا داده چې د واک د ویش په سر د شخړو لانجو او حتى خونړیو جګړو له امله زمونږ سیاستوال د نړیوالو د ملنډو لپاره ښه بیلګه ګرزیدلی، خو د واک او ځواک دغه وږی تږی مخلوق لاهم د ولس له رأیو څخه د مشروع دفاع خبره کوی او د هیڅ ډول پښیمانی او حیا نښې یې په تندی کې نه لیدل کېږی.د پردیو شیطانانو په مینځګړیتوب او خپلو د واک مجنونانو مشرانو لخوا د وېش تیره فارموله مو د ملی یووالی حکومت په نوم ښه وازمویله او ومو لیدل چې کله ولسمشر د معاملې په نتیجه کې د پیراشوټی فرمان له مخې په غیرقانونی توګه اجرائیه ریاست دیسانت کړ نو، د ولسمشر مرستیالان، اجرائیه رئیس، د هغه د مرستیالانو سلاکاران، د هر یوه ځانګړی استازی او ټول هغه نور لوړپوړی دولتی چارواکی چې د قومې ونډې پر بنا یې واک ته لاره موندلې وه، ځانونه د ولسمشر شریکان، واجب الاحترام او غیر مسئول ګڼل. په دغه مسله بحث نه کوم، ځکه چې لوستونکو هر څه په خپلو سترګو ولیدل چې دغه خوسا پرسوده ناکامه او غیر قانونی جوړښت ولس او هېواد ته څومره بدنامی ور په برخه کړه او نظام یې څنګه شنډ کړئ وه. مونږ ولیدل چې اجرائیه رئیس ټاکنې ناکامه پروسه بلله، خپل ځان یې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېری په منځګړیتوب د هوکړه لیک پر بنسټ د ولسمشر سیال او د پنځوس سلنې واک سوچه وارث او مالک باله.که خبره را لنډه کړم نو داسې به ووایم چې د ځینې سیاستوالو خبره چې د واک له حده زیات تمرکز ستونځې را پارولې دی او یا هم پارلمانی نظام د ولس غوښتنه ده، غیر موجه او د نه منلو استدلال ده. دغه غوښتنه په اوسنیو شرایطو کې زمونږ ملی یووالی، ځمکنئ بشپړتیا ګواښی، د سولې او د فساد په وړاندې د مبارزې په لار کې خنډونه جوړوی.نه شدیداً متمرکز او نه هم متلاشی نظام زمونږ د ډیرو ستونځو بنسټ جوړوی، بلکې له سپیڅلو اصطلاحاتو څخه زمونږ ناوړه تعریف، زمونږ په تاوتریخوالی ولاړ ذهنیت، زمونږ په اوسنیو ډیرى سیاستوالو کې د ملی ګټو پرځاى شخصی ګټو ته د لمړى توب ورکولو هوا او هوس زمونږ د ستونځو بنسټ جوړ او نظام یې له ناکامې سره مخ کړئ وه. که ستونځه په ولسمشرئ ماڼئ کې د واک د تمرکز وی، نو د لوړو پوستونو د ویش پرځاى باید د ولسمشر د بیځایه او غیر ضروری واکونو په کمولو باندی خبره وشی.مونږ په ټولټاکنو کې قطعاً د تقلب درغلئ تخطی زور زر ګواښ او تطمیع خبره نه ردوو، بلکې د مختلفو ټاکنیزو ټیمونو لخوا د درغلیو په تړاو معلومات هم لرو، خو دومره وایو چې اوس د قانونی بنسټونو لخوا د ټولټاکنو اخری پایلې اعلان شوې، د ټاکنیزو کمېسیونونو لخوا دهغو ټولو نیوکو او په ټولټاکنو کې د پراخودرغلیو ترڅیړلو وروسته، ګټونکی نوماند ته د اساسی قانون او دټولټاکنو د قانون سره سم د بریالیتوب وثیقه ورکړل شوی او د منتخب ولسمشر لپاره د لوړې مراسم هم د افغانستان داساسی قانون سره سم پر ځائ شوی دی. ایا دا به د دیموکراسی په کومه ماده کې ثبت وی چې د ټاکنو له اعلان وروسته کوم شخص یا ټاکنیز ټیم د خپل ځان بریا په خپله خوله اعلان او ولس دې همدغه سرټمبه توب ومنی؟ که داسې کومه قانونی لاره شتون نلرى، نو اړتیا نشته چې یو ځل بیا هغه ناکامه او شرمونکې تجربه تکرار او هغه تیر خوسا چټل او ناولئ حکومتی جوړښت په خلکو باندی تحمیل شى.راځئ د یوې شېبې لپاره ومنو چې په تیرو ټولټاکنو کې د ولسمشر غنی په ګټه په پراخه کچه درغلئ او تقلب شوئ ده بیا به هم د عبدالله عبدالله په مشرئ د ثبات او همپالنې ټیم ته د نه منلو، موازی حکومت جوړولو، د واک د وېش لپاره د طرحو جوړولو او بهرنیانو ته مداخلې کولو پرځاى څومره ښه واى چې د پیاوړی اپوزیسیون رول لوبولو سپیڅلی دنده ترسره کړې او له حکومت سره په ګډه د راتلونکو ټولټاکنو د روڼتیا، بی پرې توب او سرتاسری توب په موخه همدا اوس د لاس په کار کیدلو او د داسې ټاکنیز سیستم لپاره هڅې پیل کړی واى چې د راتلونکی لپاره مو په ټاکنو کې د درغلئ او تقلب کچه خورا ښکته وای.
د روسیې د بهرنیوچارو وزارت د ویاندې له وروستی رسنیز کنفرانس څخه داسې ښکاری چې امریکا له روسیې او ځینې نورو هېوادونو سره په ټاکنو کې د ولسمشر غنی د بریا اعلان څخه د پلوی نه کولو ژمنه کړې وه. د روسیې د بهرنیو چارو ویاندې په امریکا تور پورې کړ چې د ولسمشر غنی په رسمیت پیژندل یې له هغوى سره د شوې هوکړې خلاف ورزی ده. زمونږ سیاستوال باید اوس پوه واى چې پردی ځواکمن هیوادونه زمونږ د هېواد په سیاست کې څومره ژوره خطرناکه او د اندېښنې وړ ښکېلتیا لری. متاسفانه ډاکتر عبدالله عبدالله ونشو کولاى چې ځان او خپل ټیم د ملی سیاستوالو په توګه ټولنې ته ور وپیژنی.دا جدا خبره ده چې په تیرو ولسمشریزو ټولټاکنو کې د ولسمشر غنی په پلوی څومره درغلئ شوې ده؟ چا کړې ده او په پایلو باندی به یې اغیزې درلودې که نه، خو ولسمشر غنی د هغو بنسټونو لخوا بریالى اعلان شو چې عبدالله او نړیوالو د ټاکنو د ترسره کولو، د رأیو شمیرلو، تخطی او تقلب د څیړلو، د پاکو او نا پاکو رایو د تفکیک په تړاو د همدغو بنسټونو بشپړ واک منلئ وه، نو اوس د کوم قانون او د کومو اصولو پربنسټ د “نه منم” ” موازی حکومت جوړوم” غوښتنو ته مشروعیت ورکوی.د ارګ او سپیدار ترمنځ روان سیاسی ناروا ناورین او په نړئ کې د خوف او ویرې خپرونکې کرونا ورهاخوا دلته روانه جګړه هم زمونږ د ولس په ستونی کې سا پورې هورې کړې ده. متاسفانه طالبانو هم له کرونا ویروس سره د مبارزې او د همدغه وبایی رنځ د خپریدو د مخنیوی لپاره هغه څه لازم دی ونکړل.

که څه هم د ځینې رسنیو له مخې طالبانو ویلی وه چې که د هغوى تر کنترول لاندې سیمو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ثبت شی، نو هغوى د ډزبندی په هکله اقدام وکړی. که طالبان اوس هم فکر کوی چې د هغوى تر کنترول لاندې سیمو کې کرونا ویروس شتون نه لرى نو یقیناً به هغوى د روان وبایی ناورین د جدیت په هکله د درد او درک له فقدان سره مخ وی او یا هم نه غواړی په دغه تړاو فکر وکړی.د کرونا ویروس له ځپونکی او وژونکی وبا وروسته نړئ به له ناورین مخکې نړئ سره زیات توپیر ولری. په دغه تړاو د ملتونو په وړاندې ننګونې او فرصتونه دواړه شتون لری، خو دا بیا د ویښ، وطنپال او د لوړ ظرفیت درلودونکو سیاستوالو په هوډ اراده او متین عزم پورې تړلې ده چې څنګه ننګونې په فرصتونو باندی بدلې کړی. د طبی تحقیق په برخه کې وروستئ څیرنې علمی ارزونې او اټکلونه جوتوی چې د کرونا ویروس وبا به زیات بدلونونه رامنځته کړی.داخبره یقینی ده چې له کرونا څخه ژوندی پاتې خلک به له نویو تعاملاتو، نویو سیاستونو، نوې دنیا، نویو فرصتونو او نویو ننګونو سره مخ وی. په نړیوال نظم کې به بدلونونه راځی او شتمنه نړئ به تر کرونا وروسته په اقتصادی ستونځو اخته او له اړو هیوادونو سره خپلې مرستې کمې کړی. په اقتصادی برخه کې په ستونځو باندی اخته هیوادونه به لا زیات له اقتصادی ستونځو سره مخ شی. شاید زمونږ هیواد د روانو جګړو، تیت او پاشلی نظام، اقتصادی نیمګړتیاو او امنیتی ستونځو له امله د دغو هېوادونو په سر کې ځاى ولری. که زمونږ حاکمه ډله د سولې، کمزوری ټولنیز جوړښت او اقتصادی ستونځو په هکله له اوس څخه سختې پریکړې وکړی او پیاوړې ګامونه پورته کړی، نو په یقین سره به یې ننګونې په فرصتونو اړولو او د ځان بساینې په لور به یې بریالی سفر پیل کړی وی.مګر متأسفانه داسې محسوسیږی چې چې دلته ټول کابل میشتی سیاستوال او وسلوال طالبان په ځانګړې توګه د اوسنی سیاسی غوبل مخکښ د ثبات او همپالنې مټکور ټیم د کرونا وبا په تناظر کې د روانو سیاسی امنیتی او اقتصادی ننګونو او ولسی ناورین په تړاو اړینه وړتیا نه لری. هغوى نه غواړی فکر وکړی چې ولس به یې د طبی امکاناتو په نه شتون کې له کوم ډول ستونځو ناورینونو او بشری فاجعو سره لاس او پنجه نرموی.ارګ هم په ډیرو برخو کې سترې نیمګړتیاوې لری. د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوی او له خپل ولس سره په دغه ځپونکی او بوږنونکې حالت کې د مرستې کولو او لاس ورکولو لپاره نه لنډ مهاله نه مینځ مهاله او نه هم اوږدمهاله پلان لری. لا هم نه پوهېږی چی مونږ څه اړتیاوې او څومره امکانات لرو. که مو د اړتیاو کچه د امکاناتو په پرتله لوړه وی، نو څه باید وکړو او کوم ګامونه پورته کړو. په اوسنیو ترینګلو شرایطو او د غې وبا د مخنیوی او له ولس سره د مرستو په بهیر کې هم فساد روان ده. د فساد جرړې ایستل باید له ارګ څخه پیل شوې واى، خو داسې هیڅ څرک نه لګیږی چې حکومت دې ددغې شومې پدیدې د ریښو ایستلو اراده ولرى. د سولې په تړاو د ارګ مبهم مجهول او لړزانده ګامونه دهمدغه اساسی هدف ترلاسه کولو لپاره قطعاً او په هیڅ ډول بسنه نه کوی. طالبان په احساساتی توګه د خپلو تخیلی بریاو په سندرو بوخت دی او د روان ناورین د حل لارې په لټون کې پاتی راغلی د ستونځو عمق نشی ارزولاى.د اوسنیو شرایطو غوښتنه خو داده چې حاکمې ډله د ثبات او همپالنی په شمول نور کابل میشتی سیاستوال او طالبانو د لوړو ملی ګټو لپاره د واک او ارګ حرص شاته پرییښې واى. ولس او هیواد ته متوجه ننګونې او ناورینونه یې ارزولی او د حل لپاره یې ورته لټولې واى. د ژور تأسف مقام ده چې زمونږ سیاستوال او وسلوال طالبان د سختې او وژونکې وبا له امله هیواد ته متوجه ګواښونه جدی نه نیسی.له جګړو ورهاخوا مونږ د کمزوری او ویجاړ روغتیایی سیستم په کارولو غواړو له داسې یوه ویروس سره مبارزه وکړی چې د د نړئ پرمختللی هېوادونه یې په وړاندی بې بسه او بیوسه دی. که “نه منم” “جګړه کوم” “موازی حکومت جوړوم” او داسې نور شرمونکې سیاستونه ختم نکړو، نو ښایی لکونه افغانان په کرونا اخته او ستربشری ناورین رامنځته شی. تر هغه وروسته به نه ولسمشر غنی ته په ارګ کې د بریاو لمانځل، نه عبدالله عبدالله ته د واک د ویش په تړاو د طرحووړاندی کول او نه هم ملا هبت الله ته د خپل امارت حاکمول ګټه ولری.هغوى باید پوه شی چې په افغانستان کې روغتیایی چوپړتیاوې لږدی، روغتیایی بنسټونه کمزوری دی،جګړه روانه ده،عامه پوهاوی کم دی نو ددغه نړیوالې وبا تلفات به په افغانستان کې ترجګړو ډېر وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا