گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دؤلس په ستونی پښه مه ږدئ!
دؤلس په ستونی پښه مه ږدئ!

دؤلس په ستونی پښه مه ږدئ!

د بیان آزادی، معلوماتو ته لاسرسى او ازادې رسنئ د هر ملت د ویښتابه، معلوماتی او کلتوری بډاینې، د نظام د سمون لپاره د هیواد د پرګنو او حکومت ترمنځ پیاوړى پل، د ټولنې د ذهنی وړتیا د ودې او د خبرونو د کره توب ضمانت وی. شک نشته چې د معلوماتی تکنالوژی په برخه کې پرمختګونه د تمدنونو کلتورونو او ولسونو ترمنځ د پیوستون لامل ګرزیدلى دى.که د اوسنی نظام له لاسته راوړنو څخه د بیان د ازادی حق نفى شی  نو هیڅ نه پاتې کېږی. د افغانستان د تیرو شلو کلونو له ډیرو سترو لاسته راوړنو څخه چې له انسانی معیارونو اسلامی حکمونو او افغانی دودونو سره سمون خوری او زمونږ ولس ورباندی ویاړلى شی د بیان ازادی خورا ارزښتناکه لاس ته راوړنه ده.

د معلوماتی ټیکنالوژی د چټکو پرمختګونو او ټولنیزو رسنیو د شتون له امله  اوس مهال د خلکو سترګې تړل او ستونی بندول اسان کار نه دى. بله دا چې د خلکو په ستونی کې پښه ایښودل غبرګونونه را پاروی  او جګړو ته لاره هواروی. پریږدئ خلک ستاسو په کړو وړو باندې خبرې او قضاوت وکړی. که نوبت مخالفت ته هم رسیږی نو مخالفت هم د خبرو په چوکاټ کې پاتی کیږی. توپک او باروت ته نه ځی.که د بیان ازادی سلب شوه، نو د نظام اعتبار او د ولسونو باور ته به دومره زیان واوړی چې جبران به یې ناشونۍ وۍ. وسلوال مخالف اړخ خو لا دمخه د بیان د ازادی حق ته نه یوازې ژمنتیا نه درلوده  بلکې د مصلحتونو او له خپلو تشو څخه یې د دښمنانو د سؤاستفادې د مخنیوی او نورو بانو د دغه ویاړلی دود مخالفت هم کاوه. اوس  بیا هم د هغوى په ذهنی استقامتونو کې د بیان د ازادی په تړاو په وړوکی کچه د مثبت بدلون شاهدان یو.هغوى چې د بیان ازادی یې زیندئ کړې وه، حتى د بهرنیو رادیوګانو اوریدونکو ته به یې د مرګ سزا ورکوله اوس یې نوم او نشان شتون نلری. د تاریخ په محکمو کې په خورا سختو سزاو محکوم دی. اوس زمونږ د هیواد په دغه دیموکراتیک دور کې هم د حاکمې ډلې د یوې پیاوړې کتلې لخوا  د بیان د ازادی محدودولو او مهارولو ته د نظام او ملی ګټو د خوندیتوب نوم ورکول کېږی. د سیاسی مخالفت په وړاندې امریه لهجه کارول کېږی. په ځینو مواردو کې د روانې او فزیکی ګواښ بیلګی هم شتون لری.راځئ خپلې مبارزې  د ملی ګټو په محور باندې راوڅرخوو. راځئ له نظام څخه د دفاع په شمول ملی ګټو ته په بربنډو الفاظو کې تعریف ولټوو. ترڅو مو ارزښتونه هر څوک د خپلو ګټو په چوکاټ کې تعبیر نکړاى شی. راځئ د سمون او بدلون په موخه په حکومتی کړنلارو او تګلارو باندې نیوکې د نظام ګواښل نه، بلکې د بیان د ازادی په چوکاټ د نظام د اصلاح او سهوو ته د متوجه کیدو لاره وګڼو.چارواکو ته په کاردی چې په خپلو هغو کړنواو تیروتنو باندی له سره غوروکړی چې د ولس لاسونه د هغوى ترستونی پورې  رسیدو ته لاره هواروی.

د بیان له ازادی څخه د هغو خلکو څرګندونې سؤ استفاده او ملی خیانت وګڼی چې ملی یووالی ځمکنى بشپړتیا دینی او ملی ارزښتونه مو ګواښی او د نظام  نسکوریدو ته لاره هواروی.دا به د حقائقو مسخه کول وی چې رسنئ یا لیکوال د نظام د نسکوریدو او د نوییمې لسیزې د فاجعې د تکرار له ویرې په حکومتی کړنو باندی نیوکې او د سمون په تړاو وړاندیزونه کوی خو هغه خلک ور باندی د نظام د مخالف او هیواد دښمن ټاپه لګوی چې زمونږ له ملی سرچینو څخه په لوړه کچه مادې امتیازات ترلاسه کوی. د فساد ډنډورو یې د ملت سرونه ښکته کړى دى. د پردی هیواد د تابعیت پاسپورت او ټکټ یې په جیب کې پروت دى. که سبا سوله راځی او یا هم خداى مکړه نظام د نسکوریدو خواته ځی او یا یې امتیازات ختمیږی نو دغه ښاغلی به هیواد پریږدی. .که مونږ  په لوړو دالری معاشونو باندی ددغه ډول افرادو ګمارل د ملی مصلحت په موخه زغمو، نو هغوى ته چا حق ورکړى دى چې د سمون او بدلون په موخه زمونږ شننې او وړاندیزونه د بیان د ازادی له حق څخه سؤ استفاده ګڼی او زما قلم ځولانه کوی؟تعجب ده  چې په مونږ باندی د توپکواکو په زانګو کې روزل شوی او یا هم داسې اشخاص حکومت کوی چې له سالمې فامیلی روزنې څخه بى برخې، له افغانی ارزښتونو څخه ناخبر په فساد کې تر ستونی پورې ښکېل، له غرب څخه په پیراشوټ کې را دیسانت شوی دی، په لوړو پوستونو باندی د ګمارلو د فرمان له صادریدو وروسته ته زمونږ هیواد ته راغلی دیدا د رسنیو د چلوونکو او مالکانو مسلم حق دى چې څه ډول تحلیلونه او شننې خپرې او د کوم ډول لیکنو له خپریدو څخه ډډه وکړی. زه د هغوى دغه حق ته د تسلیم سر ښکته کوم. مګر یو وضاحت هم کوم. هغه دا چې مونږ حکومت جدا او نظام  ګڼو. مونږ نظام د خپل  ولس او د نړیوالې ټولنې د شلو کلونو د مسلسلو هڅو او هاند لاسته راوړنه ګڼو. د سولې او د فساد د مخنیوی په برخه کې د حکومت تګلارو باندې شدید ملاحظات لرو.مونږ نه غواړو بیا کډې بار کړو. نه غواړو بیا مو کابل وران شی. نه غواړو بیا یو ولسمشر څوک هوایی ډګر ته له ننوتلو څخه را وګرزوی. نه غواړو بیا مو ولسمشر د هیواد پریښودو ته اړشی. نه غواړو کوم افغان د سیاسی مخالفت له امله وځورول شی نه غواړو بیا مو بنسټونه ونړیږی او نه غواړو د نوییمې لسیزې د فاجعې د تکرار شاهد و اوسیږو. که دغه ټولې غوښتنې پوره کیدل غواړو نو د بیان په ازادی، رسنیو او لیکنو باندې د سانسور لګولو او د بیان د ازادی د زیندئ کولو پرځاى په خپلو کړو وړو کې بدلون راوړو. ایا دا به د حل لاره وی چې ټولې رسنۍ خپلې خپرونې او ټول لیکوالان د ولسمشر غنی د کړنو او تګلارو ته اتڼ واچوی او یا په اصطلاح د طالبانو د فتوحاتو په ترانو ویلو باندی تمرکز وکړی او که دا به ښه تګلاره وی چې حکومت ته خپل او طالبانو ته خپل عیبونه ور په ګوته او د حل لارو وړاندیزوکړی؟ ایا ړوند تقلید به ستونځه په ښه توګه حل کړاى شی اوکه واقعیتونه بربنډول؟ د ولس ستونئ بندول به ښې اغیزې ولری اوکه د ځان اصلاح به اسانه اوارزانه کار وی؟ اوس خود ستالین او بریژنیف دورې ختمې شوې دی چې په نیوکو باندی څوم د دارتختې ته پورته شی.د رسنیو چلونکی او مالکان هم باید پوه شی چې ستونځه د رسنیو په فکری لومړیتوبونو کې هم شتون لری. رسنئ هم سلیقوی چلن کوی خو ځینې یې په بشپړه توګه له نورمونو او معیارونو وتلی دی. د قوم ژبې سمت او ډلې او یا هم د تمویلونکی اړخ غوښتنو او فرمایشاتو سره سمې خپرونې کوی  او ځینې یې هم نسبتاً معیارونه ساتى او هم خپل لومړیتوبونه پالی.غوښتنه مو داده چې خبرونه شننې تحلیلونه لیکنې او تبصرې د خپلې سلیقې، یا هم شخصی ګروپی او قومی ګټو په تله کې مه تلئ د ملی ګټو په ترازو کې یې واچوئ او بیا په خپله خپل فکر، لیکنه ژبه او خپلې رسنئ سانسور کړئ. مه پریږدئ چې ستاسو د یو اړخیزو لیکنو شننو او خپرونو له امله د بیان آزادی زیان ووینی. که کومه رسنۍ د چا لیکنې نه خپروی، مسلم حق یې دى، خو د همدغه کار لپاره باید پرنسیپونه او نورمونه باید شتون ولری. د سمون او بدلون لپاره مبارزه د نظام په مخالفت کې نه حسابوی بلکې د بیان ازادی ته یې درنښت  وګڼی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا