گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دیوه ټولنیزاوفرهنګی اتل پر مړینه!
دیوه ټولنیزاوفرهنګی اتل پر مړینه!

دیوه ټولنیزاوفرهنګی اتل پر مړینه!

په خواشینی سره خبر شوم چه زما اوزموږ د ټولی کورنی خوږ دوست ډاکټر زین العابد الدین(ممتاز) له دی فانی دنیا دابدیت په سفر کډه وکړه، الله دی د آخرت لومړی منزل قبر ورته د جنت باغچه وګرځوی.خدای بخښلی ډاکټر زین العاب الدین(ممتاز) په قوم منګل د خوست ولایت د صبریو ولسوالی کی زیږیدلی، خپل تحصیلات یی د بکلوریا ترکچی د رحمان بابا په عالی لیسه کی تکمیل او د لوړو زدکړو لپاره یی د هندوستان هیواد سکالر شیپ تر لاسه کړ، چه د علی ګړ مشهور پوهنتون څخه یی خپلی زدکړی دحقوقو او سیاسی علومو په څانګه کی د دوکتورا(PHD) په تر لاسه کولو سره بشپړې کړی.دمرحوم اعلیحضرت ظاهرشاه په آخری کلونو کی دوباره خپل هیواد ته راستون شوو.هسی خو ډ خدای بخښلی ډاکټر صاحب د خدمتونو لړی ډیره اوږده ده خو دلنډی پیژتدګلوی لپاره یی لاندی ټکی د یادولو وړ بولم.

د شهید دسردار داودخان په جمهوریت کی یی په داسی حال کی چی د هند له هیواده یی په په سیاسی او حقوقی برخه کی اعلی  د (P.H.D) سند لاس ته راوړی ؤ او د ځینو خاصو سیاسی عواملو له مخی په جبری توګه  د کورنیو چارو په وزارت کی ګمارل شوی ؤ خو هغه خدای بښلی  د ځینو ځانګړیو کړیو د موخو پر خلاف  داولس په زړونو کی ځای پیدا کړ اوپه ټولنه کی  دعدالت په پلی کولو سره یی د اسلام د صدرد خلفأو  یاد د خلکوپه زړونو کی راژوندی کړخو  د ثور دکرغیړنی کودتا او خاصتا هیواد باندی د روسانو نظامی تیری او اشغال سره دمخالفت او مبارزی په موخه پاکستان ته مهاجر شوو.دمهاجرت لومړنیو کلونو کی یی دجهادی تنظیمونو په سیاسی دفترونو کی وظیفه تر سره کړه، خو په جهادی تنظیمونو کی دسیاسی جمود، نامعقولوتشکیلاتو او فامیلی میراثی حاکمیت فضا او ماحول د خپل ملی او سیاسی تفکر لپاره ډیره تنګه او نا مناسبه وګڼله. په همدی سبب یی له جهادی تنظیمونو سره د مستقیمو اړیکو په قطع کولو،د بین المللی موسسو(NGO) او مشهورو ورځپاڼو او مجلو سره په کار کولو پیل وکړ.خدای بخښلی ډاکټر ممتاز اوږده موده د امریکا متحده ایالاتو مرستو( US AID) او د ډنمارک هیواد د ډاکار له موسسو سره دنده اجرا کړی او لدی لاری یی خپل هیواد او هیواد والو ته ډیر با ارزشه خدمتونه تر سره کړی.مرحوم ډاکټر صاحب دمهاجرت په دیار پشاور کی د ډیری مودی لپاره افغانی موسسو(NGO) ډ هماهنګی د دفتر ( = ANCB (Afghan NGOs Coordination Bureau د جنرل منیجر په صفت هم خپل خدمتونه تر سره کړی.مرحوم د خپل علمی فطرت له مخی د ژوند تر پایه مشهورو ورځ پاڼو، مجلو او تحقیقی موسسو ته لیکنی کولی.او دهغی حق الزحمه یی د معیشت غټه برخه تشکیلوله.وسیلتا دغه څو ټکی دهغه درنی کورنی ته دخپلی غمرازی او تسلیت په توګه وړاندی کوم.الله(ج)دی مرحوم ته جنت الفردوس او دهغه غمجنې درنی کورنی ته استقامت او دزړه صبر نصیب کړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا