گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د یوه قوم دذلیل کولوتریخ داستان !
د یوه قوم دذلیل کولوتریخ داستان !

د یوه قوم دذلیل کولوتریخ داستان !

وایی: په پخوا زمانو کې یو پاچا ؤ چې: پر خپل رعیت باندې به یې ډېر سخت ظلمونه کول او پاچا به له دې ظلمونو څخه خوند اخیستلو. یوه ورځ پاچآ سلامت ته خپلو جاسوسانو راپور راوړ چې: په فلانۍ منطقه کې یو قوم اوسیږی، ډېر هوسا او د خپلې خوښې آباد او آرام ژوند لری. پاچا سلامت خپل د څنګ وزیر ور واستاوه، ترڅو مکمل احوال یې ورته راوړی.وزیر، هغې منطقې او سیمې ته ورغئ، ټول حالات او هرڅه یې له نږدې مشاهده کړل، بېرته پاچا سلامت ته راغئ او راپور یې ورته وړاندې کړ.
هغه قوم رښتیا هم ډېر هوسا، آباد او خوشحال ژوند لری، په کرهڼه او مالدارۍ بوخت دی، سیمه یې د جنت په شان ښکلې،ډول ډول میوې، باغونه، چمنونه، څړځایونه، زړه راښکونکی منظرې، ګلې، رمې، شیدې، مستې، شات، راز راز نعمتونه، د اوبو تکې سپینې ویالې او نور هرڅه لری.پاچا پوښتنه وکړه چې: دا د اوبو ویالې له کومه ځایه ورته راځی؟وزیر وویل: د فلانی نومی دریاب څخه.پاچا سلامت امر وکړ چې: ورشئ هغه ټولې ویالې یې تخریب او بندې کړئ!!!وزیر، همدا کار وکړ لېکن د هغه قوم لخوا کوم شکایت پورته نه شو.شل(۲۰) کاله وروسته پاچا سلامت بیا وزیر ور واستاوه چې: حالات یې مکمل مشاهده اوراپور یې راوړی.وزیر لاړ،مشاهده یې وکړه، راپور یې ترتیب او پاچا سلامت ته راغئ.

هغې قوم څاهګان(چاها) ایستلی دی، د غویانو، سنډاګانو او اوښانو په ذریعه د څاه څخه اوبه راباسی، د ارهټ منګوټی ډکیږی او خالی کیږی، او د تېر په څېر یې هرڅه برابر او پر خپل حال دی، او ښه ژوند لری.پاچا سلامت بیا امر وکړ چې: ورشئ، ټول څاهګان له خاورو ډک کړئ!!!وزیرلاړ، دا کاریې هم وکړ او خپله دنده یې په ښه توګه تر سره کړه.په نتیجه کې همدغه قوم د څښاک د اوبو د مشکل سره مخامخ شو، پاچا سلامت ته ورغلل چې: که څه چاره او دحل لاره ورته پیداکړی  ؟؟؟پاچا سلامت په یوه وچه او سوزوونکې دښته کې د ابو یوه چینه ورته په ګوته کړه چې:ـــ له دې چینې څخه یوازې او یوازې پېغلې نجونې په منګیو کې اوبه وړلئ شی او بس،ـــ د چینې تر څنګ به یوه خیمه وی چې دوولس(۱۲) تنه عسکر به پکې مؤظف او موجود وی.ـــ هره پېغله به په خپل نوبت(وار) سره ورځی، په خیمه کې د ننه به لومړۍ د عسکر سره مینه ناک ملاقات کوی او وروسته به منګی له چینې څخه له اوبو ډکوی او وړی به یې.بس، ددې قوم روزمره ژوندون همداسې جاری ؤ او اوسیدل.خو بیا یې هم چاته شکایت نه کاوه. پاچا سلامت حېرانه شو چې:دا څومره ذلیل او بې غیرته قوم دی چې: پر ناموس او پېغلو نجونو هم غوسه نه ورځی؟؟؟ بس، پراته دی او اوسیږی!!!بالاخره پاچا سلامت مجبور شو تر څو د همدغه قوم مشران را وغواړی، چې که کوم مشکلات یې ورته وړاندې کړل او شکایت یې وکړ؟ نو پاچا  به یې هغه مشکل ورحل کړی.پاچا سلامت مشران را وغوښتل او ورته ویې ویل چې: که کوم مشکل لرئ؟؟؟ هغه وړاندې کړئ چې: زه یې درحل کړم.پدې ټولو مشرانو کې دومره څوک نه وو چې: خپل مشکلات او عرایض ورته وړاندې کړی، یوازې یو د نر بچی پکې پیدا شو، لاس یې پورته کړ او ویې ویل چې:که د سر امن مې وی؟ موږ ډېر غټ مشکل لرو که دا راته حل کړې؟؟؟څرنګه چې زموږ دپېغلو نجونو تعداد ډېر زیات دی او په خیمه کې دوولس تنه عسکر ډېر کم دی او کفایت نه کوی، زموږ پېغلو نجونو او لورګانو ته ژر ژر نوبت نه ور رسیږی، عملیات یې ډېر بطی(ورو او په ځنډ) دی، نو که مهربانی وکړې چې: د عسکرو تعداد ورته زیات کړې، پوره څلورویشتو(۲۴) تنو ته یې تعداد لوړ شی، نو موږ به زیات خوشحال شو. پاچا سلامت چې قول یې ورسره کړی ؤ، د دوی عرض قبول او مشکلات یې ور حل کړل… عسکر ۲۴ تنه شول….اوس زه خپل قوم (افغان ملت) ته حیران یم، که څه هم ډېر غیرتی مشران او ځوانان پکې موجود دی چې: تر اوسه پورې د استکبار او استعمار پر وړاندې په میړانه سره مبارزه کوی او جنګیږی، خو په عموم کې به آخر موږ ته هم په کوم څه او کوم شی باندې غیرت او غوسه راځی او کنه
تر اوسه پورې خو نه پر خدای(ج)، نه پر رسول(ص)، نه پر اسلام، نه پر هیواد او خاوره، نه پرخپل ځان او نه پر خپل ناموس، موږ کامل او پوره غیرت کړی دی او نه توقع ترې کیږی.یو ځل یې بیا تکراروم، چې: آخر به هم په څه شی باندې غیرت راځی؟؟؟؟؟ افسوس زموږ پر حال!!!!!تقریباً پنځه دېرش میلیونه خلک، د زرو(۱۰۰۰) تنو معلوم الحاله دښمنانو د تجرید یا نابودۍ ظرفیت او توانایې نه لرو، د رښتینی ملی یووالی او اتفاق وړتیا نه لرو، هزار افسوس زموږ پر حال.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا