دخوست ولایت صبریوولسوالۍ سوري پاڼ سرکلي کې، دیووالي اوپخوانیو مثبتو او رغنده سنتونو او رواجونو د را ژوندي کولو په موخه ګډ روژه ماتی ترسره شو.په یاد روژه ماتي کې، دکلي مشرانو، ځوانانو په ټوله کې په زیاته کچه د کلی خلکو ګډون کړی او برخه اخیستې وه.دا ډول پروګرامونه دځوانانو اوپه ټوله کې دسیمې اوسیدونکو لپاره ګټور اودسیمې اوسیدونکو دیووالي سبب ګرځي لکه څنګه چی ټولوته جوته ده د امریکا او اشرف غنی په مشری د تیری شل کلنی واکمنی یوه لویه په ظاهره لاس ته راوړنه خو په حقیقت کی د یوی ټولنی او مدنیت ورانول د همدغو سنتونو او مثبتو رواجونو له مینځه وړل ؤ چی د ټولنیز ګډ ژوند بنسټ یی جوړاوه . اوس چی په ظاهره د امریکا هغه مافیائی واکمنی پای ته رسیدلی ده نو پکار ده چی اولسونه او واکمنان په ګډه سره د ملی او تاریخی مثبتو ارزشونو په بیا راژوندی کولو کی ګامونه پورته کړی . چی په دی لړکی د یووالی دروژه ماتی په نوم ګډروژه ماتی د هیواد او سیمی د دروند او لوړشخصیت استاد محمدامین”فروتن” په مشوره اومالي لګښت، دیادکلي ځوانانو لخوا ترتیب او تنظیم شو او ډېر په ښه شان سرته ورسیدلو. له پاک خدای ج له درباره هیله کوو چی زموږ غیرتی اولس په ځانګړی توګه دخوست ولایت مسلمانو پرګنو ته ددغه ارزښتمن کار د دوام توان ورپه برخه کړی .