گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دژونــد مـــراحـــل…………….
دژونــد مـــراحـــل…………….

دژونــد مـــراحـــل…………….

سلام اودرناوی معززو خویندو وروڼو افغانانو!نن می بیا وروسته له یوې مودې دلوی استاد ( استاد خادم بابا ) دیو ټولنیز اثر څخه دا عنوان ( دژوند مراحل) را غوره کړی په ادبی مینه یی درسره شریکوم هیله ده چی عنوان مو خوښ ا وله دوستانو سره یی شریک کړی لوستل یی ګټور اوپه زړه پوری دی . مینه اودرنښت

دحیات له طبیعی سائق په لار ښودنه زما په زړه کښې دا شوق بیدا شو، چی زه « لوی شم » مالیدل چی دعلم خاوندان به په  محافلو او جرګو کښې کښناستل ، خلکو به ددوی لاسونه ښکلول ، او د دوی په پله به تلل اوځکه چې دقدرت د ډیرو اسرارو عقدو د انحلال ما دعلم په  لاس کښې ګاڼه ، نو شپه او ورځ می په ځان یوه کړه ، لوږو ، تندو اوستومانتیا ته می ونه کاته او دعلم دتحصیل پسی می هر ډول زحمتونه په سرو اخیستل . قدرت ما سره مرسته کړی وه چی د روغو اوجوړو والدینو په غیږ کی لوی شوی وم ، علم او دهوښیارو خواخوږو پالونکو هدایت زما صحت ته ترقی ورکړه . ځکه چې زه دفطرت په قوانینو برابر چلیدم . کوم وخت چی زه د اشیاؤ په فلسفه نه پوهیدم

نو هم د فلسفی دمقتضی سره سم روان وم .اوس ما سره دا میــــــنه پیداشوه چی « څه په هغه عــلم چی دولت ورسره نه وی » د دولت دګټی پسې می ملا وتړله ، په کار نه شرمیدم اوله زیاره نه ډاریدم ، په ګټه، لګښت ا وبچت کی می توازن قائم کړ ا ود پیسو دزیاتولو چاری می وپیژندی ، آخر په ما دې عشق دومره غلبه وکړه چی دولت می هرڅه وګاڼه او دهرڅه په مقابل کی می دولت ته ترجیح ورکړه .ومی کاته چی د آسمان دروازې ا ودځمکې خزانې ماته ټولې بیرته دی ا وله هرې خوا دولتونه او نعمتونه را روان دی ، یوه می دوه کیږی اودوه لس کیږی ،اولس می په سلوبدلیږی .بخت می ویښ دی چی په چپه یی اچوم په راسته لویږی !خلک ماته منقاد دی ، زما صفت او مداحې کوی . شاعران ماته قصیدې جوړوی او ادیبان می د حاتم اوپسرلی د درافشانی وریځې په کنایو ا واستعارو ستایی . د دښمنانو اوبدخواهانو خولې د دولت په څپیړه ماتی کړی دی ، دعیش وعشرت ناوی زما پښې مچوی او دعظمت اول آس زما دسپرلۍ دپاره ملا ټیټه نیولی ده !له قالینواو پشمینو په فرشونوناست یم مخی ته می رنګارنګ چوکې او میزونه ایښې دی چی نوی او نظر فریبه شیان پری پراته دی .

دنمر طلایی وړانګې دباغ دجګو ونو دڅوکو له مینځه چی دشمال په چلیدو دناز جنبش کوی ، را تیری شوی دعمارت له ښیښو رالویدل په فرش رقص کوی ، لاله رویان اوسیمین بدنان زما په مخ کښې ګرځی .چا راته دبیرون نه دملاقات دخواهیشمندانو ټکسونه را وړی ا ودچا په لاس کی دشب نشینې ددعوت لفافی دی ، زه ددغو سره خاندم او ټوکی کوم !ښځی می دشا لخوا په اوږو لاسونه ایښې دی ؟ ا وزامن ا ولوڼه می په غیږ دراختلو کوشش کوی .هښځی می دشا لخوا په اوږو لاسونه ایښې دی ؟ ا وزامن ا ولوڼه می په غیږ دراختلو کوشش کوی .اتربله منګولی ورکوی . زه ناست یم وایم : هو، ماته دلویې څلور واړه جزه ء صحت دولت علم اوشهرت حاصل دی .

زما په لاس کی بلوری بیاله ده چی له سرو اوبو ډکه ده ، زه دا اوبه څښم خو خوند نه راکوی . زه نه پوهیږم چی د ا زلال دی او که جګرخون ! ماته دا شبهه پیدا شوه چی د ابه وینې وی . زما زړه ښکته وښویده . ما ویل چی ګوندی زما سینه تشته ده ما په خپله سینه لاس وواهه احساس می کاوه چی زړه پکښې نشته . ما ته وایسیده چی زما ماڼئ دخلکو په سرونه ولاړه ده دغه دزیب اوزینت مناظر راته خیالی تصاویر ښکاره شول ، دهری تیګې ا وخښتې نه دکونډو ا ویتیمانو ږغ راته !زه پوه شوم چې دغه ټول ما دزړ ه په عوض حاصل کړی دی « هغه زړه چی د قیمت یی جوهر نشته »ما ته دا ټول عبث ښکاره شول ما د خپل ګران زړه پسی د اوښکو مرغلری تویی کړی . پیاله می له سره تاوه کړه اوپه مخامخ ښیښو می وویشته دهغی په ترنګ لکه ویده چی وم را ویښ شوم ا وکتل می چی په بله دنیا کی یم .کابل – ۱۳۲۴

نیټه د نوامبر پنځه ویشتم ۲۰۱۸ ـ تورنټو انتاریو لویه کانادا

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا