گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د زمـــری په خـــوله کـــې !
د زمـــری په خـــوله کـــې !

د زمـــری په خـــوله کـــې !

کله چې د نړیوالو ځواکونو له خوا پر افغانستان هجوم راغی او د طالبانو واکمنی یې رانسکوره کړه،وروسته په افغانستان کې د وینو سیلابونه لا څپانده او بهانده شول. هیله دا وه چې د نړیوالې ټولنې په راتګ سره به دغه سیلابونه  ) لکه څنګه چې د دوی شعارؤ(مهار شی خو ولې افسوس!چې داسې ونه شول.نړیواله ټولنه او په ټوله کې امریکا د تروریزم د له منځه وړلو له شعارسره افغانستان ته راغله،خو په اصل کې همدا هیوادونه په افغانستان کې د تروریزم د ودې،ترویج،او پرمختیا لامل شول

خلک یې پر جګړه مجبورکړل او د دوی ظلمونه،زورزیاتی او ټولوژنه ددې لامل شوه چې خلک د ځان ساتنې لپاره ټوپک واخلی چې دا په اصل کې د جګړې اور ته پوکی وهل وو او پوره باور دی چې دا د همدې خلکو موخه وه چې په سیمه او منطقه کې جګړه روانه وساتی او خپلو موخو او اهدافو ته په ښه شان سره  ځانونه ورسوی .هغه دهشت او وحشت چې په دې دوره کې دې ډلو او ددوی عسکرو ترسره کړ، په انسانی ټولنه کې یې ساری نه لیدل کیږی،اولااوس هم دا پروسه ښه په زور او ځواک سره  روانه ده. په افغانستان کې د امریکا د فوځی حضور د ختمیدو وروسته دغه د وژنې او ځورونې پروسه ددې هیواد د استخباراتی ادارې لخوا له افغانانو څخه د ځانګړی جوړ شوی فوځ K.P.Fلخوا پرمخ وړل کیږی،او دا لښکر د همدې موخې د ترسره کولو لپاره جوړ شوی دی.په خوست کې د امریکا د استخباراتی ادارې له لوری د جوړ شوی فوځ (K.P.F)لخوا چې نه کومه قانونی  بڼه لری او نه هم قانون پیژنی ؛ په ځینې سیمو کې ځینې بې ګناه قتلونه تر سره  کړل چې یو له دغو سیمو څځه د خوست ولایت  ،صبریو و ولسوالی  ده چې له خوست مرکز څخه شاوخوا دیرش ۳۰ کیلومتره  لیرې پرته ده او یوه غرنی سیمه ده،شاوخوا اوولس کاله کیږی چې د دولت د وسله والو مخالفینو له لوری اداره کیږی

او طالبان پکې منظمې ادارې او محکمې لری او وخت نا وخت د طالبانو او دولتی ځواکونو لخوا پکې درز غوبل جوړ وی او د سیمی بې ګناه او بې چاره وګړی د دوی د ړندو ګولیو خوراک ګرځی، کورونه یې د دواړو خواوو له لوری د سپر څوکۍ په ډول استعما لیږی ، سرونه  یې د جګړې د سون موادو په توګه او مالونه یې د یادو ډلو د تنورونو(خیټو) د ډکولو لپاره. یو ډله یې د تروریست او دهشت ګر په نوم وژنی  او بله ډله یې د جاسوس او د امریکا د غلام  په تور، کارغانو ته صدقه کوی او وژنی  یې،نه یې د پوښتنې کولو څوک شته او نه یې د غږ اوریدلو،دولت هم پرې ځان ناګاره اچولی،اوسیدونکی یې مجبورا او جبرأ د دولت له مخالفینو سره  یوځای شوی او د طالبانو ځایی دولت او محاکم یې د ستونزو د حل لپاره منلی  دی،ددې سیمې وګړی فکر کوی چې دولت په شعوری ډول د دوی سیمه مخالف ځواک ته د پنډغالی په ډول پریښودلی ده،که دولت په لوی لاس  دا سیمه مخالف ځواک ته د یو ه پنډغالی او ځالې په توګه نه پریښودی،دوی به هم ددې سرحدی  او استراتیژیکی  سیمې د ساتنې او امنیت په خاطر اقدام کړی وای،ولې تراوسه په دې اړه بې حرکته پاتې دی او یوازې د جګړې د زورد معلومولو او ارزولو په خاطر یادې سیمې ته ځواکونه لیږی او له ګڼې ملکی مرګ ژوبلې وروسته بیرته ترې راګرځی.

زمونږ د سیمې یو تن مشر او سپین ږیرې څخه چا پوښتنه وکړه چې دا عسکر او طالبان ولې سره  مخامخ نه ولې چې له لیرې ځایه،هغه هم داسې چې د یو اوبل ګولۍ نه ور رسیږی؟ سپین ږیرې ورته ویلی ؤ چې په مخامخ جنګ کې دوی وژل کیږی او له لیرې جګړه کې دپردۍ مور زامن! او بله دا چې په دې ډول دوی خپله ساعتیری کوی او وخت پاس کوی. له بلې خوا طالبانو هم یاد اولس په کراره نه دی پریښودی بې شمیره خلک یې د جاسوس،دامریکا د غلام  او په داسې نورو نومونو سره  ووژل، ګڼې ټولنیزې بېلاری  اوناروغۍ  یې په یاده ټولنه کې رامنځته کړی.غلا ، ،د نشه یی توکو قاچاقی کاروبار،بچه بازی، بې سوادی هغه ستونزې دی چې یاد اولس او ټولنه ورسره لاس  او ګریوان دی او دا دهمدې خلکو برکت دی چې ځوانان یې په د اسې مهلکو بدمرغو کړنو اموخته کړل.

په داسې حالت کې د اولسونو ترمنځ مایوسی او خپل سری  رامنځته کیږی چې دا خپل سری  د ټولو بدبختیو او بدمرغیو لامل جوړیږی. نوپداسی حال کی طبیعی ده چی  د اولس اودولت ترمنځ واټن رامنځ ته شی چې دولت دا اولس په شاړه بیدیا او د لیوانو په دره کې را ایسارکړ ی دسر او مال پوښتنه یې نکوی ددا ډول دولت به په دڅه لپاره ملاتړ کوی او طبیعی ده چی دیوه مسؤل دولت او یوی مشروعی واکمنی په سترګو ورته نه ګوری . په اصل کې دا د امریکا د استخباراتو یوه دسیسه ده چې یوه سیمه د مخالف ځواک د ساتلو لپاره په لوی لاس پریږدی او دا ډول ډلې ټپلې پکې د سبا ورځې د ریزرف ځواک لپاره وساتی او یوه مناسب وخت کې یې د استفادې وړ وګرځوی او د خپلو ګټو د ترلاسه کولو په خاطر ترې استفاده و کړی او زوریې یوازې د سیمې له خلکو څخه وځی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا