گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د دوحی د سولې هــــوکـــړه، او څـــو عــــملــــی وضــــاحتــــونـــه!
د دوحی د سولې هــــوکـــړه، او څـــو عــــملــــی وضــــاحتــــونـــه!

د دوحی د سولې هــــوکـــړه، او څـــو عــــملــــی وضــــاحتــــونـــه!

۱. د افغانستان د حکومت او امریکا د دفاع وزیر ترمنځ د فبروری پر ۲۹ د ګډی اعلامیه په ۳ بندونو کې د دوحی د سولې له هوکړې رسما ملاتړ او د مراجعه کوونکی سند په توګه منل شوی.۲. زلمی خلیلزاد کابل ته له طالبانو سره د مذاکراتو د هر پړاو په پیل، منځ او یا اخیر کې کابل ته نږدی تر ۲۰ ځله ډیر سفرونه کړې او په هر سفر کې یې د افغان حکومت د ویاندویانو په خبره چې دویته د مذاکراتو له بهیر او کېدونکی تصمیمونو څخه په جریان کې کول.

۳. د ملی مصالحی شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله له طلوع نیوز سره د خبرو پرمهال د دې هوکړې څخه خبرتیا او وروسته له هغه چې د دې شوراه مشر شو دا هوکړه یې بیا ـ بیا تایید او د هغی موادو او مفادو ته یې په ډاګه ژمنتیا ښوودلی.

۴. د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ ۱۰ ورځی رسمی او نږدی یوه نیمه میاشت غیری رسمی اورکم د همدې هوکړې په بنسټ شوی.

۵. د قطر ـ دوحی د سولې هوکړې په بنسټ تر ۵۰۰۰ زیات طالب بندیان د افغان حکومت له لوری آزاد کړای شول.

۶. د قطر په دوحه کې روان بین الافغانی مذاکرات د همدې هوکړې پر بنسټ وروسته له هغه چې ۵۰۰۰ طالب بندیان خلاص شول پیل شو.

۷. د افغانستان د حکومت مذاکره کوونکی پلاوی له طالبانو سره د دوحی هوکړه، د بین الافغانی مذاکراتو د بنسټ یا اساس په توګه ومنله او پدې سره د بین الافغانی خبرواترو هغه بندون پایته ورسېده چې ۳ میاشتی یې دوام موندلی وو.

۸. امریکایی حکومت خپل زرګونه عسکر، له افغان حکومت سره د ۲۰۱۴ ز کال د امنیتی تړون په خلاف د دوحی د سولې د هوکړې د درې ګونی بهیر پر بنسټ وایستل او دا لړۍ حتا د امریکا د کنګرې دهغه قانون چې هرڅه دې د بایډن د اداری تر راتګه وځنډول شی لا هم روان دې.۹. امریکا د دوحی له هوکړې وروسته دغه سند پخپل لاس د ملګروملتونو د امنیت تر شوراه یوړل، هلته یې د دې ځواکمنۍ نړېوالی شورا تایید پرې واخېست، د دې ترڅنګ اروپایی ټولنی، کاناډا، چین او روسیې د ځانګړو اعلامیو له لاری دا تړون تایید او ورڅخه یې نړېوال ملاتړ وکړل.

۱۰. امریکا د دوحی له تړون وروسته لسګونه اډې وتړلی، ویجاړې یې کړلی او تراوسه یې دغه تړون ته نږدی بشپړه ژمنتیا څرګنده کړې.

۱۱. د جینواه په کنفرانس کې چې څو اونۍ وړاندې له افغانستان سره د افغان حکومت د ستراتیژیکو ملاتړو له لوری رابلل شوی وو، ټولو د دغه تړون په پلی کېدا ټېنګار وکړل، حتا امریکا خو خپلی ۶۰۰ میلیونه ډالر مرسته هم سولې ته د حکومت په ژمنتیا او تر یوه کاله مشروطی اعلان کړلی، د دې ترڅنګ د جینوا د ناستی پیغام د جګړې پرځای په سولې ټینګار او له جګړې نور په نه ملاتړ سره پایته ورسېدل.

۱۲. د دې ټولو سربېره د دوحی په هوکړه کې ټول څلور ګونې بحثونه چې د امریکایی ځواکوونو په ۱۴ میاشتو دننه کې وتل، له القاعده سره د طالبانو د اړیکو پرېکول، د تاوتریخوالی کموالی او د بین الافغانی مذاکراتو پیل وو، خوراه څرګند او پدې اړوند نږدی کال کیږی چې حکومتی مشرانو کله هم نیوکه نه ده کړې.

۱۳. د دې ټولو سربېره د امریکا نوی ډیموکراټ ولسمشر چې څو ورځی وروسته یانې د ۲۰۲۰ ز کال د جنوری په ۲۰مه به په رسمی توګه د امریکا ولسمشر شی، د نوموړې د ملی امنیت ځانګړې سلاکار هم څو ورځی وړاندې له CNN سره په یوه مرکه کې د طالبانو ـ امریکا د سولې هوکړه تایید او پدې اړوند یې د جوبایډن ادارې دریځ هم روښانه کړل.

۱۴. افغان حکومت چې کله هم د جګړې د کموالی او اوربند بحثونه کوی، یا له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره د طالبانو په اړیکو نیوکه کوی، نو د استدلال ټکی او منطق یې د دوحی د سولې هوکړه وی.د دې ټولو وضاحتونو، بحثونو، حقوقی، سیاسی او نړېوالو مشروعیتونو او په ځانګړې ډول د څه کم یوکال په تیرېدو سره که سړې له منطقی اړخه هم د یو څه مخالف یا موافق وی، ګمان نه کووم چې د دوحی د سولې هوکړه دې لا بیا هم ګونګه او پیچلی وی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا