گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دحکمتیارصاب خوبونه اوهوسونه!
دحکمتیارصاب خوبونه اوهوسونه!

دحکمتیارصاب خوبونه اوهوسونه!

     له هم هغه ورځی چی کوچنی ګلبدین په  کابل کی د حربی ښوؤنځی څخه د کندز امام ولسوالې ته سه پارچه واخیسته او هلته یی دخوبونو په لیدلو او تعبیرولو پیل وکړ دنوموړی په ځوان مزاج کی د تکبراو یوه وحشیانه غرور  داسی ډبره کیښودل شوه چی دهغه پر راتونکی ژوند یی کلک اثر پریؤت .کله چی  هغه د خوبونو اوتعبیرونو په نوم یوه رساله کی چی دهغه په قول د اطریشی الاصله  زیګموند فرویئد په ځواب کی لیکلی دی او غواړی د قرآن او سنت په رڼا کی  دا ثابته کړی  چی تاریخی واقیعتونه له وړاندی انسان ته مجسم کیږی . هغه دخپلی دغه رسالی په ۳۴ مخ کی د « په خوب کی دستورو ځای ته تلل » تر سرلیک لاندی داسی لیکلی دی : زما د رویأ بله بیلګه د یوسف علیه السلام «رویأ» ته ورته ده ماته خپل شهید پلار په نوی ځوانۍ کی واده وکړپه لسم ټولګی کی زه د واده خاوند شوم دواده په شپه می د سحر دلمانځه څوشیبی خوب وکړ چی سترګی می سره ورغلی ګورم چی دتره یوزوی می چی سپین ږیرې ؤ او محمد نذیر نومیدویوځای د آسمان پر لوری اوچت ولاړو دستورو ځای ته ورسیدو ، ستوری راکدول خو زما په رسیدو سره وخوزیدل له شرق د غرب په لور روان شول داسی لکه د سمندر څپی نا څاپه یی زرینه ټوټه تری جوړه شوه چی داوږدو او سارو تارونه یی ټول ستوری ول دا زرینه ټوټه په خپله په زرینو خولیو بدله شوه له ما څو ګامه ایښوا ددغه زرینو خولیو یوه وړه ګوڼه جوړه شوه هغی خواته ورروان شوم چی وګورم دا څنګه خولۍ دی ؟ناڅاپه څه نور ناپیژانده کسان چی شمیر یی تر څلورو پنځو زیات نه ؤ را پیدا او د خولیو په لور راروان شول هریوه له دی ګوڼۍ یوه خولې په لاس کی را واخیسته  پرته له دی چی په خپل سر یی کیږدی ما هم یوه خولۍ را واخیسته او په خپل سرمی کیښوده او په همدی سره له خوب راویښ شوم .
      په ابتدأ کی می ګمان کولو چی ددی خوب به زما له واده سره ارتباط وی ښایی الله تعالی به ماته نیک اولاد راکړی چی سر می پری لوړوی . ددی خوب له لیدو دوه کاله وروسته په پوهنتون کی شامل شوم او په پوهنتون کی زما له شمول سره جوخت اسلامی نهضت پیل شو د الله تعالی لطف او مهربانی وه چی دیوشمیر محصلینو وروڼو په ملګرتیا می د اسلامی نهضت په تأسیس کی لږ یا ډیره ونډه را په برخه شوه .دسردارداؤد د واکمنۍ پر مهال او هغه وخت چی زموږ ډیر وروڼه د رژیم له لوری د پاڅون په تور ونیول شول ما له یولړ نورو وروڼو سره پاکستان ته هجرت وکړلږه موده وروسته موله هم هغه ځایه د نهضت دبیا پیلولولړۍ پیل کړه ……….چاچی به زموږ سره یوه روزینه دوره پای ته رسوله بیا به خپلو سیمو ته تلل په همدی دوران کی ؤ چی مشران وروڼه راغونډ شول او دیوی غونډی په ترځ کی د اسلامی نهضت مشری ماته تفویض کړه چی زما د خوب تأویل همدا ؤو ….که څه هم دانسانی ژوند په اوږدوکی چی له بل چا سره د اړیکو په نه درلودلو او هغه هم دیوه ځانګړی استکباری آند پر بنسټ چی په اوسنی پیړې کی یو ناروا عمل شمیرلای شی کله نا کله پر کورنی او خپل خصوصی چاپیریال  د استبداد د ساتلو او ټینګولو په موخه دغه شانی خوبونه لیدل یومعمولی عمل بللی شی خو کله چی د یوه ټولنیز اصلاحی غورځنګ خبره کیږی نو بیا پکارده چی په ټولنه کی معمول دعلم او پرمختګ معیارونه له پامه نه یوازی چی ونه غورځول شی باید د داسی اصلاحی غورځنګونو مشران پر یوه ځانګړی علمی بنسټ ولاړ فکر د ټولنی ستونزی حل کړای شی بیا نو دخوبونو لیدل او ځان پرنورو مشرجوړول ځای نه لری . داچی تاسو ویلی او لیکلی مودی چی تاریخی واقیعتونه د خوبونو دلیدلو په بڼه له وړاندی ښودل کیږی که څه هم د ټولنی پرمختګ یوازی د زده کړی او پوهی په وسیله ترسره کیدای شی او په دی لاره کی نور هرڅه د اسلام د حقیقی روح سره ډډه نه لګوی او د اسلام په مقدس دین او د ژوند په نورو برخوکی خرافات ګڼلای شی خو هیڅکله هم خرافات او نور شرک آلود مستندات دیوه ټولنیز فکری او ټولنیز غورځنګ په جوړیدو کی ځای نلری نو ځکه خو تاسو محترم چی خپل د څوکالو وړاندی لیدلی خوب د څوکالو وروسته په یوه بل چاپیریال یعنی پاکستان کی چی زموږ د سپیڅلی جهاد اود روسی یرغلګرو په وړاندی د هجرت ټاټوبی ؤدخپل مشرتابه زیرې بولی چی ګنی تاسو هم له پخوا څخه دیوه روحانی پیشوا او مرشد په توګه د الله ج له لوری دنورو اولوالعزمه پیغمبرانو په څیر د الله ج له لوری غوره شوی یاستی !! دا په داسی حال کی ده چی تاسو که له اسلام پرته د خپلی مبارزی لپاره چی د روسی یرغلګرو په وړاندی د هجرت او وروسته دجهاد سبب شو لاره غوره کړی وای نو بیا دداسی شان خوبونو لیدل هم چی زیاتره استخباراتی بڼه لری ځای درلود خو له نیکه مرغه تاسو خپله لار چی دخپلو خوبونو تعبیرموهم پری کړی دی « اسلامی نهضت » نومولی ده چی پر«اسلام» اود« نهضت » پرټولو برخودعلمی اوتاریخی پوهی درلودل یی لوی شرط ګڼلای شی . چی ددغه لازم شرط په کموالی سره د مشرتابه ټاکل ترپوښتنی لاندی راځی او په تیره په پاکستان کی چی بنسټ او«استراتیژیک ژوروالی» یی دجوړیدوسره سم دګاونډیوهیوادونولکه هندوستان اوافغانستان سره پر غچ آخیستلو او تاوتریخوالی ولاړ دی تاسو محترم د« اسلامی نهضت » د مشرپه توګه ټاکل خو طبیعی ده چی استخباراتی او دپاکستان د پالونکی ځواک پوځ په تیره د پوځ د اطلاعاتو د ځانګی ISI مستقیمه ټاکنه ؤبلل شی . دا په داسی حال کی ده چی پاکستان ته د شړل شویو کسانو په مینځ کی پراسلام پوه ډیرو داسی څیرو او شخصیتونو حضور درلود چی له شک پرته دیوه اسلامی غورځنګ په رامینځ ته کولو کی تر ټولو زیات مستحق ګڼلای شول نوځکه خو ویل کیږی چی ستاسو دعوی ګنی تاسو په پاکستان کی د « اسلامی نهضت » د بنسټ ایښودونکی په توګه ټاکل شوی واست له لومړی سره یوه استخبارا تی مسأله وه او همدا اوس هم دیوی  استخباراتی پروژی مهمه برخه ګڼلای شی . له دی به هم ورتیر شو تاسوهم هغه مهال هم چی پاکستان ته هجرت وکړ او ددی سره سره چی تاسو افغانستان ته دبیا ورستنیدو په هیله د وخت د ښکیلاک ګرو د لاس پوڅو حکومتونو  سره د مقابلی او جهاد په نوم داسلام د مقدس دین څخه د استفادی په لړ کی خپل شجرة النسب په کابل پوهنتون کی د مسلمانو ځوانانو د غورځنګ په مشرتابه پسی غوټه کاواست یعنی دا چی تاسو کابل  پوهنتون ته د راتلو سره سم د مسلمانو ځوانانو د غورځنګ د مشر په توګه ټاکل شوی واست او داخبره تاسو د « خوبونه اوتعبیرونه دقرآن اوسنت په رڼا کی » لومړنی چاپ کی چی له ځینو ورته اشتباهاتوپه حذف سره خپل خوب داسی ښودلی ؤ چی ګنی تاسو کابل پوهنتون ته په دا خلیدو د « مسلمانو ځوانانو د غورځنګ »   د مشر په توګه ټاکل شوی واست او دا مو دخپل خوب تعبییرګڼلی ؤ . په داسی حال کی چی د « مسلمانو ځوانانو د غورځنګ » په ټاکلو کی د لومړی توب حق هغه چاته ورکول کیده چی د ځوانانو په سطح د شرعی علومو څخه لازمه خبرتیا ولری او کم له کمه د کابل پوهنتون د شرعیاتو په پوهنځی کی د زده کړو په حال کی وی چی تر ټولو مناسب کس دهغه پوهنځی محصل ارواښاد عبدالرحیم نیازی ؤ چی له
دینی افکارو سره یی چی د افغانی ټولنی روح او بنسټ یی جوړاوه کافی اندازه آشنائی درلوده او په دغه پوهنځی کی پر اسلام پوه استادانو سره یی له نږدی اړیکی درلودی او دغو اړیکو کولای شول په کابل پوهنتون کی د هیواد پر سطح دټولو کیڼو او ښیو ګوندونو کی شاملو د ځوانو کدرونه په څیر د ټولنی اړتیاوی او دهغوی لپاره د حل ضروری لاری چاری  په ګوته کړی .                                             
دافغانستان په خونړی تاریخ کی ګلبدین حکمتیار دافغانستان داسلامی حزب یوازینی مشر دی چی ځان له ټولو غوره او د خدای ج له لوری پر خوار بشریت یوه سپیڅلی لورینه بولی . ددی اصلی علت شاید په پاکستان کی د هغه هیواد استراتیژیک عمق ته درسیدو په لاره کی د ګلبدین حکمتیار هغه لیونۍ مینه وی چی د جنرال حمید ګل په څیر ددغه استراتیژیک عمق دساتندویه پوځی ځواک یوشمیر جنرالان یی دیوه سوچه پاکستانی وګړی په توګه یادونه کوله       
   
ته درسیدو په لاره کی د ګلبدین حکمتیار هغه لیونۍ مینه وی چی د جنرال حمید ګل په څیر ددغه استراتیژیک عمق دساتندویه پوځی ځواک یوشمیر جنرالان یی دیوه سوچه پاکستانی وګړی په توګه یادونه کوله . که څه هم هغه مهال چی دپاکستان د مسلم لیګ په مشری د ملکی حکومت په وسیله د امریکا او پخوانی شوروی اتحاد ترمینځ له افغانستان څخه د روسی لښکرو د وتو په موخه  لاسلیک شو ښاغلی ګلبدین حکمتیار هم هغه مهال د پیښور په ورسک نومی پنډغا لی کی دمهاجرینو په یوه لویه غونډه کی د جهاد سره جفا ؤبلل شوه او دخپلو خبروپه ترځ کی یی چی د ټول پاکستان څخه راغلیو افغان کډوالو په مینځ کی یی ترسره کړه داسی وویل :   
  ………وروڼو لکه چی اطلاع لری دتیری پنجشنبی په ورځ د ژنیو معاهده دافغان اولس په غیاب کی امضأ شوه شپږکاله مسلسل مذاکرات په یوی داسی معاهدی منتج شول کوم چی نه جګړه پای ته رسولی شی ، نه سوله او امن قائیم کولای شی او نه دپنځه میلیونه افغان مهاجرینو لپاره خپل ملک ته دبیرته ستنیدو مناسب حالات راپیداکولای شی . زموږ له نظره دژنیو معاهده باطل او غیر عادلانه ده او زموږ مؤمن ملت نه داسی معاهده منی اونه دهغی په وړاندی کوم التزام اوتعهد او پای بندی لری !!!ترټولو حیرانونکۍ اړخ دپاکستانی پوځ په اشاره دژنیو د معاهدی په وړاندی د غبرګون دغونډی په رابللو کی داؤ چی کله هم د هم هغه تړون پر بنسټ چی د امریکا او شوروی اتحاد ترمینځ لاسلیک شوی وه او له افغانستان څخه د  روسی  لښکرو ایستل پیل شول او روسانو ؤپتیله چی نور نو باید افغانستان پریږدی هم هغه دسلواغی ۲۶ مه چی په  ۱۹۸۸ کال کی افغانستان دسرولښکرو څخه د آزادی د ورځی په توګه ونومول شوه او هرکال به دغه ورځ دیوی ملی ورځی په نوم نومول کیده . په داسی حال کی چی همدا ورځ د پاکستان د پوځ په اشاره افغانانو ته د منلووړنه وه  .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا