گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست روزنتون دسلطان محمـود خیرخواه په نوم ونومول شو!
دخوست روزنتون دسلطان محمـود خیرخواه په نوم ونومول شو!

دخوست روزنتون دسلطان محمـود خیرخواه په نوم ونومول شو!

د نواندیشی یادونه : تیره ورځ دداعش له لوری په یوه خپره شوی اعلامیه کی د خوست ولایت د خیر ښیګړی په سمبول افغان ژورنالیست ، لیکوال اوتکړه  ممثل سلطان محمود خیراه  برید او دهغه د شهادت پړه پر غاړه واخیستل شوه  چی دغه دروند جنایت دهغوی بد نامو بړیڅو تر سره کړی دی خو په دی نه پوهیدل چی ټولنیز سمبولونه او هغوی چی د یوی ټولنی له مینځ څخه را پورته شوی وی په خپل مرګ او شهادت سره د ملتونو او اولسونود  بقأ او دائیمی پاته والی په داسی غمیو بدلیږی چی د بشری تمدن یوه لویه برخه جوړوی او دوی هم ددغه تل پاته میراث په آسمان کی لکه ستوری ځلیږی او پړ قیږ ی . نو ځکه خو نن د کب ۲۷ مه چی د خبریال دملی ورځی په نوم یاده شوی ده د خوست ولایت محترم والی محمد حلیم فدائی  د شهید سلطان محمد خیر خواه ټولنیز  شخصیت اوسلوک ته په کتنه او ددغه ځای د ژورنالیستانو او روڼاندو په غوښتنه  د خوست روزنتون د سلطان محمد خیرخواه روزنتون په نامه ونومولو چی د نواندیشی تربیون هم په خپل وارسره د خوست د محترم والی محمد حلیم فدائی ، افغان شاعر او لیکوال ښاغلی زاهد شاه انګار څخه په مننه چه ددوی په هڅو او هاند د یوه افغان ژورنالیست او تکړه ممثل سلطان محمود خیراه د وطن دوستۍ روحیه ژوندی وساتل شوه . او دغه راپور یی هم ترموږه هم راورسولو .دغه راز د خولایت درسنیو له دفتر څخه هم مننه کوو چی د هغوی په مرسته مو دغه راپور خپریدو ته چمتو کړه

____________________________________

خوست کې د کب ۲۷ د خبریال ملی ورځ ونمانځل شوه او پر مهال یی ۳۴ خبریالان وستایل شول چې په دې مراسمو کې د ولایت والی ښاغلی محمد حلیم فدایی، خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی، د ملی امنیت رییس، د ولایتی شورا غړو، د سیمه ییزو، نړیوالو او ملی رسنیو خبریالانو ګډوون کړی و.په پیل کې د ژمن ټلویزیون خبریال ښاغلی سلطان محمود خیرخواه د فاتحې مراسم تر سره شول او د الله ج له دربار څخه یې د هغه روح ته د جنت الفردوس او خواخوږو ته یې تسلیت وړاندې شوو.په غونډه کې د اطلاعاتو او کلتور رییس محمد امین شاه الفت د ښه راغلاست په وینا کې له ولایتی ادارې له مشرتابه مننه وکړه، چې خبریالانو ته یې یو ښه چاپیریال برابر کړیاو نن ورځ د خبریال ملی ورځ نمانځی ورپسې د غرغښت راډیو ټلویزیون رییس سخی سرور میاخېل په خپلو خبرو کې د کب ۲۷ مه د خبریال ملی ورځې د نومولو له امله له جلالتماب جمهور رییس څخه مننه وکړه او ویې ویل چې دا ورځ به موږ ته د هغو خبریالانو یاد راتازه کوی، چې د بیان د ازادۍ په لاره کې یې قربانۍ ورکړی.هغه وویل ژورنالېزم هغه پاک مسلک دی، چې د ټولنې ستونزو ته انعکاس او وګړو ته شعور ورکوی.د خوست والی په خپلو خبرو کې د شهید خیرخوا کورنۍ، خبریالانو او خوستوالو ته تسلیت وړاندې کړ او هغه ته یې د جنت الفردوس او خپلوانو ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.والی وویل چې د خیرخواه قاتلین به تثبیت او د قانون منګولو ته وسپارل شی او په دې اړه ټولو امنیتی ارګانونو خپل فعالیتونه پیل کړی.خوست والی وویل چې له خپل سهم څخه به دخیرخوا کورنۍ ته دحج سهم ورکړی اوهم به د ماشومانو روزنتون د هغه په نوم ونومول شی.د ولایت والی له دې امله له جلالتماب جمهور رییس مننه وکړه، چې د کب ۲۷ مه یې د خبریال ملی ورځې په نوم نومولی او له دې ورسته به په کلیزه کې دا ورځ شامله وی، چې د ژورنالېستانو د درناوی او ملاتړ په موخه به نمانځل کیږی.د ولایت والی وویل ددې ورځې په رسمی کلیزه کې ثبت کول ددې نظام، د بیان د ازادۍ، د ژورنالېستانو د ملاتړ او دوی سره د ژمنتیا او تعهد یو څرګند ثبوت دی او په دې اړه د د دولت په اراده هیڅوک شک نه کوی.د ولایت والی وویل چې د همدې ورځې په مناسبت به یوه جاده د خبریال په نوم ونوموی او له خبریالانو څخه به خپله همکاری دریغ نه کړی.د ولایت والی په هملند کې د ژورنالېست د ټپی کیدو او په کابل کې د یو ځوان د شهادت په اړه وویل چې موږ او حکومت هڅه دا ده، چې نور د داسې بدو پېښو شاهد ونه وسوود خوست له محترم والی ښاغلی محمد حلیم فدایی څخه زښته زیاته مننه چې د خوست د ګڼو ځوانانو، خبریالانو او مدنی فعالانو دا غوښتنه یې ومنله او د خبریال ملی ورځې په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې یې اعلان وکړ چې خوست روزنتون به د ارواښاد خبریال سلطان محمود خیر خواه په نوم رسمأ و نوموی.

ددغه راپور په چمتو کولو کی دافغان شاعر ژورنالیست محترم زاهد شاه انګار او د خوست ولایت درسنیو له دفتر ونډه دمننی وړ بولو ! 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا