گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له عربی خنجره دیوی عربی پیغلی خـرَپ اوتــرپ!
له عربی خنجره دیوی عربی پیغلی خـرَپ اوتــرپ!

له عربی خنجره دیوی عربی پیغلی خـرَپ اوتــرپ!

دا ځلې د سعودی عربستان په معاصر تاریخ کې یوې سعودې ۱۸ کلنې پیغلې رهف محمد القنون د خونړی خنجر له خرپه په ډیره میړانه د کانا ډا په لورې ترپ وهلې او هغه لکه چې د ځوانیمرګوپه سپیڅلو سرو وینوکې لیت،پیت مسلمانوافغانې شهیدو پیغلوناهید ،فرخندې،انګیزې اورخسانې له زړه بوږنوونکی ناتاراو ویرجن شهادت ښه پوره خبره وه چې د خپل ځان د ژغورنې اوساتنې انسانی حق لرونکی چیغه یې د نړۍ ګرده بشریت ته ورسوله

اوپه پایله کې د کاناډا د تورنتو په نړیوال هوایې ډګر کې په شاندارومراسمود کاناډا د بهرنیو چارو د وزیرې اغلی کــرستینا فریلنډ له خوا ورته ستړی مه شی او هر کلی وویل شواو بې له ځنډه د کاناډا لومړی وزیر ښاغلی جاستین ترودو،عربستانۍ ترهیدلی اولکه د غره هوسۍ ویریدلی پیغلې القنون ته په کاناډا کې د پناه اخیستوچانس ترلاسه او د نړیوالوبشری حقوقو د منل شویو پرنسیپونوسره سم کاناډایی تابیعت ورکړشو.القنون د پیغلتوب په منګ تراژیک داستانونه لری د کویټ اوټالینډ په هوایی کرښه یې کاناډا ته د پناه اخیستولامل د هغه اجباری واده،فزیکی، روانی شکنجې اوربړونې اود غلامۍ له زندانه فراراود خپل ژوند ژغورل دی.

بې شکه چې په سعودی عربستان کې د ښځو په وړاندې جدی بندیزونه جارې او له خپل کور څخه د کورنۍ د کوم غړی له بدره ګې پرته بهر ته د وتلواجازت نه لری.اسلام مبین دین د عاطفې،خواخوږۍ،ترحم او پیرزوینې دین دی.او زموږ ستراو محبوب پیغمبرد ښځواو میرمنو د حقوقواو احترام پر ځای کولوپه اړه غوره ارشادات لری او د بعثت څخه د مخه حضرت محمد ص د قریشی سوداګرې بی بی خدیجې سره چې د وریښمنوتجارت یې کاوه په کار او بار بوخت شو.

حضرت بې بې حدیجه د حضرت محمد په سپیڅلو اخلاقو، نیک چلند او آمانت ساتلودومره مینه پیدا شوه چې آن حضرت ۲۵ کلن او بی بی خدیجه څلویښت کلنه وه چې د حضرت بی بی خدیجې د پلار او دحضرت محمد ص د کاکا په حضوریې نکاح وتړل شواوبی بی خدیجه لومړنی میرمن ده چې په حضرت پیغمبرد وحې له نازلیدو وروسته مسلما نه شوه او

ام المسلمین ستر افتخار یې وګاټه اوالله تعالی هغو ته د عبد الله،قاسم اوطاهر په نومونوزامن ورکړل چې د ماشومتوب په مهال یې رحلت وکړاوڅلور لوڼې د زینب،رقیه،ام کلثوم اوفاطمه زهرا په نومونوورځینی پیدا شوی او بی بی فاطمه د حضرت علی کرم الله وجه میرمن او مبارکه زوجه ده.لویه خدایه ته په موږکې محمدی اخلاق،عاطفه،خواخوږی،ترحم رازده کړې

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا