گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دسیاسی غلطیودتسلسل ناورین!
دسیاسی غلطیودتسلسل ناورین!

دسیاسی غلطیودتسلسل ناورین!

سهوه  له کار او هڅو سره تړاو لری. د انسانی وجود له وجود څخه تر نن پورې دوام لری او تر هغو به انسانان سهوې کوی ترڅو چې انسانی ژوند شتون ولری. سهوه کیدل نه یوازی داچی ستره نیمګړتیا نه ده، بلکې د هغو خلکو لپاره چې خپل اشتباهات څیړی او ارزوی یې، سهوه زده کړو او پرمختګونو ته لاره پرانیزی.مګر زموږ په هېواد کې د اشتباهاتو تسلسل او د غلطیو د ارزونو د دود نشتون  موږ ته فاجعې رامنځته کړی دی. په تیرو څو لسیزو کې زموږ ترمنځ  د واک په سر جګړو کې د زور استعمال  موږ ته په لوړه کچه مادې او معنوی زیانونه را واړول. د یرغلګرو په وړاندې زموږ د ولس حقه مبارزه او جهادی کړنې یې اغیزمنې کړې، زموږ ملی غرور یې مات کړ، زموږ هېواد یې په کنډواله بدل کړ او پردیو ته یې اړ کړو.په نورو افغانانو  باور نه کول، د واک سپیره تلوسه،   د خپلې ټولنې ذهنی لمړیتوبونو معلومولو پرځاى په  تولنه باندی د پردئ اجندا تپل او تر ټولو مهمه دا چې داخلی اختلافاتو ته د حل لارو په لټون کې سکوټه ناکامی زموږ د تېرو څو لسیزو د حکمرانانو مشترکه نیمګړتیاوې تشکیلوی.د سیاسی غلطیو او معیارونو د ماتولو پیل خلقیانو وکړ او تر اوسه پورې دوام لری. برید ملان یې جنرالان کړل او نورمحمد تره کى یې نابغه ونوماوو. له خپل ولس سره یې جګړه وکړه، واک یې له ګوندی خلکو سره وساته او د خپلمنځی اختلافاتو له امله تره کى ووژل شو، کارمل او فکری ملاتړی یې وشړل شول. د مجاهدینو ځینو مشرانو نه یوازې د شورویانو په وړاندې د سپیڅلی جهاد افتخارات لیلام کړل بلکې کابل یې هم ونړاوه.طالبانو په خپله لومړنۍ واکمنی کې د ولسی ارادو د تمثیل پرځاى واک انحصار او له ټولې نړۍ سره په تقابل کې تګلاره یې غوره وګڼله. د دیموکراسی دوره کې پراخ او هراړخیز فساد، د زورواکانو پالل، له غرب څخه د داسی انجونو او هلکانو واردول چې فساد کې ماهران وو، خو افغانی کلتور او عقیده یې نه پیژنده، د ژوندیو لخوا د ځمکو او د مړو لخوا د تپو غصبول، د کورنیو جګړو مخکښانو ته ستر امتیازات ورکول یې ځانګړتیاوې وې. د دروغجنو ژمنو، ټاکنیزو درغلیو، په اساسی قانون باندې د ملنډو وهلو، به جمهوریت باندی د سودا کولو،  جګړه ایزو وحشتونو او هر ډول فساد د بنسټیز کیدو له امله  دیموکراسی بدنامه شوه.وس داده “د اشغالګرانو د شړلو او د مغصوبه واک بیرته ترلاسه کولو مشروع حق” ترعنوان لاندې طالبان یو ځل بیا د ستر ازمون په څلور لاره کې حیران ولاړ دی. نه یې بین الافغانی سوله وکړه، نه د واک ویش منی، نه په نورو باندی باور کوی، نه د نړیدلی نظام په بدیل باندې فکر کوی او نه د نظام جوړولو لپاره اړینه وړتیا او امکانات لری. زموږ حاکمان هر وخت د غلطی له کولو وروسته پوهېږی، خو په خپلو اشتباهاتو باندې اعتراف کول ورته د شرم خبره ښکاری.له طالب مشرتابه څخه د ګیلې په شکل پوښتنه کوم چې؛ ایا هغوى ولې فکر ونشواى کولاى چې له نړئ سره د بین الافغانی هوکړې، د واک د انحصار فکر نه کولو، د نظام د څرنګوالی په اړه په بین الافغانی مذاکراتو کې د پرېکړې کولو او پراخ بنسټه حکومت جوړولو په تړاو د ژمنو ماتول به ستره بیه ولری؟ په ملی او نړیواله کچه به ورته ستونځې پیدا کړی؟  افغانستان به یو ځل بیا د کورنئ جګړې جهنمی کندې ته لاهو کړی؟په پوره یقین سره ویلاى شم چې د طالب مشرتابه ترمنځ د اختلافاتو او منفی غبرګونونو د مخنیوی په پرتله د پورتنیو تعهداتو ماتول په کور د ننه او بهر لانورې جدی ستونځې ایجادولاى شی. هغوى د خپلمنځی داخلی ستونځو په تړاو د دوحې له تړون وړاندې باید د خپلمنځی اختلافاتو  د مخنیوی هڅه کړې واى.فرصتونه مو له لاسه ووتل او لا هم شته فرصتونه له لاسه ورکوو. اوس اسلامی امارت په ډېره ټیټه کچه فرصت لری چې د کابل په ګډون په ټول افغانستان باندې د واکمنی برلاس لری. هغوى باید د دروند مسئولیت په درک کولو د خپل ولس له ټولو طبقاتو سره تفاهم وکړی. ولس ته د زعامت په تړاو د مهم رول لوبولو حق ورکړی؛ ولس باید په اعتماد کې واخلی؛ په ټپه ولاړې اداری په مسلکی او با تجربه خلکو بیرته فعالې کړی، د مشورو لپاره پاک، سپیڅلی، له هر ډول فساد او تعصب څخه پاک خلک شتون لری خو لټون غواړی. د ملی ملاتړ څخه برخمن د هر فکر، قوم، نسل، سمت او ژبې خلکو ته په یوه ممثله لویه جرګه کې د نظام راتلونکى نوعیت، اساسی قانون کې د بدلون وړ مادې، ملی بیرغ او داسې نورو اړینو اصلاحاتو مسوده وړاندې کړی او د اکثریتی ډلې نظر ته د راتلونکی نظام او حکومت په جوړښت کې تحقق ورکړی.سیاستوال هم باید په خپلو تیرو سهوو باندی فکر وکړی، چې ولې د تیرو څو لسیزو راپدیخوا د نظام په نړولو کې بریالى خو په جوړولو کې یې سخت ناکام شول؟ موږ ولیدل چې جنګسالاران، د واک مجنونان او د پردی کلتور واردوونکې ډلې له ټول نړیوال حمایت سره سره د نظام په جوړولو کې پاتی راغلل، وتښتېدل او اوس یې څرک نه لګیږی، خو تعجب ده چې ځینې سیاستوال لاهم جګړه د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره ښه لاره ګڼی.سوسیالیزم زموږ سوسیالیستانو سپیڅلی جهاد زموږ ځینو جهادی مشرانو دیموکراسی زموږ دیموکراتانو بدنامه کړل او طالبان د اسلامی نظام د نفاذ لپاره د نړۍ د اسلامی محققینو او علماو له راټولولو د علماو د رأى په اکثریت د اسلامی نظام لپاره د عمل وړ مسوده یا موډل په وړاندې کولو کې  ناکام شوی دی.طالبانو ته  ځکه زیاتې سپارښتنې  کوو چې هغوى د چارو واګې په لاس کې لری. هغوى باید له تیرو زیاتو سهوو زده کړه وکړی، خپل مسئولیتونه درک کړی؛ د راتلونکې ممکنه ناورین مخه ونیسی؛ د ولس او نړیوالو ګډو غوښتنو او اندېښنو ته د امکاناتو په چوکاټ مثبت ځواب ووایی، د داسې ټول شموله حکومت بنسټ کیږدی چې بنسټ یې اهلیت لیاقت تجربه او سپیڅلتیا وی. اړینه نه ده چې په هر لوړ پوړی پوست باندی په سنګر کې جنګیدل یا ددښمن په محبسونو کې پاتی شوى طالب وی. که جهاد د اعلأ کلمت الله او د اسلامی نظام د نفاذ لپاره وی خو موخه ترلاسه شوه او د شهیدانو ارمانونه د اسلامی نظام نفاذ دى. په دندو باندې ګمارنه باید د وړتیا تجربې او اهلیت پربنسټ وی.موږ پوهېږو چې پخوانیو واکمنانو هم د ګمارنو معیارونه سخت وځپل. وړتیا لیاقت اهلیت او علمیت په ګمارنو کې هیڅ ډول نقش نه درلوده خو اوسنی چارواکی باید پوه شی چې د دوى او پخوانیو ترمنځ موږ توپیرونه هم وینو او توقعات مو هم د توپیرونو پربنسټ ولاړ دی.د شمال ټلوالې په نوم پخوانى ایتلاف باید عینی واقعیتونه ومنی،

د تیر بن په غونډه کې د طالبانو د نه ګډون زیانونه درک کړی؛ طالبان ځمکنى دروند واقعیت ومنی؛ د قوم ژبې او سمت په نوم د واک د ویش او امتیازاتو غوښتنه پرېږدی.  خپلو تیروتنو ته د توجیهاتو برابرولو، د خپل ځان او ګوند لپاره د امتیازاتو غوښتلو او سلیقوی فکر کولو پرځاى ملی ګټو ته د خپلې توجه په محراق کې ځاى ورکړی، د خپلو سهوو د ارزولو او د بیا نه تکرارولو هوډ وکړی او نړیواله ټولنه باید پرېنږدی چې افغانستان د تیر په شان یو ځل بیا خپل ځان سیمې او نړئ ته ګواښ جوړ شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا