نه ستړې کیدونکئ اتل ، د اعلأ کلمه الله د لارې ستر مجاهد د ازادی او خپلواکی د اصیلې داعیې روڼ آندئ مخکښ، د مسلمانانو ترمینځ د یووالی الګو،زمونږ د مبارزې د کاروان د درې نیمو لسیزو ملګرئ،
د ګوانتنامو د وحشتونو شاهد، د اشِدّا على الکُفّار رحمأ بینهم واقعی ممثل او د افغانانو ترمینځ د سولې رښتونئ دعوتګر ډاکټر سید محمد علیشا موسوی موسوی یادوم.
داکتر موسوی نن د جګړې خوراک شو او زمونږ د سوله ایزې مبارزې له اسمان څخه دغه ځلانده ستورئ د ګردیز په مسجد کې خپل رب ته د سجدې په مهال د تل لپاره زمونږ د ژوندیو ملتیا پریښوده.