دروغـجـــن مـــې لــټول پـــیــدا مـــې نـــه کـــړل
ښکته پورته ګــرځـــېدل پــیــدا مـــې نـــه کـــړل
کـــلـــیـــوالـــو نـــه مـــې هـــم وکـــړه پــــوښتنه
جومـــاتـــو تـــه تلل راتـلل پیدا مـــې نـــه کـــړل
په جومات کې مې نارې کړې چې دوی څوګ دي؟
دوی په ما پورې خــندل پــیــدا مـــې نـــه کـــړل
بیا حـکومت تــه پـــسې ورغـــلـــم عـــارض شوم
هغـوی هـــم بـــد رد ویـــل پیدا مـــې نـــه کـــړل
بــــیـــا نـــاهـــیلـــی شان مـــلـــي شورا تـــه لاړم
هغوی جـــوړ وو لوی غـــوبل پیدا مې نـــه کـــړل
حــــک حـــیران پـــه محـــکــمـه وربـــرابـــر شوم
ټول قاضیان مــې وپوښتل پیدا مــې نـــه کـــړل
نـــړیـــوالـــو نـــــــه مـــې هـــم پـــوښتنه وکـــړه
دوی پـــر یـــو بـــل اړول پـــیدا مـــې نـــه کـــړل
فـــیصـــــدي د صـــادقـــانــــو وه پـــــه صـــفـــر
دروغجــن وو سل پــر سل پیدا مـــې نـــه کـــړل
آخـــېــر خـــدای تـــه پـــه زارۍ او پـــه ژړا شوم
چـــې پـــر ما وشو څه چل ؟ پیدا مـې نـه کــړل
د دروغـــــو مــــــزل اوږد، د رښتـــیـــا لـــنــډ شو
ما دروغ ترې زده کــــول پیدا مـــې نــــه کــــړل
ټول ژوندون مې په تپوس تپوس کـــې تېر شو
مـاته هـــم راغــــی اجـــل پیدا مـــې نـــه کـــړل
زه چې مړ شوم بیا یې قبر کې خــونـــدي کـــړم
مـــړي مـــانـــه پـــټــېدل پـیدا مـــې نـــه کـــړل
هلته پوه شوم چـــې اصـلي دروغـــجـــن زه وم
ما پــه سترګو هـــم لیدل پیدا مـــې نـــه کـــړل