گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » درونــد به پــه بـیــدیا نه شــې ، چــې دروند په خپل کاله نه شې !
درونــد به پــه بـیــدیا نه شــې  ،   چــې دروند په خپل کاله نه شې !

درونــد به پــه بـیــدیا نه شــې ، چــې دروند په خپل کاله نه شې !

دنواندیشی یادونه : ښاغلی زاهد شاه انګار د پښتو ژبی خوږژبۍ شاعر او لیکوال دی چی د هنر په ژبه او په ځانګړی  درناوی سره ټولنیزی ستونزی او موخی په ګوته کوی ددی تر څنګ کله نا کله  خپلی لنډی شان  لیکنی او یادونې په ښائیسته او فولکوریکو داسی ټوکو ، ټکالو بدرګه کوی چی پکار ده لوستونکی یی څو ځله ولولی او سریی پری خلاص شی . نواندیشی  ښاغلی زاهدشاه  انګار ته د لوی خدای ج له درباره بریالیتوبونه غواړی اوله دغه شاعر  څخه دزړه له اخلاصه مننه کوی .

_______________________________

وایی یوه بریتور سړی همدا نارې وهلې چې ما ته په جنګ کې د یوه تن او سلو تنو هیڅ توپیر نه شته او دا خبره یې په وار وار تکراروله.اخر یو چا ترې پوښتنه کړې وه چې ته همدومره زورور یې که هسې غورې کوې؟بریتور ورته ویلی وو چې ما ته په جنګ کې ځکه د یوه او سلو تنو فرق نه شته چې له یوه هم تښتم او له سلو هم تښتم.

څو لکه غنم د ژوند په ژرنده کې اوړه نه شې

ته به د غنم رنګ تورو سترګو ته رانجه نه شې

هر څو که پردیو پسې منډې کړې سجدې وکړې

دروند به په بیدیا نه شې، چې دروند په خپل کاله نه شې

هسې په غرور د غره له پرښو سره سر وهې

لاره به و نه باسې چې پوست لکه اوبه نه شې

مازې دې چې یاد کړمه دا هم پر ما احسان ګڼې

داسې به دې هېر کړمه چې بیا به را په زړه نه شې

د پښتو ژبی نامتو هنرمند ښاغلی اسمعیل شاهد د افغانی ټولنی رښتیانی انځور په ګوته کوی 

پنډ پنډ د رازونو کتابونه مې ساتلی دی

ټکی درته نه وایمه څو پورې چې ښه نه شې

ډیرې دې پیالو کې، که خورې د سترګو لومې دی

ښخ به پکې نه شم، که مې ښخ زړه کې باڼه نه شې

ټولې زمانې به له شکونو سره تیرې شی

څو پورې زه ته نه شمه، څو پورې ته زه نه شې

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا