د عربی متحده اماراتو په دوبۍ ښار کې د کشمش د رستورانت دروازه او دیوالونه یې د افغانستان په فرهنگی او لاسی اثارو ښکلی شوی. ددې رستوانت د یوې بنسټ ایښونکې فاطمه ربانی وایی د کسب و کار تر څنگ، د دوې هدف دا دی چې د افغانستان بډایه فرهنگ خلکو ته وروپیژنی.د افغانستان د پخوانی جمهور رئیس برهان الدین ربانی د لور فاطمه ربانی سربیره، د سید احمد گیلانی لمسۍ ایمان ناظمی او حمیرا ناصر ضیا هم پدې رستورانت کې ونډه لری.
فاطمه ربانی د عربی متحده اماراتو د خلیج ټایمز ورځپاڼې ته ویلی دی چې د خپلو دوو تجارتی شریکانو سره غوښتل د افغانستان لپاره یو کار وکړی چې پدې ترځ کې ددغه رستورانت د جوړولو فکر رامنځ ته شو.د فاطمه رباڼی په وینا د کشمش رستورانت خپلو مشتریانو ته افغانی سنتی خواړه وړاندې کوی. د محلی ډوډیو نه نیولې تر هغو خوړو پورې د دوی په مینو کې شته چې د افغانستان په ښارونو کې د سړک په غاړه خرڅیږی. په پوره اندازه خواړه چې ددې رستوانت هر مشتری ته برابریږی د فاطمه ربانی په وینا د مشتریانو د جلب په خاطر نه بلکه د افغانانو د میلمه پالنې او سخاوتمندۍ په خاطر دی.د خلیج ټایمز ورځپاڼه د فاطمه ربانی له قوله لیکی چې “په اوس وخت کې افغانستان ته تگ او هلته ژوند کول ښایی مونږ ته ممکن نه وی …
که چیرته هلته وای ښایی پر مونږ به محدودیتونه لگیدلی وای. خو هیله لرو چې یوه ورځ وکړای شو د کشمش رستورانت څانگې په کابل کې پرانیزو”.فاطمې وویل: “دامان مور په کابل کې لویه یتیم خانه لری، زما مورهم په افغانستان کې د یتیمانو پالنه کوی ، د حمیرا مور( فاطمه گیلانی او د حمید ناصر ضیأ پخوانی میرمن چی وروسته یی د انورالحق احدی د افغان ملت د ګوند د پخوانی مشر سره واده وکړ) هم د افغانی سرې میاشتې ټولنې مشره وه. په کورونو کې هم زموږ رول ماډل و – ترڅو دا لوی شیان بیرته افغانستان او افغانی کلتور ته ورستانه شی .