چـې لـه حـده زیـات، چـاپـلـوس شي
لــوی پـلـیــد شي، لــوی داووس شي
خـپـل ایـمـان او وجــدان خـرڅ کـړي
پــردیـپـال شي، لـوی جـاسـوس شي
څوک غــــــــلام د امـــــریـــکـــا شي
څوک غــلام د تــک ســره روس شي
مــــســـلــــمــــانـــو تـــه، وبــــا شي
افـــغـــانـــان وژنــي ویـــروس شي
د ښـه نــوم، ښـه پــوښــښ لانـــدې
ځان هم خرڅ کړي، بې ناموس شي
پـــاچـــاهـــان شي، واکـــداران شي
امـریـکـا، روس کې، مـلــمــوس شي
عـصـري زده کـړې، ځـان تـه غـواړي
خو پر خوار، غریب، کـنـجـوس شي